ټولنیزه برخه

زده کړيالانو!

نياز محمد فيضي

مبارزه یو مقام دی، په دې مقام ڪې پاتې ڪېدل هغه وخت شوني دي، ڪله چې ستونزو ته ښه راغلاست ووایې، هرې ستونزې ته د امتیاز او فرصت په سترګه وګورې، د ستونزو پر وړاندې درېدل لویه سینه او ڪلڪ هوډ غواړي؛ تاسو پوهنتونونه مه پرېږدئ، بېړنۍ پرېڪړې مه ڪوئ، تاسو ته چې هر څوڪ دا خبره ڪوي: چې تعلیم په درد نه خوري، دا د تنګ نظرو او لنډ فڪرو خلڪو ڪار دی، دوی اوس هم د خاندان خولۍ ته ګوري، ته یې بې دلیله ومنه، چې علم د هرې بریا ڪیلي ده؛ د سختیو پر وړاندې وجنګېږه، د پخوا په شان لګښتونه مه ڪوه، یوه ورځ یې سپوره وخوره، په زړو جامو او بوټونو مه شرمېږه، په دې وشرمېږه، چې زدڪړې درنه پاتې ڪېږي، په ڪمو امڪاناتو موخو ته رسېدل به دې یوه اتلولي وي؛ له هر چا د مرستې تمه مه ڪوه، یوازې رب اسره ڪړه، ډېر مه عاطفي ڪېږه ، بیا ژوند درته سختېږي، دا هم ومنه ، چې د لویې سختي تر شا لویه بریا شته، مبارزه ژوند وګڼه او هیلې دې تاندې وساته. خوشال بابا وایي:
ښه ځوانان به خپل هوډ پرې نه ږدي له لاسه
ڪه یې سر شي د خوني زمري تر زامه

 

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx