نظــر

دیني او عصري علومو ولې جدا کړی شول؛ څنګه باید یوځای شي؟« ۱ برخه»

ميا نوراغا

د رسول الله صلی الله علیه وسلم له زمانې نیولې د انګریزانو تر امپراطورۍ پورې مسلمانانو دیني او عصري علوم دواړه زده کول:
رسول الله صلی الله علیه وسلم د دیني علومو معلم و ( بعثت معلما. الحدیث.) د بدر هغه اسیرانو ته یې فدیه معاف کړه چا چې د مسلمانانو بچو ته د لیک لوست ښودل په غاړه واخیستل، طبعا دوی د مسلمانانو بچو ته عصري زدکړې لیک لوست ورښودل ځکه دوی لا مشرکین وو او په جنګ کې نیول شوي وو.

د اسلام په تاریخ کې د مسلمانانو په جامعاتو او لویو مدرسو کې دواړه علوم په یو ځای ښودل کیدل هغه که د عراق جامعات وو او که د شام او اندلس یا نور لوی جامعات وو، دغو جامعاتو که د دین لپاره فقها، محدثین او فني ماهرین روزلي همدا رنګه یې د طب، ریاضي او فلکیاتو ماهرین هم یو ځای روزلي، دا لړۍ همداسې په منظم ډول روانه وه تر دې چې انګریزي ښامار په اروپا کې وپړسېد د افریقې او اسیا په زیاتو اسلامي ملکونو یې زهریله خون خوارې داړې خښې کړي، ټول اساسات او معیارونه یې وزبیښل، له دې جملې څخه د مسلمانانو جامعات او نصابونه هم درهم برهم شول.

انګریز د مکر او چل بازۍ په میدا کې د شیطان نائب او قائم مقام دی, دوی هره بدبختي په چل او نیرنګ مخته بیایي.
د دیني تعلیم ختمولو نیرنګ ته یې سرسید احمد خان رامخ ته کړ, ده لویه عصري جامعه په عليګهړ کې جوړه کړه چې د عليګهړ ینورسټي په نوم مشهوره شوه.

په دې پوهنتون کې زیاته توجه عصري علومو ته ورکړی شوه, دیني علوم په ټیټ معیار کې هغه هم اختیاري وګرځول شول, ویل کیږي چې انجیل په کې لازمي وو, دینې علوم مو کې هم د ده لخوا سخت تحریف د دینې لوازماتو خلاف په کې تاویلات وشول.

ده هر څه د انګریزانو لپاره د هغوی په اشاره تر سره کول, تاسې څه فکر کوی چې ده به د دین خدمت کاوو که تخریب?!
له دغه وخت نه مسلمانان او علماء مجبور شول چې د دیني علومو لپاره مستقل مدارس جوړ کړي, چې مولنا قاسم نانتوي د دین زدکولو او نشرولو په خاطر د دیوبند مدرسې بنیاد کیښود, دا د اخلاص او تقوا داسې بنیاد وو چې د جوړیدو له وخت نه تر اوسه یې مثل نه لیدل کیږي, فقها, محدثین, د فن ماهرین, دعات, ذاکرین, مجاهدین, او د تزکې پاک ماهرین صوفیا یې وروزل, د علم رڼا یې د ځمکې کنارو ته ورسوله.
د دوی په خدماتو که جلدونه ولیکل شي بیا هم نه کم دي.
فجزاهم الله احسن الجزا! و نجهم یارب من کیدل الماکرین و دجل الدجالین و غوي الغاوين وضلال الضالین و حسد الحاسدین!

انګریزان مات شول امپراطورۍ یې په یوه جزیره بدله شوه خو شیندلي زهر یې لا هماغسې خواره پراته دي, له دوی ورسته مسلمانان نه په یو متحد ریاست جوړولو قادر شوي, نه په قوي عالمي متحد سیاست, نه د مدرسې او پوهنتون په یوځای کولو.

له دې سره انګریزانو حکومتي چارې داسې تنظیم کړې چې د مدرسې ضرورت یې ترې بهر کړ او د حکومتونو واګې یې د پوهنتون په لاس کې ورکړې, د دیني علماؤ تذلیل , له حکومت نه بې دخله کول, له حکومت څخه د مدرسې اخراجاتو ورکولو بندول, بلکې د مدرسې حیثیت ختمول د دوی له اهدافو څخه وو تر څو د اسلام بیخکني وکړي.
و مکروا و مکر الله و الله خیر الماکرین.
دوی منحوسې لارې جوړولې او الله هم خپل تدبیر کاوو الله بهتر تدبیر کونکی دی.

اسلام لا شته, مدرسې برحالې دي, علماء, دعات, مجاهدین, حق صوفیان لا د دین په خدمت کې لګیا دي او وي به ان شاء الله!
اوس څه کول پکار دي?
نور بیا, ان شاء الله!

میا نورآغا.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

دينى او عصري علوم بايد په مکاتبو او مدرسو کې په ګډه او يو ډول تطبیق او ولوستل شي او رسمي بڼه غوره کړې. د اسلام د پوهاوى نه پرته د عصري علومو هدف لاس ته راوړل ناشونې دي. اسلام د دين او دنيا د پاره يو مکمل او جامع علم او نيکبختى ده. مننه 🌴🕌🕋🕌🌴

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx