شعـــــرونه

ښار له ما پاتې شو/ علم

عبيدالله علم

که داسې تله او میزان وي، ښار له ما پاتې شو
ارزان چې ګران او ګران ارزان وي، ښار له ما پاتې شو

مجرم چې خلاصې تڼۍ ګرځي، د مظلوم مخې ته
مظلوم محکوم دې په زندان وي، ښار له ما پاتې شو

غاصب دې عیش کوي او وایي چې تجار یمه زه
د ملت کور دې ھسې وران وي، ښار له ما پاتې شو

غلو ته په غاړه کې ګلان چې دا مشران اچوي
بیا به په څه حال کې کشران وي، ښار له ما پاتې شو

پر قربانیو یې پښې ږ‎دي او هيڅ پروا یې نکړي
ور سرہ تگ به مو تاوان وي، ښار له ما پاتې شو

غواړم خدمت ښه اراده مې چې بدله نشي
ضمیر مې هر وخت بوخت پر ځان وي، ښار له ما پاتې شو

له شهادت نه مخکې یو چا راته داسې وویل
تل دې په یاد زما ارمان وي، ښار له ما پاتې شو

که دې زما له ارمانو سره جفا وکړ‎له
زما به لاس، ستا به ګریوان وي، ښار له ما پاتې شو

علَم د حق په لور روان دی، کوږ کاروان سرہ نه
که خدای کول تل به دا شان وي، ښار له ما پاتې شو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx