ورزش

شپږيزه ليګ سيالۍ د‌ کابل بازان او سپين غر لوبډلو په بريا پیل شوې

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۴۰۱ل): د شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو سیالۍ نن په کابل کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې چې کابل بازان او سپين غر لوبډلو په لومړۍ ورځ بريا خپلې کړې.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د ایوبي کابل بازانو لوبډله له بند امیر لوبډلې سره مخ شوه چې د لوبې په پای کې د کابل بازانو لوبډلې د ۶ وېکټو پر مټ د بند امیر لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دې سره یې په شپږیزه کرکټ سیالیو کې خپل سفر په بریا پیل کړ.

د کابل بازان لوبډلمشر رحمان الله ګربز د لومړۍ لوبې پچه وګټله او بند امیر لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. د بند امیر لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۲۰ منډې جوړې کړې. د دوی له لوري فرمان الله ساپي ۳۲ زياتې منډې وکړې چې د کابل بازانو لپاره عظمت الله عمرزي ۳ ويکټې واخيستلې.

د هدف په تعقيب کې د کابل بازانو لوبډلې که څه هم د سر څلور مهمې ویکټې ژر له لاسه ورکړې خو رحمن الله ځدران او شاهدالله کمال د ۷۴ منډو ملګرتیا وکړه او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله. ددوی لپاره رحمن الله ځدران ۳۶ او شاهد الله کمال ۳۴ زياتې منډې وکړې، په داسې حال کې چې د بند امير لپاره ناصر توتاخیل او کریم جنت ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

د ایوبي کابل بازانو لوبډلې الراونډر عظمت الله عمرزی په درې ويکټو اخيستلو د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

په دوهمه لوبه کې د سپين غر پړانګانو لوبډلې د ميس عينک پر وړاندې د ۸ ويکټو په توپير بريا خپله کړه.

ميس عينک لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د پاکستاني افتخار احمد ۵۵ او رياض حسن ۳۷ منډو پر مټ ۱۳۹ منډې جوړې کړې. د سپين غر له لوري پاکستاني اصف افريدي ۳ زياتې ويکټې واخيستلې.

سپين غر لوبډلې ټاکلی هدف په ۱۹م اور کې د عثمان غني ۶۶ او شوکت زمان ۴۳ منډو په ملتيا پوره کړ او بريا يې خپله کړه. عثمان غني د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د يادونې وړ ده چې د شپږيزه ليګ اتم پړاو لوبې پېل شوې چې ۸ لوبډلې په کې ګډون کوي، او د پاکستان ملي لوبډلې لوبغاړو ترڅنګ په کې د عمان لوبډلې لوبغاړي هم شامل دي. همدا راز يو شمېر بهرني مبصرين هم لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx