نظــر

د مسلمانانو ټولنه دې د اسلامي ټولنې په شکل راښکاره شي

امرالله عمران

هر هغه ټولنیز عمل چې د اسلامې ارزښتونو سره ټکر ولري هغه که په هر وخت کې وي په هر شکل په هر نوم او هر ډول مفکره لاره او د ستور وي د جهالت لار او دستور دی، اسلام او جهالت دوه بیلې لاري دي، نو ځکه یا به اسلام حاکم وي، یابه جهالت دا چې اسلام او جهالت دی دواړه ومنل شي، حاکمیت دی د جهالت وي او فردي اعمال دي د اسلام وي دا تصور مردود، او انحراف دی.
لکه چې قران کریم همدې حقیقت ته اشاره کړي( أفحكم الجاهلية يبغون ومن أحسن من الله حكماً لقوم يوقنون ) المائدة/50
ژباړه : (نو ایا دوی د جاهليت ( د زماني ) حکم غواړي ؟ د يقين کوونکو خلکو لپاره بل څوک تر الله جل جلاله ښه حکم ورکولای شي ؟)
نو تر هغې چې مسلمانه ټولنه د اسلامې ټولني په شکل کې راښکاره نشي، د ژوند په خوند به پوهه نشي، او همداسې به د نورو د ارزښتونو او خرافاتي مفکرو په ګرداب کې تاویږي.
لکه ننۍ مسلمان چې همداسې سرګردانه دی، په بازار کې د کپیټلیزم نظریې پسي روان دی، په حکومت کې د د یموکراسۍ اکثریت پسي شوی، په قضا او قانون کې بیا د وضعي قانون شاه یې نیولي دا ټول هغه څه دي چې نن مسلمان یې د خپل شرعیت نه ډیر لري کړی، او یواځې تر نومه پوري یې محدود کړی.

پس افغانانو ته بیا د لسیزو یو فرست او د ازادۍ او اسلامې نظام یو لوی انعام ورکول شوی، هغه انعام چې د نړۍ مسلمانان یې د ارمان اوښکې تویوي، موږ افغانانو ته پکار دي ددې لوی نعمت شکر ادا کړو، هغه دا چې هر هغه څه چې د اسلام د مبارک دین سره موافق وي هغه رد نه کړو او هغه څه چې د اسلام سره ټکر ولري د هغې د هیڅ نظریې او ایزم سره غاړه کږه نه کړو،(جوړجاړی) ونه کړو کنه د نعمت د کفران سره به خدای مکړه یوځل بیا له دې ستر نعمته بې برخې، او په دې لاره کې ترسره شوي قرباني به مو له خاورو سره خاوری شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

دا کیسی په کرلو نه ارزی، دا د مرگ کیسی دی ورکی شی !!

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx