ورزش

د انګلستان پخوانی توپ وهونکی د افغان ملي لوبډلې مشر روزونکی وټاکل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ زمری، ۱۴۰۱ل): د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او غوره توپ وهونکی جوناتن ټراټ د ملي لوبډلې مشر روزونکی وټاکل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې جوناتن ټراټ د افغان کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په حيث وټاکل شو چې د ایرلینډ پر وړاندې راتلونکې لوبلړۍ ته به له افغان ملي لوبډلې سره یوځای شي.

جوناتن ټراټ وروسته له هغه وټاکل شو چې د کرکټ بورډ له لوري ټاکل شوی روزونکی ګراهم تورپې له تېرو څو مياشتو راهيسې ناروغ و او ويې نشو کړای د ملي لوبډلې سره يوځای شي.

جوناتن ټراټ د انګلستان ټيسټ کرکټ مشهور توپ وهونکی دی حې په دې برخه کې غوره مخينه لري، او هم د روزنې په برخه کې کافي تجربه لري، خو دا یې لومړی ځل دی چې د یوې ملي لوبډلې لپاره د مشر روزونکي په حیث دنده پېل کوي.

۴۱ کلن جوناتن ټراټ په دې تړاو ویلي، «زه خوښ یم چې په نړیوال کرکټ کې د یوې په زړه پورې لوبډلې لپاره د مشر روزونکي په حیث د دندې فرصت لاسته راوړم، افغان لوبغاړي ځانګړې وړتیا لري او په خپل سټایل کې لوبه کوي چې کولی شي افغانستان ته ویاړونه راوړي».

جوناتن د انګلستان لپاره له ۲۰۰۹م څخه تر ۲۰۱۵م کال پورې ۵۲ ټېسټ لوبې ترسره کړې چې د ۹ سلیزو، ۱۹ نیمه سلیزو او ۴۴ اوسط سره یې ۳۸۳۵ منډې جوړې کړې دي. نوموړي همدا راز ۶۸ یو ورځنیو لوبو کې د ۴ سلیزو او ۲۲ نیمه سلیزو په شمول ۲۸۳۸ منډې جوړې کړې دي.

هغه په خپل وخت کې داسې یو لوبغاړی تېر شوی چې د اوږدې مودې لپاره د توپ وهنې او لوی اننګز جوړولو وړتیا لري، چې دا به د افغان توپ وهونکو د اساسي ستونزې په حل کې مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به په اګست میاشت کې ایرلېنډ ته د ۵ شل اوریزه سیالیو لپاره سفر وکړي چې نوموړی روزونکی به ورسره د مشر روزونکي په توګه دنده هم پیل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx