ټولنیزه برخه

هغه شعر چې خپل شاعر یې وژلی!

حامد افغان

دې لاندې بند خپل شاعر وژلی:

الخيل والليل والبيداء تعرفني
والسيف والرمح والقرطاس والقلم

او دا شاعر د عربي ادب ستر شاعر “المتنبي” و! #روایت_کا متنبي په شیراز کې د وخت واکمن عضد الدولة البویهي ته ورغی، هغه یې ډېر زیات احترام وکړ او ډېره زیاته مرسته یې ورسره وکړه، دری زره دیناره، دری زین کړي اسان او پرېمانه جامې یې ورکړې.

وروسته عضد الدولة یو سړی پوه کړ چې زموږ د ورکړې په اړه پوښتنه ورنه وکړه، چې متنبي یې څنګه ارزیابي ګوي، سړی هغه ته وویل: د عضد الدولة دا مرسته د سيف الدولة بن حمدان د مرستو په نسبت څنګه ده؟ متنبي ورته وویل: دا بېخي زیاته مرسته ده، خو په دې کې تکلف شوی ده او د سیف الدولة ورکړه کې به تکلف نه و، طبیعي به وه. عضد الدولة ته چې دا خبره ورسیده سخت په قهر شو او خپل څو کسان یې پوه کړل چې کله متنبي بېرته ځي قتل یې کړئ.

د عضد الدوله کسانو متنبي ته په شپه کې ځانونه تیار کړل، سهار د هغه پر پله روان شول، د بغداد ختیځ ته د دجلې پر غاړه “نعمانیه” نومې ځای کې ورپسې ورسیدل، متنبي د یوې وني لاندې ناست و، خواته یې چینه وه او مخته یې دسترخان غوړیدلی و، چې خلک یې ولیدل د ده خواته ورروان دي ورولاړ شو او غږ یې پرې وکړ، عرب مشرانو راځئ! خو هغوی ځواب ورنه کړ نو وویریدی.

متنبي سمدستي خپل اس ته وخوت، له ده سره یې زوی او غلامان هم وو، ده هڅه وکړه چې له خلکو ځان خلاص کړي او وتښتي، خو یوه بد مرغه غلام یې ورته وویل: ستا دا شعر به څه کوې چې ویلي دې دي: اسان او شپه او دښته ما پېژني، توره او نېزه او کاغذ او قلم مې هم پېژني.

الخيل والليل و البيداء تعرفني
والسيف والرمح والقرطاس والقلم

په دې سره متنبي خپل غلام ته وویل: ودې وژلم، الله دې تا ووژني! په الله مې قسم که نن زه ماتې وخورم. نو بېرته وروګرځیدی، او جګړه یې ورسره پیل کړه، خو خلک پرې زیات شول، په ګڼ شمېر نېزو کې راګیر شو، دی او زوی یې ووژل شول او سامان یې ورنه واخیستل شو. دا پېښه په کال : 354هـ ق کې رامنځته شوې وه. المنتظم في تاريخ الأمم لابن الجوزي (14/165).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx