افغانستان

د دولت په ملاتړ د ټویټر کمپاین تر ۱۳۰ زره واوښت

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱زمري، ۱۴۰۱ل): د خواله رسنیو فعالانو د دولت په ملاتړ د همکارۍ، حمایت او خواخوږۍ په پلمه په ټویټر کې په پښتو، دری، انګلیسي او عربي ژبو بېلابېل موضوعات تر «AfghansSupportTaliban#» هشتاګ لاندې خپاره کړل.

دوی د دولت لاسته راوړنې، تر خپلواکۍ وړاندې نا مناسب وضعیت او د طالب سرتېرو قربانۍ، سرښندنې او تکالیف تر دې هشتاګ لاندې خپاره کړل، چې په کمه موده کې په ټرینډ بدل شو، چې د دې خبر تر لیکلو په ۱۳۱ زره کې چلېږي.

د فعالانو په وینا دا ګام وروسته له هغه واخیستل شو، چې ګوت شمېر بهر مېشتو مرورو افغانانو په فیسبوک کې د ملي راډیو تلویزون او باختر اژانس پاڼو په تړل کېدو سره په ټویټر کې هم د دولت او د دولت د ملاتړو د حسابونو د بندېدو غوښتنه وکړه.

تر دې وړاندې هم د ځينو لوېدیځو پوهنتونونو څېړنیز راپور کې پر دې اعتراف شوی و، چې خواله رسنیو کې د طالبانو فعالیت د هغوی تر نظامي فعالیت کم نه و.

د دې پوهنتونونو د څېړنو پر بنسټ، کله چې طالب سرتېري کابل ته ننوتل، په یوه لاس کې يې ټوپک او بل لاس کې يې موبایل و.

یاده دې وي دا په داسې حال کې دی چې د جهادي بهیر ډېری فرهنګي فعالان دولتي مسؤلیتونه هم لري او په خواله رسنیو کې خپل فعالیت خورا کم بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx