نظــر

‏روسیه، ترکیه او ایران

عبدالرحيم ترين
د خپلو ګټو لپاره د آسيا درې قدرتمند هيوادونه په تهران کې سره جرګه دي، د دوی ترمنځ خورا پيچلي اختلافي او مشترک نقاط شته چې دوی پرې په ايران کې خبرې کوي، د روسیې او اوکراین جګړه، د سوریې د حکومت ملاتړ او مخالفت په آسیا کې د تېلو د تولید، په آسیا کې د امريکا ‏د قدرت مهار کول، عراق کې د کردانو ملاتړ او په ټوله کې نظامي، سیاسي او اقتصادي اړيکې او موخې يې د بحث موضوعات دي.

لومړۍ په اوکراین د روسیې بريد يوه پيچلې موضوع ده ترکیه د اوکرایني حکومت ملاتړ کوي او هغوی ته نظامي وسلې ورکوي او په دې ډول د امريکا ملاتړ په آسيا کې له ځان سره لري خو بل خوا ايران بيا د روسیې بريد په اوکراین وستایه او ایراني مذهبي مشر ایت الله خامنه اي د روسیې ولسمشر ته وويل که په اوکراین مو برید نه وای کړی او د ناټو مخه مو نه وای نیولې نو ناټو به د روسیې لخوا مهم ښار چې په 2014 کال کې نيولی و، کریمیا باندې بريد کړی وای او په آسیا کې به پرمخ روانه وه خو روسيي بریدونو د ناټو مخه ونيوله، ترکي ولسمشر له پوتین وغوښتل چې د روسیې لخوا نیول شوي مهم اوکرایني اقتصادي بندرونه د غلو دانو په مخ پرانيزي ترڅو په اروپا کې د خوراکي توکو بیې ټیټې شي چې تمه ده پوتين به ورسره احتمالي تړون وکړي او اجازه به صادارتو ته ورکړي خو بله خورا مهمه موضوع د سوريې حالت دی، سوريه کې روانو جګړو کې روسيه او ايران په يو دريځ دي چې د سوریې حکومت بشارالاسد ملاتړ کوي او کلکه دفاع ترې کوي خو بل خوا ترکیه بيا د سوریې د حکومت د مخالفانو پر طرف ده او هغوی ته وسلې او ملاتړ یې کوي خو روسيه اوس چې اوکراین کې ښکېله شوه نو غواړي چې د سوریې واک په مکمله توګه ايران ته ورکړي چې له دې کار سره ترکیه سخت مخالفت کوي ځکه ترکيه ويره لري که د سوريې حکومت خپل مخالفين وځپي نو دې سره به سوریایي کردانو ته واک او قدرت په لاس ورشي او دغه واک او قدرت به ددې لامل شي چې کردان د ترکیې يوه مهمه برخه کردي ميشتې سيمې له ځان سره جدا او يو دریم هيواد چې د کردستان په نامه به يې رامنځته کړي چې دې چارې ته ترکیه په هیڅ قیمت اجازه نه ورکوي او د همدې کردانو د ځپلو لپاره عملي په سوريه او عراق کې خپل ځواکونه لري او عمليات پرې کوي, چې د تهران په کوربتوب به د درې واړو هېوادونو د غونډې مهمه موخه همدا وي چې څنګه د سوریې کړکېچ ته داسې د حل لاره پيدا کړي چې هم ترکان خوښ او ګټې یې پکې خوندي او هم ايران د سوريې حکومت ملاتړ او د شعيه ګانو مدافع شي، بله مهمه موضوع په آسيا کې د روسیې لخوا د اسيايي قوي بلاک رامنځته کول او د يو ايتلاف جوړول دي، ددې ايتلاف جوړونې لپاره له تېرو څو مياشتو راهيسې د روسیې لخوا سختې هڅې روانې دي او اوس روسيه او ايران غواړي چې دې ايتلاف کې ترکان هم را شامل کړي چې تر کومه به مسکو او تهران په دې بريالي شي وخت به یې ثابته کړي.

يوه بله اقتصادي موضوع هم دلته خورا مهمه ده هغه د تيلو قراردادونه او صادارت دي، له هغې ورځې چې روسيې په اوکراین بريد کړی ده په آسیا او ټوله نړۍ کې د تېلو بيې لوړې شوې دي، وړمه ورځ روسیې او ایران د 40 ميليارده امريکايي ډالرو په ارزښت د تيلو ستر قراردادونه سره وکړل چې ددې قرادادونو له مخې که چيرې روسیه په اوکراین د برید پرمهال د تيلو له کمښت سره مخامخ کيږي نو ایران به د تيلو صادراتو کې همکاري ورسره کوي او که چېرې د سعودي عربستان او امريکا ترمنځ د نويو تړونونو له مخې چې ددې اوونۍ په سر کې سعودي عربستان ته د امريکايي ولسمشر لخوا له ورتګ سره لاسليک شول آسيا کې د تيلو بيې لوړې شي او يا هم د صادراتو په برخه کې کومه ستونزه رامنځته کيږي نو ايران او روسيه به په ګډه ددې بحران مخنيوی کوي او د تيلو بيې به کنټرول کوي.
دا سفر خورا په مهم وخت کې شوی چې پايلې او توافقات به یې هم خورا مهم وي چې ددې درې اړخيزې غونډې د پای ته رسيدو وروسته به یې پايلو ته ګورو چې څه تاثيرات به په آسیا کې ولري.
هره پرېکړه او پايله به ان شاء الله چې د افغانستان په خير وي ځکه اوسمهال افغانستان د سيمې هيوادونو د رقابتي جګړو ميدان نه ده بلکې اوسمهال مونږ د اقتصادي راکړې ورکړې او رقابت د ميدان جوړيدو په حال کې يو.
هيواد دې اباد وي.
په درنښت
عبدالرحيم ترين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

امارت دی دا وړې خبری پریږدی لکه د نجونو مکتبونه، ږیره، پټکی او داسی نور. په داسی لویو حرکاتو کی دی ځان مطرح کړی جهان او نړی کومی خواته روانه ده. امارتوال باید ځانونه هوښیار کړی تر څو بیرته پاتې نشی. ملا په سیاست نه پوهږی وطن یی اوس د بربادی خواته سوق کړی. #####

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx