افغانستان

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ وزارتونو تر منځ د مذاکراتو وروسته توافقات – بشپړه اعلامیه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۴۰۱ل): د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ وزارتونو په کابل کې د ترسره شویو مذاکراتو په پایله کې شوي توافقات د افغانستان د تجارت وزارت لخوا په یوه اعلامیه کې نشر ته وسپارل شول.

د اعلامیې متن چې د نن ټکی اسیا سره په پښتو او درې شریک شوی، په لاندي ډول دی:

د دوه اړخیزو سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پیاوړتیا په  هدف افغانستان ته د پاکستاني پلاوي راتګ.

د ۲۰۲۲ میلادي کال د جولای په ۱۹مه نېټه په سوداګریزو او ټرانزیټي موضوعاتو د افغان او پاکستاني پلاوو تر منځ ناسته ترسره شوه.

د افغان پلاوي مشري د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي او د پاکستاني پلاوي مشري د یاد هیواد د سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي صالح احمد فاروقي په غاړه وه.

د ټاکل شوې اجنډا په جزیاتو د هراړخیز او مفصل بحث په ترڅ کې دواړه پلاوي لاندې موافقو ته ورسېدل:

۱. دواړو لورو موافقه وکړه چې د ۲۰۲۲م کال د اګست میاشتې له پیل څخه به د دواړو هیوادونو باربري لارۍ اجازه ولري چې افغانستان او پاکستان ټولو سیمو ته ازاد تګ راتګ وکړي.

۲. د سوداګریزو توکو د انتقال د مودې په اړه دواړه لوري دې پایلې ته ورسېدل چې پاکستان په هغو ټرانزیټي توکو چې ددوی له خاورې افغانستان ته داخلیږي هیڅ زماني قید نه وضع کوي. همدا رنګه افغانستان د خپلې خاورې څخه پاکستان ته د توکو د لیږد موده له ۵ ورځو څخه ۸ ورځو ته پورته کړه.

۳. پاکستاني لوري څرګنده کړه چې د (اپټا ۲۰۱۰) سوداګریز تړون ته د نوي تړون تر لاسلیک پورې ژمن دی. دواړو لورو ومنله چې د اپټا ۲۰۲۱ عنوان لاندې د ترسره شوو خبرو اترو په ترڅ کې د هغو کارونو د بشپړتیا لپاره عملي ګامونه پورته شي چې پرې توافق رامنځته شوی وو. د بهرنیو کانتینرونو څخه د افغان سوداګرو د توکو ځايي لاریو او کانتینرونو ته انتقال او د پاکستاني هوايي ډګرونو له لارې د افغان سوداګرو د مالونو د لېږد, سکېن او بررسي لپاره  اسانتیاوې برابرول په دې موافقو کې شامل دي.

۴. په مذاکراتو کې پاکستاني لوري ډاډ ورکړ چې د واګه سرحد له لارې هند ته د افغاني مالونو په صادرولو هیڅ ډول محدودیت شتون نه لري.

۵. دواړو لورو موافقه وکړه چې د سیمه ایز اتصال په هدف به د افغانستان, پاکستان او ازبکستان درې اړخیزه ناسته په مناسب وخت کې ترسره شي.

۶. موافقه وشوه چې د تورخم او سپین بولدک لارې به هره ورځ څلورویست ساعته د سوداګریزو موټرو د ګمرکي او ټرانزیټي چارو د ترسره کېدو لپاره پرانیستې وي.

۷. افغانستان ومنله چې د غلام خان او ډنډپټان لارې به هره ورځ دولس ساعته د ټرانزیټ لپاره خلاصې وي او د اړتیا په صورت کې به کاري ساعتونه زیاتوي.

۸. پاکستاني لوري څرګنده کړه چې د هغو توکو  ژر طی مراحل په پام کې نیسي چې حساس او لږ وخت کې خرابیږي.

۹. دواړو لورو ومنله چې په ټرانزیټي لارو د موټرو په تګ راتګ کې دې تعادل رامنځته شي.

۱۰. پاکستاني پلاوی چمتووالی وښود چې له دقیقې ارزونې وروسته به د ټرانزیټي لاریو د بېروبار کمولو لپاره د ګمرکي سیستمونو او تاسیساتو موجوده مراکز د عبور او مرور له نقطو نه نورو لرې نقطو ته د لیږد لپاره اقدام وکړي.

۱۱. دواړو لورو د ټرانزیټي لاریو لپاره په ټولو لارو کې د ځانګړو اسانتیاوو د برابرولو موافقه وکړه.

۱۲. دواړو لورو موافقه وکړه چې د ګمرکي مالوماتو د شریکولو او د سیستمونو همغږي کولو لپاره به د دواړو هیوادونو ګمرکي ادارې په ځانګړې  ناسته کې تصامیم ونیسي.

۱۳. په مذاکراتو کې موافقه وشوه چې د دواړو هیوادونو خصوصي سیکتورونه به د بارټر سوداګري لپاره د ښکاره او ځانګړي میکانیزم د ټاکلو لپاره ناستو ته دوام ورکړي.

۱۴. دواړو لورو څرګنده کړه چې د ځانګړي میکانزم په جوړولو سره به د دواړو  هیوادونو د وګړو لپاره د ویزې اخیستلو اسانتیاوې رامنځته شي.

۱۵. موافقه وشوه چې دواړه هیوادونه به د اګست میاشتې په پای کې په امتحاني توګه د مسافر لېږد سورلۍ بسونو خدمات پیلوي. په لومړي سر کې به ۲ عدده مجهز او عصري بسونو څخه استفاده کیږي چې پنځلس ورځې وروسته به له دواړه لوري دا شمېر پنځه بسونو ته لوړوي. د یوې میاشت په تېرېدو به دواړه لوري د خدماتو دقیقه ارزونه وکړي تر څو د یادې چارې د ترسره کولو لپاره د بسونو شمېر مشخص کړي.
د یادونې وړ ده چې په دې خبرو اترو کې له دواړو لورو د اړوندو ادارو باصلاحیته استازو ګډون درلود.

====
اعلامیه مطبوعاتی

در پیوند به سفر هیئت پاکستان به افغانستان در خصوص تقویت روابط تجارتی و ترانزیتی بین دو کشور

کابل – افغانستان

به تاریخ 19 جولای 2022 مذاکرات هیئت افغانستان و پاکستان در زمینۀ تجارت و ترانزیت صورت گرفت. جانب افغانستان از طرف محترم الحاج نور الدین عزیزی، سرپرست وزارت صنعت و تجارت و جانب پاکستان از طرف محترم صالح احمد فاروقی معین وزارت تجارت پاکستان رهبری میشد. دو طرف با جزئیات در موضوعات مشمول آجندا بحث های مفصلی داشتند و در نتیجه به توافقات ذیل دست یافتند:

1- هر دو طرف توافق نمودند که تردد آزاد لاری های باربری تجارتی دو جانبه فی مابین افغانستان و پاکستان در ماه اگست سال 2022 آغاز گردد.

2- راجع به تعیین زمان انتقالات کالاهای ترانزیتی هر دو کشور، از طرف پاکستان توافق صورت گرفت که پاکستان هیچ محدودیت زمانی بالای کالاهای که از مسیر پاکستان ترانزیت میگردد، وجود ندارد. افغانستان این زمان را از 5 به 8 روز افزایش داد.

3- جانب پاکستان گفت که موافقتنامۀ (اپتا 2010) را از طرف خویش الی امضای موافقتنامۀ جدید، تمدید کرده است. هر دو جانب توافق کردند که کار روی عملی شدن مواردی که از قبل در موافقتنامۀ تحت مذاکرۀ اپتای 2021 توافق صورت گرفته بود را آغاز نماید. این توافقات شامل انتقال کالاهای ترانزیتی تاجران افغان از کانتینر های بین المللی به محلی و فراهم نمودن تسهیلات مناسب در اسکن و بررسی کالاها میباشند.

4- در جریان مذاکرات جانب پاکستان اطمینان داد که هیچ نوع محدودیتی روی صادرات اموال افغانستان از تمام بنادر به شمول مسیر بندر واگه به کشور هندوستان و سایر کشورها وجود ندارد.

5- توافق صورت گرفت که روی اتصال منطقوی نشست سه جانبه میان افغانستان، پاکستان و اوزبیکستان در زمان مناسب دایر گردد.

6- توافق صورت گرفت که نقاط عبوری تورخم و سپین بولدک به طور 24 ساعته در هفت روز هفته، به روی طی مراحل گمرکی اموال تجارتی و عبور و مرور لاری ها باز باشد.

7- جانب افغانستان توافق کرد که نقاط عبوری غلام خان و دند پتان را به طور 12 ساعت در هفت روز هفته، به روی طی مراحل گمرکی اموال و عبور و مرور لاری ها باز نگهداشته و حسب ضرورت ساعات کاری را بالا ببرد.

8- جانب پاکستان برایصادرات اموال سریع الفساد افغانستان،طی مراحل سریع رادر نظر میگیرد.

9- دو جانب توافق نمودند که در عبور و مرور لاری ها از نقاط عبوری، تعادل را در نظر میگیرند.

10- جانب پاکستان توافق کرد که پس از بررسی های دقیق و همه جانبه راجع به انتقال تاسیسات گمرکی و یا سایر پروسه ها که باعث تراکم میگردند، از نقاط عبور و مرور به نقاط ممکن دورتر اقدام می‌کند تا از تراکم بیشتر در آینده جلوگیری شود.

11- هر دو طرف توافق کردند که تسهیلات ویژه را برای تردد بیشتر لاری ها و اموال در تمام نقاط عبوری فراهم می نمایند.

12- هر دو جانب توافق کردند که ادارات گمرکی دو کشور در جلسۀ اختصاصی روی تبادلۀ اطلاعات گمرکی و هماهنگی بیشتر در سیستم های گمرکی بحث و تصامیم لازم اتخاذ می نماید.

13- هر دو جانب توافق کردند که سکتور خصوصی دو کشور روی میکانیزم واضح و مشخص برای تجارت بارتر مذاکرات خود را ادامه دهند.

14- دو جانب توافق نمودند که با ایجاد میکانیزم مشخص، تسهیلات لازم را در زمینۀ صدور ویزه برای اتباع دو کشور فراهم نمایند.

15- توافق صورت گرفت که در اخیر ماه اگست 2022، خدمات مسافربری بس رانی به شکل امتحانی و در ابتدا با استفاده از دو عراده بس مدرن و مجهز این خدمات از هردو جانب آغاز گردیده، پس از 15 روز، از هر طرف به 5 بس افزایش می یابد. هردوجانب پس از یک ماه خدمات بس رانی را مورد بررسی همه جانبه قرارداده تا مشخص گردد که به چه تعداد بس از هر جانب نیاز است.

قابل ذکر است که در این گفتگو ها نماینده های با صلاحیت ادارات ذیربط هر دو کشور اشتراک داشتند.

و من الله توفیق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

لږ صبر وکړی لا تر اوسه د افغانانو میوی ندی پخی شوی. داسی موافقنامی له پاکستنان سره ډیری شوی. پر پاکستان هیڅکله باور پکار ندی. دا زما یوه خبره په یاد لری.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx