افغانستانټکنالوژي

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي: حکومت دې د دولتي پاڼو بندیز په غبرګون کې فیسبوک وتړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۱ل): وروسته له هغې چې د فیسبوک ادارې (میټا) د افغانستان دولت اړوند دوه رسنیو فیسبوکپاڼې په بشپړ وتړلې، د ټولنیزو رسنیو کارکوونکو له حکومت غوښتنه کړې چې په هېواد کې فیسبوک په بشپړ ډول وتړي.

د فیسبوک ادارې تېره ورځ د ملي رادیو تلویزون او باختر خبري اژانس فیسبوک او انسټاګرام پاڼې په بشپړ توګه وتړلې چې د افغانانو ترمنځ د غم او غصې لامل شوي او خلک له حکومت څخه د یادو شبکو بندولو غوښتنه کوي.

دوی وایي چې فیسبوک نه یوازې دولتي پاڼې تړلي، بلکې د ګڼ شمېر کاروونکو شخصي پاڼې یې هم په یوه نه یوه بهانه تړلي دي.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي په کلکه له حکومت څخه غواړي چې فیسبوک اداره تهدید کړي او د پاڼو تړلو په غبرګون کې دغه شبکه په ټول افغانستان کې وتړي.

د ملي رادیو تلویزون عمومي مدیر احمد الله وثیق پر خپله ټویټر پاڼه ویلي چې فیسبوک د ټولنیزو رسنیو اصولو او د بیان ازادۍ خلاف د ملي رادیو تلویزون پښتو او دري فیسبوک او انسټاګرام پاڼې د نا معلومو لاملونو له امله تړلې دي.

نوموړي زیاته کړې چې په دې تړاو یې د فیسبوک ادارې سره خبرې روانې کړې دي.

دوی له ټولنیزو شبکو کاروونکو غوښتي دي چې په ځانګړي پېل شوي کمپاین کې برخه واخلي او د ټویټر له لارې له فیسبوک ادارې وغواړي څو دغه پاڼې بیرته فعالې کړي.

ملي رادیو تلویزون زیاتوي، «څرنګه چې ملي راډيو تلویزیون يو ملي نهاد دی، د ملت غږ او د خلکو رسنۍ ده؛ له همدې امله باید اجازه ورنه کړل شي، چې  فیسبوک اداره د خلکو او هغه رسنۍ، چې تل د ولس غوښتنو ته پوښښ ورکوي، وتړي».

بل لوري ته د باختر خبري اژانس هم په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې فیسبوک یې پاڼه ورتړلې ده.

دغه شبکه زیاتوي، «باختر خبري اژانس د ۸۲ کلنو له مخینې سره د فیسبوک ادارې ټول اصول او مقررات په نظر کې نېولي او دغې ادارې یوازینۍ موخه د دقیقو، پروخت او هر اړخیزو خبرونو، راپورونو او مرکو خپرول دي».

یاده شبکه زیاتوي چې دوی د ملي او نړیوالو معیارونو سره سم خبرونه خپروي، «فیسبوک اداره پر ځای ددې چې د بیان ازادۍ او د افغانستان د خلکو له حق څخه انکار وکړي، باید خپلو ژمنو ته ژمن اوسي.

بل لوري ته امریکا غږ په یوه خپور شوي خبر کې ویلي چې فیسبوک د یادو پاڼو بندول د خپلې تګلارې خلاف محتوا خپرول بللې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx