ادبي لیکني

مهربان پلار«لنډه کيسه»

ژباړه: نسیم شاه “عادل
کله به چې زما پلار زما کوټې ته ننوت، هغه به لیدل چې ګروپ او پکی به چالان وو، ما ته به يې ویل چې ولې یې نه بندوې او بې ځايه مصرف کوې؟

کله به چې تشناب ته ننوت د بمبې له خولې به د اوبو څاڅکي توییدل، په لوړ غږ به يې ماته وويل: ولې له وتلو مخکې خپله بمبه سمه نه بندوې او اوبه ضايع کوې.

هغه تل په ما نیوکې کولې او زه به یې په منفي کارونو کولو رټلم تر دې چې په ناروغۍ کې هم له نصیحته په امان نه وم ما به ویل چې له زړو خلکو کوچني هیڅکله په امان او ارام نه ‌پاتې کیږي، تر څو هغه ورځ راورسیده چې زه یې په تمه وم او یو ځای کې مې د دندې لپاره اعلان ولیده نو مې و غوښتل چې د مرکې لپاره ورشم.

هغه ورځ راغله چې زه دندې لپاره مرکې ته ځم او غواړم له دې ستړي کور سره د تل لپاره خدای په ماني وکړم ترڅو د خپل پلار او د هغه له خبرو د تل لپاره بې غمه شم.

سهار له اودس او لمانځه وروسته پاڅېدم؛ ما خپلې تر ټولو ښې جامې واچولې او د تلو اراده مې وکړه زما پلار په داسې حال کې چې سترګې یي خوبوړې وې مخې ته په مسکا راغی، یو څه پیسې یې راکړې او ویې ویل: مثبت اوسه او پر ځان باور ولره، له هیڅ ډول پوښتنې مه وېرېږه!

ما هم د هغه مشورې منلو ته سر وخوځاوه او و مې خندل، په زړه کې مې ویل چې د ژوند په غوره ورځو کې هم ستا له نصیحته خلاص نه شوم لکه چې غواړې دا خوږې شېبې هم راباندې زهر کړې.

ژر له کوره ووتم او موټر مې کرایه کړ، د دفتر په لوري روان شوم .

کله چې دروازې ته ورسیدم، زه ډیر حیران وم. ساتونکي نه وو؛ دوی یوازې یو څو د لارښوونکي بورډونه نصب کړي وو.

کله چې ورننوتم، ما ولیدل چې د دروازې لاستی له خپل ځای څخه لیرې شوی او که څوک لاس ورروړي نو مات به شي.

ما ته د خپل پلار وروستۍ مشوره را په یاد شوه چې هر څه ته به په مثبت ډول ګورې.

سمدلاسه مې هغه لاستی وتاړه ترڅو هغه ونه لویږي.

د لوحو په لارښونه د باغ له انګړ څخه تېرشوم، و مې لیدل چې حوضونه له اوبو ډک او بمبې یې لا چالان دي. دلته مې د پلار هغه نصیحت را په یاد شوه چې اوبه مه ضایع کوه. د اوبو نل مې راتاو کړ او اوبه مې کمې کړې.

د لارښوونکو نښو په تعقیب، زه اصلي ودانۍ ته ننوتم او د زینو په لور روان وم کله چې ما ولیدل د ورځې په رڼا کې ګروپونه بل وو.

ما ته د خپل پلار هغه تېز غږ راپه یاد شو چې ولې دې ګروپونه او پکی نه دي بند کړي؟

دا ګروپونه مې هم بند کړه.

کله چې د ودانۍ مرکزي برخې ته ورسیدم، ما ولیدل چې ډیری خلک زما په وړاندې د مرکې په خاطر راغلي دي.

ما خپل نوم د نوم لیکنې په لیست کې ولیکه او د خپل وار په انتظار ناست وم. کله چې ما خپل شاوخوا ته وکتل؛ ما د دوی مخونه، جامې او فیشن ولیدل، ځان راته کم ښکاره شو او د شرم احساس مې وکړ، په ځانګړې توګه د هغه چا مقابل کې چې د تعلیمي وړتیا ستاینه یې کیدله.

ومې لیدل چې هر څوک دننه ځي د مرکې په خونه کې د یوې دقیقې څخه زیات نه پاتې کیږي او بیرته راوځي.

له ځانه سره مې وويل، چې په دې ښايسته جامو او تحصيلي سندونو سره رد شول، ایا زه به ومنل شم؟

ما غوښتل په درنښت له دې سیالۍ څخه ځان وباسم، ځکه ما خو لا له پخوا ځان بایلوونکی احساساوه او د تریالیتوب باور مې پرځان نه وو، د پلار هغه نصیحت مې را په یاد شو: مثبت اوسه او پر ځان باور ولره!

زه ناست وم او خپل وار ته انتظار وم. دا داسې وه لکه زما د پلار خبرې چې ماته انرژي راکوي او په ځان مې باوري کوي، ددې په فکر کې وم چې یو ځل به دننه لاړ شم یو ځل به ځان و ازمایم؛ بالاخره زما نوبت راغی، زما نوم یې واخيست او د مرکې خونې ته ننوتم؛ پر چوکۍ کښیناستم، زما مخې ته درې کسان ناست وو چې ماته یې په کتلو سره خندل، یوه یې وویل: کله غواړې چې خپل کار پیل کړې؟

زه ویرېدم او اندیښمن شوم، یوه شېبه مې فکر وکړ؛ چې ایا دوی ما مسخره کوي یا د دې پوښتنې تر شا به نورې پوښتنې هم وي.

له کوره د وتلو په وخت کې مې د پلار هغه نصیحت را په ړزه شو چې: مه وېرېږه او ډاډه اوسه!

نو په پوره ډاډ سره مې ځواب ورکړ: ان شاالله زه به د مرکې له کامیابۍ وروسته کار ته راشم. له دریو کسانو څخه یوه یې ماته په اشارې وویل: ده ومنله بس کفایت کوي.

ما په حیرانتیا سره وویل: تاسو زما څخه نورې پوښتنه نه کوئ؟

له دغو دریو کسانو څخه یو یې وویل: موږ ښه پوهیږو چې تاسو په مهارتونو سره زمونږ پوښتنو ته ځواب راکړی، له همدې امله زموږ انتخاب عملي و. موږ پریکړه وکړه چې د کاندیدانو لپاره یو لړ عملي ازموینې په پام کې ونیسو، که چیرې کاندید مثبت وي، کولی شي د اوږدې مودې لپاره د ریاست له ګټو څخه دفاع وکړي، او تاسو یوازینی کس یاست چې له دې ټولو ستونزو څخه تیر شوي یاست او دلته د راتلو څخه مخکې مونږ ستا امتحان واخست، په امنیتي کمرو کې ستاسو بریالیتوب لا دمخه ثبت شوی تاسو کولی شئ نیمګړتیاوې سمې کړئ.

په دې وخت کې، هر څه زما له ذهن څخه لرې شول. کار، مرکه، دنده او د پلار له مخه پرته بل هیڅ مخې ته نه راتلل.

پلار هغه ستره هستي ده چې په ظاهره یې زړه سخت، خو سینه یې له مینې، رحمت، دوستۍ او سولې ډکه ده، د هغه په مشوره مه خفه کیږئ؛ ځکه چې د هغه د نصیحتونو تر شا، داسې یوه مینه شتون لري چې تاسو په ژوند کې بریالیتوب ته رسوي.

تاسو به حتماً یوه ورځ پوه شئ چې حقیقي مینه د پلار مینه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx