
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۴۰۱ل): کابل کې د ترکيې هېواد سفير سيهاد ايرګیني د شپږيزې ليګ اتم پړاو سياليو لومړۍ لوبې ليدلو لپاره د کابل لوبغالي ته ورغلی و.
د کرکټ بورډ اجرائيه رئيس ښاغلي نصيب خان نن ټکی اسيا ته په راليږلي پيغام کې ويلي چې د ترکيې سفير ترڅنګ د پاکستان هېواد څخه هم ګڼ شمېر ميلمانه د سيالۍ ليدلو لپاره راغلي وو.
د ترکيې سفير ښاغلي ايرګيني ملي تلويزون سره د لوبې په جريان کې د مرکې پرمهال لوبې ته په راتللو خوښي وښودله او په افغانستان کې يې د ډیری مینوالو لیدلو سره د کرکټ ملاتړ ژمنه وکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د بورډ عمومي مدير ميرويس اشرف او اجرائيه رئيس نصيب خان د نوموړي هرکلی وکړ او له راتګ څخه یې مننه وکړه.
شپږیزه کرېکټ لیګ اتم پړاو سیالۍ
د شپږیزه کرېکټ لیګ اتم پړاو سیالیو لومړۍ لوبې نندارې ته افغانستان کې د ترکې سفیر راغلی و. هغه په خپلو خبرو کې د خوښۍ اظهار کړی او ویلي یې دي، چې سپورټ هر هېواد لپاره مهم دی. pic.twitter.com/Ba5DHVnEwx— RTA Sport (@SportRta) July 18, 2022
د يادونې وړ ده چې په شپږيزه ليګ کې د پاکستان او عمان هېوادونو لوبغاړي لوبيږي، او د د مبصرينو په څانګه کې هم بهرني مبصرين شامل دي.
بايد ؤويل شي چې د شپږيزې ليګ اتم پړاو سيالۍ نن دوشنبه کابل کې پېل شوې، چې په ترڅ کې يې دوه لوبې وشوې. د کابل بازان او سپين غر لوبډلو خپلې لومړۍ برياوې خپلې کړې.
په دغه ليګ کې به سبا د هندوکش ستوري او امو نهنګان، د بست ساتونکو او پامیر زلمي ترمنځ سيالۍ ترسره شي.