نظــر

د علماوو پر غونډه؛ او د امیر په وینا یؤ لنډ مکث!

لیکوال: استاد زمان مزمل

راغلی امنیت او نسبي ثبات هغه څه دي چې افغانان یې باید غنیمت وګڼي او همدغه بستر د سیاسي مثبت تحول لپاره باید انتخاب کړي.
که څه هم راغلې جرګه د قوي امنیت باوجود په ډزو وګواښل شوه او طالبان یې پوه کړل چې په غر او ارګ کې موقعیتونه متفاوت وي ولې بیا هم روانه غونډه یوه تجربه وه.
ولیدل شي چې طالبان یې د بلې لپاره مثبته ارزیابي کوي که منفي؟ ولې دا ځل طالبانو غونډې ته ایله پیسې ورکړې هغه پیسې چې تر دغو یې په ملت کې لس برابره نور وږي او بېکاره مستحق وه دا د طالبانو په اسلامي سیاست کې د دربار د څربولو اولنۍ نخره وه، بیا هم ولیدل شي چې دغه عزیزه جرګه به افغانستان او طالب ته په خپله همکارۍ او کردار کې څه ورکړي، کنه کم له کمه د سیاست په میدان کې د دومره لوی عدد علماوو او مشرانو راټولول پکې اوله تجربه وه.
دا هم طالب مشرانو پکې زده کړل چې ددومره لوی عدد ملایانو او قومي مشرانو په راټولېدو بیا هم په استثناء د څو کسانو چا د طالب په وړاندې حساسو اجنډاګانو ته هیڅ اشاره هم ونکړه آن هغه د نجونو د مکتبونو حساسې او پرانیستې قضیې چې ټول ورته منتظر ول او هر چا فکر کاوه چې دا د زر حل غوښتونکې لانجه به په دغه جرګه کې همغږ او هم حل پیدا کړي دا ونه شول ولې هغه چې طالب له جرګې ټول کړل هغه ددغو چوپو جرګو د لونګو درمن وه چې ملایان همدغسې بې غوغا جرګو پسې پل اخلي.
منم چې په بحران کې بې غوغا جرګې مناسب وي ولې هومره بې غوغا نه چې پر ملي مسایلو باندې آن د بې غوغا بحث جرأت هم ونلري.
تېره جرګه د ارګ او ملت په منځ کې د امیدواریو او مایوسیو هغه سلسله لري چې که طالب مشرانو یې تر دغې پر بله تر دې لنډه او جدي جرګه کې اندیښنې او مایوسۍ پورته نکړي افغانستان به د بلا انقلابونو او جهادونو په تېرېدو بیا هم هماغه د سعودي،عربانو او نورو په شان ایله د چوپو خولو ملت ولري چې نه به د ایران د مداخلو سره حساس شي او نه به د امریکا د هجومونو سره.
په همدې مناسبت موږ په جرګه او ویناوو او د بیا د امیرالمؤمنین په وینا لنډ راګرځو چې طالب چارواکي د خپل تحول په اړه هغه څه چې خلک یې اخلي … ارزوي … هغه هم واوري.
موږ د طالب د خفه کولو پسې نه یو … زموږ موخه پکې د نظام تخریب ندی … موږ پکې په هماغه ایمان او تصور انځورګري کوو چې عبدالملک بن مروان د خپل سیاست او لنډ زړښت په اړه ویلې وه:
ږیره مې د جمعو خطبو سپینه کړه.

د چنګاښ لسمه؛
د ازاد کابل دویم سهار:

بلا میاشتې شوې که رښتیا مې پوښتې د اسلامي امارت د مخکښ تحول مشر خبرو او وینا هومره دروند انتظار ملت وکیښ چې زما غوندې په عجولو افغانانو یې ورځ لکه میاشت داسې تېرېده.
زه چې په دې هېواد کې د مانادار جهاد او بې مانا ناروا جګړو برګ تحول له ځمکې ناهیلی کړی وم او د امریکا د صلیبي هجوم په تیاره پړاو کې مې د بېوسو کونډو، یتیمانو په سر او د هغوو مجاهدینو د کورنیو او کورونو په سر چې صفر یک، صفر دو او د امریکا کاوبای وحشي عسکرو هر ماښام د مرګ ورېځې لیدلې چې د اوښکو او د وینو برسات جوړوي.
زه په دغه اوږده پړاو کې د همدغو عزیزانو د وروستۍ کامیابۍ سهار هیله مند کړی وم چې ددغو بې نظیرو قربانیو او بې وسي مظلومیت پورته د هغوي د سنګر او پناه کَور مسلمانو کلیوالو، بانډچیانو، نارینه او ښځو یې له طالب سره د ایماندارۍ امتحان د خپل کور په تنګ افق کې ورکړ د چاپو لوی لوی محشرونه یې تحمل کړل او تر هر چا یې ښه ایمانداري وښودله، زه ددغسې په ترخو پېښو بار تحول کې د مجاهدینو د فتحې انتظار هیله مند او امیدوار ساتلی وم.
خدای ته اسانه وه که څه هم شل کاله پرې تېر شول د ترخو پېښو زور یې د سنګر مجاهدینو ، د زندان بندیانو او د هغوي حامي کلیوالو او سپین سرو بېوسو میندو او پلرونو وګاله دغه عزیزان چې د راپور… عکس العمل ترورېزم … القاعدې … او له هر څه یې د ذهن صفحه پاکه وه.
دغو عزیزانو د مرګونې محاصرې په دننه کې د خدای په دې ظالمه نړۍ کې د خلاصون او ملګرۍ هیڅ نه درلودل آن کله کله د هغو مړو جسدونو د پورته کولو لپاره هم؟؟.
بیاهم د وحشت دغه کنګل په قطر کې د امریکا او طالب په تړون مات او د سنبلې په لسمه د قیامت قیامت ماښامونو وروستي سهار کې طالب کشران د ازادۍ په کابل ور ننوتل او دا د دویم جهاد لومړی سهار وه.
خدای خبر چې په دې ملت کې به د ازادۍ او طالب ته منتظرو افغانانو څومره د تلویزیون توکمې وهلي وي … له ما او یؤ بل نیمه لوستي به یې پوښتنه کړې وي چې امیرالمؤمنین کله ددې ازادۍ افتتاحیه وینا ملت ته اوروي … او کله  به راښکارېږي… او هغه ورځې همداسې وې د ډېرو خلکو په زړو کې خوشحالۍ نه ځایېدې او ډېر هم د شل کلنې معما د حل منارو ته سترګې په لاره وه.
ما مخکې فکر کاوه چې تر هر څه به مخکې جرګه جوړه شي او امیرالمؤمنین پکې خپل ملت ته وینا واوروي … بیا دویم ځل خو مې غوڅه امیدواري وه چې د کابینې د جوړېدو په اعلان کې به د تحول هلال رابره شي.
د همدې ځایه ما چې د دیموکراسۍ په تآثر په خپلو لوڅو لیکنو او خبرو کې بلکې د طالب مشرانو سره په ملاقاتونو کې دوي ته د همدې خبرې تر سلو زیات پېغورونه ورکړل چې امیرالمؤمنین به ددې عزت د ورځو په قضایې راګرځولو کې څه خوند لمس کړي نن چې شیخ صاحب خپلو خلکو سره د عزت په سهارونو کې نه ویني … نه غږېږي … او نن چې ددې غوړېدلي امنیت په اختر اختر افغانستان کې خلک او سیمې نۀ ویني دا خو د بل وخت د قضایې چانس نلري … دا ورځې همدا ورځې دي … نه د ورځو رڼا پکې همداسې خپله ځلا ساتلی شي او نه د خلکو انتظار.
بیاهم ددغومره ورځو وروسته د اول ځل لپاره د افغانستان امیرالمؤمنین د علماوو په جلسه کې علماوو او د افغانستان خلکو ته خپله پارونکې وینا واوروله او زه خوارکۍ پکې فکر کوم چې ماته د سرطان لسم د ازاد کابل دویم سهار وه.
زه پوهېږم چې د امیرالمؤمنین خبرې که په تېره سنبله کې ملت اورېدلې وې تر دې به یې موج او تُون خوږ او ښاغلی وه ځکه د خلکو په انتظار ډېر څه راپرېوتل او د پېښو تسلسل پکې ډېر پیکه ماښامونه هم له ځان سره راوړل.
زه چې بحران او د زمانې برګ سیر ستړی کړی یم، زړه ته تسل ورکوم  چې تېرې یوولس میاشتې ټولې د یؤ سهار مانا وه چې د طالب لښکرې پکې کابل ته ننوتې او دا ټول وخت موږ په لله الحمد تېر کړ.
نن چې له تلویزیون او ښکلي کابل نه د امیرالمؤمنین خبرې اورم دا مې د سجل په حساب دویم سهار حساب کړ په دې مانا چې نن زه او زما غوندې نور ساده لوحي له زړه پوه شول چې افغانستان شکر دی امیرالمؤمنین لري او لله الحمد ژوندی دی.
که امیرالمؤمنین لس میاشتې مخکې په افغانستان کې د وضعیت مطابق تکرار غږېدلی وای له خلکو سره یې لیدلي او کتلي وای او  اجراآت یې تعقیب کړي وای، باور لرم چې شیخ صاحب به دا خبره چې ویل یې په ناخوښه ډله کې یوه ورځ هم نه پاتې کېږم، حتماً به یې ددې خبرې په ځای د طالبانو د اسلامي تحریک پر ځای همدغه ملي محور چې حکومت یې تمثیلوي دغه به یې په دې یوولس میاشتو کې د افغانستان د ښو او بدرګه شخصیتونو بلکې د ټولو ډلو مرجع او کور ګرځولی وه.
همدا کار به سبا وکړي او یا بل سبا، خو هغه مهال به یا تر دې پیکه راشي او یا به یې ملت ښه استقبال نکړي.
د امیر دا خبره ډېره قیمتي خبره وه که نننی په ارګ مسلط طالب خپل ډله اییزه واکمني هېره کړي او د امیر د خبرې په حساب چې ویلي وه موږ حاکمان نه ،خادمان یو ، نن به دوه میلیونو خلکو  د کابل په واټونو کې د امریکا پر ضد نعرې وهلې چې طالب په رسمیت وپېژنئ.
زه باور لرم د طالب د پنځه کسیز هیئت چې پر افغانستان د اعتراف لپاره سرګردان دی نن د مخالفینو په حساب د هغه په خلاف سل نور هیئتونه او جرګې فعالي دي چې په دې بې صبره سیاسي مشرانو کې امریکا او غرب ته وایې پام؟چې طالب په رسمیت ونه پېژنئ.
موږ په دغسې افغانستان کې ژوند کوو چې یوه ډله ارګ ته راشي شل نور یې په سفارتو ګرځي.

د امیر وینا؛
او پکې د بخښنو او ګواښونو جذر و مد:

د امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخوندزاده صاحب وینا مې په داسې کوټه کې واورېدله چې مزاحم غږ پکې بېخي نه وه او که رښتیا مې پوښتې پس له دېرشو کلونو مې ایله چې د یؤ مشر خبرې بشپړې واورېدې او په دې مې واورېدې چې د اوږدې ناهیلۍ وروسته مې ددې راغلي تحول په نیک شګون واورېدې.
افغانستان همدغسې تجربه ده چې د سیاسي حل عاجزو مشرانو ته پرون هم کم فهمه او بلې صاحبان پاتې کېدل او هوښیاران پکې د یؤ بل او د یؤ داسې هوښیار په لټه کې کېدل چې د بحران اور ته د پټرولو په ځای اوبه او اور وژونکي ولټوي.
دا اول ځل لپاره مې د یؤ امیر خبرې واورېدې او په دې مې واورېدې چې امیر مخامخ د منبر مخکښ وه … او په دې خاطر مې واورېدې چې د ناټو د ماتوونکي مشر خبرې دي … او په دې مې واورېدې چې د هغه ټیم او لښکر په خپلو کې لا اخته نه شو … او په دې مې واورېدې چې د وږو او بېکارو لپاره به بلکې د دنیا سره د یؤ مجاهد افغانستان د پیوند او همکارۍ راز او پیغام به پکې واورم.
د اورېدو په منځ منځ کې مې وویل چې کاشکې دا سپینه او تونده وینا مې د مبارزې “1351 هـ”  او یا د “1361 هـ” کلونو کې اورېدلې وې، هغه مهال چې زموږ ځواني وه … او له توندو خبرو سره عادت شوي و …
د امیر وینا لوڅه، پاکه او سپینه وه ،ددنیا د لویو قدرتونو په اړه په تېره د امریکا په اړه ډېره سپینه او سپوره وه.
که څه هم د ګاونډیانو په اړه مې په مشخص ډؤل د سپینې او سپورې څرګند ونه لیدل خو بیا هم د شیخ صاحب وینا په عمومیاتو کې او په هغه تعبیرو کې چې د چا په اشارو نه ځو واقعا سپینه او لوڅه وه.
موږ چې د تېر جهاد پر افراطي سوچ متهم و بیا مو هم د بحران نه د وتلو په خاطر هیله کوله چې ناټو ماتوونکی امیر به د امریکا په وتلو جدبات قابو کړي امریکا او ټولې دنیا سره به د ګډې همکارۍ او د ازاد افغانستان د تسلیمېدو خبره په علمي لهجه له سره ډیزاین کړي ځکه تېر شل کلن جهاد کې امریکا له افغان مجاهد طالبانو په عمل او خبرو کې پوره سپورې واورېدلې او هغه مهال یې وخت او ځای هم وه.
اما نن چې امیر په کابل کې دی همسایګان او ترهېدلې نړۍ له دۀ هغه مصطلحات او توري اوري چې دنیا قانع شي چې امارت د ګوذارې نظام دی.
همداسې د شیخ صاحب خبرې د افغانستان د پرونیو او نننیو مخالفینو په اړه د بخښنو او ګواښونو په منځ منځ کې روانه وه.
په دې کې شک نشته چې د طالبانو عمومي عفوه او کابل ته د طالب د راتلو ورځې د دنیا د فاتحو جګړمارو په حساب تر حریفانو ډېره د زغم او د لوی افق ورځې وې.
ولې دا چې امیرالمؤمنین په همدې پیرزوینه بسنه ونکړه او د خبرو لهجه پکې ګواښونو او د طالب په انحصار کې د هغو بلاوو،زرهاوو، سلهاوو د وړو او لویو چوکیو د ساتلو او مخالفینو ته هغوی د برخو او یا چانسونو ورکولو پر قلف پیرزوینه ودرېدله نو انسان پوهېده که امیر دغه وینا د ازادۍ په اول سهار کې کړې وای ګواښونه به پکې حذف پاتې شوي و او که بیا د یوولسو میاشتو وروسته پکې ګواښو ته تللی وای خو دومره توندو ګواښو ته به نه تله او که تللی هم وای نو پرګنو به فکر کاوه چې د امنیت په راغلي اختر کې یې هغه په ګوته کړل چې اوس هم د شر او فتنو په توکمو لاس وهي.
یوه بله چې شیخ صاحب د خپل یوولس میاشتني امارت په اړه او د طالبانو او بیا د چوکۍ د حق د اداء کولو په اړه وه په دې اړه د شیخ صاحب د خبرو وضاحت او توندي تر ډېره حده په ځای او مناسبه وه ولې دغه حکومت چې د الف نه تر یا پورې پکې طالب شین دی او د طالب مخالفین پکې آن د کرزي، حکمتیار او نورو سوله اییزو شخصیتونو په سطحه نه شریک دي، نه مطرح دي، دې له شیخ صاحب تر هغه چې وې کړلې یا خوږې خبرې غوښتل او یا خوږ عمل.
په تېر سېکولر نظام کې موږ کابلي طالبانو په وار وار ارګ مخاطب کړی چې د جنګ د خاتمې په خاطر او د سولې په خاطر باید طالبانو ته د څو ولایتونو واک ورکړي.
نن د طالب په واکمنۍ کې موږ له دې چوپ یو چې خیر دی قربان! څو ولسوالۍ خو مخالفینو ته هم ورکړئ او یا هغو مخالفینو ته چې د خپلو ډلو په ځای نن طالبانو ته په حرمت او احترام قایل دي.
یوه چې شیخ صاحب یې باید هېره نکړي هغه دا چې هغه نن د ازادۍ د دویم سهار وروسته که د ټولو مسلمانانو نه وي نو د ټولو افغانانو امیرالافغانین ده هغه باید هر افغان خپل هېوادوال او د ملک سړی وګڼي او هاغسې یې مخاطب کړي لکه د یوویشتمې پېړۍ نور نړیوال مشران چې خپل ولسونه مخاطب کوي.
په نننۍ دنیا کې چې مشران انتخابات وګټي مشران پکې په اوله نعره کې غږ کړي چې زه د ټولو رئیس جمهور یم.
دویمه دا چې شیخ صاحب یې باید ډېره ژوره تر نظر لاندې ونیسي هغه همدا ده چې شیخ صاحب نه پرونی پاچا، نه پرونی رئیس جمهور او نه د پېښور پرونی امیر ،مشر ،رهبر دا یؤ هم ندی هغه په یؤ سوچه او ستانه عنوان او لقب امیرالمؤمنین دی.
په همدې حساب یې خپله وینا واوروله ،خلک له هغه همدغسې څه غواړي چې ولس یې له تېرو سره پرتله کړي او له زړه پوه شي چې واقعا دا نو امیرالمؤمنین دی، نه پاچا، نه رئیس جمهور،نه پېښور امیر.
ځکه دا لقب د د څوارلس سوه کالو مخکې یوې مقدسې بوخچې نه را ایستل شوی او ددې سره ځان عیارول پکار دي.
منم چې جلسې ته د امیرالمؤمنین راتګ واقعاً بې غوغا او بې تشریفاتو وه او دا هغه څه دي چې موږ ورسره عادت نه و او واقعا یؤ اوچت سلوک وه او بیا موږ ته چې د مافیا ډلو مخکښانو پرون پکې خپل دفتر د کاروان موټرو په تېرېدو حامله ښځې په لارو کې په نامناسب مقدر واړولې او د جعلي وزیرانو لپاره به واټنونه او سرکونه ساعت ساعت قلف او کیلي وه تا به ویل یؤ ناپلیون افغانستان ته را روان دی.
ولې امیرالمؤمنین دا هم باید د زړه په غوږو واوري چې افغانستان کې لا یؤ معترف بهِ حکومت ندی راغلی.
لوږه یې، بېکاري یې، بې سرپرسته کورنۍ یې، بې کوره او مهاجرین یې هر یؤ یې په دنیا کې ریکارډ ماتوي.
بیاهم په پرونیو چوکیو ناست خلک آن تر شیخ صاحب پورې، نه د خلکو د لیدو اساني لري او   نه د عرض او داد بې پیرداره خلاص دربار.
پرون موږ هغه پېښوري رهبرانو ته د سهار په پېښه کې کولای شول چې مازدیګر ځان ورسوو، ولې د شیخ صاحب په امارت اسلامي کې د رئیسانو لیدل شل واسطې او مخکې له مخکې بلا تیلیفوني وعدې غواړي د وزیرانو او خپله د امیرالمؤمنین لیدل خو افسانو ته ورته ده.
حال دا چې زموږ د مخکې تاریخ امیرالمؤمنین نه دربار درلوده او نه درجن درجن بارډیګاردان. خلک له امیرالمؤمنین نه هیله کوي چې د سېکولرو د vip تشریفاتو پرنډ کَور د وزارتونو او ریاستونو له دروازو پورته کړي.

په شورا او جلسه؛ یؤ مکث:

راغلې شورا ملت شموله نه وه هماغه د زاړه حکومتي روتین په حساب حکومتي چارواکو انتخاب کړې وه.
منم چې ډېر عزیز او قابل قدر مشران پکې حاضر وه ولې هومره چې حاضر وه دوه برابره پکې نور نه لیدل کېدل او هغه پکې نه لیدل کېدل چې هغوي خبره درلودله او د ملک وحدت پرې تأمینېده او د ډېرو فتنو او مخالفو خولو اواز پرې چوپ کېده، هغوي چې خبره درلودله د ملت په مسایلو یې د خبرو جرأت درلوده له هغوي ډېر پکې ناسوب وه.
هغه چې پکې حاضر وه هغوي ته یې حضور یوه فتحه وه.
د شورا غړو پرته له څو ویناوالو ټول او یا زیات یا د هماغه انتخاب د احسان لاندې وه او یا د هماغه پنځوس زره افغانیو پاکټ د احسان لاندې وه، ته وااا مخکې چا خبر کړي وه.
امارت او شریعت چې توضیح او تطبیق یې د امارت د مشرانو په واک کې ده هغه ددې مانا نه ورکوي چې په هېواد کې او د بحران ځپلي هېواد په اوچته کچه شوراګانو کې یا دومره چوپ او بې اندېښنې کسان راټول شي، چې نه په بیرغ وغږېږي، نه په پارلمان، نه د قومونو په منځ کې د قدرت د توزیع او نه د واک په انتقال ،نه پر وږو او نه پر بېکارو.
محترم شیخ صاحب! موږ په افغانستان کې په عادي حالاتو کې ژوند نه لرو چې د طالب د مشرانو په حساب راغلی حالت کَور کړو او فتنې راویښې نکړو فتنې لا ویدې ندي د ځواکمنو دولتونو د محاصرې فتنه ، د لوږې فتنه، د بېکارۍ فتنه او د پخلاینې په دروازه د حیران ملت او پرګنو فتنه.
بیاهم په جلسه کې د ځینو مشرانو ویناوې ستنډرډ ویناوې وې.
د هېواد محترم دفاع وزیر وینا که څه هم لنډه وه رښتیا هم چې د یوه مشر وینا وه مخکې له دې هم چې کله ملا یعقوب صاحب خلک مخاطب کړي د وخت تقاضا او د خلکو زخمي شعور یې پکې پوره مراعت کړی.
د خلیفه سراج الدین صاحب وینا تر ډېره د تحول د نهایې کولو وینا وه.
ډاکټر صاحب فاروق اعظم که څه هم مختصر وغږېد او د هغه لپاره پکار وه چې تر دې هم باید سپین وغږېږي ځکه چې د پېښور د مشرانو نه یواځې فاروق اعظم صاحب پکې چانس پیدا کړی وه خو بیاهم وینا یې د ملي اجنډا او د ملت د ګټو وینا وه.

د عقل دړ؛
او د امیرالمؤمنین د درنو خبرو وزن:

مخکې مې وویل چې کاشکې دا وینا موږ په پنځمه لسیزه یا شپږمه لسیزه کې اورېدلې وه او که مې رښتیا پوښتې د امیرالمؤمنین وینا د هماغو کلونو په حساب د یوه پاک او باایمانه مسلمان وینا وه.
د مسلمانۍ پکې نور څه پاتې نه وه او د هغو کورنیو لپاره چې د امریکا پر ضد یې عزیزان قرباني کړي د هغوي لپاره د کاپور مرهم واا.
امریکا او غرب ته چې په نړۍ کې یې د فتنو او  جګړو کروندې جوړې کړي همداسې وینا مناسبه وه.
ولې د بده مرغه چې زموږ محترم شیخ صاحب د یوه محتاج او بېوسي ددنیا همکاریو او دنیا سره روغې جوړې او همکاریو ته محتاج ملک مشر دی.
ددغسې ملت تمثیل مشرۍ له شیخ صاحب غوښتل چې خپله غوصه او د ایمان خبره تر دې یؤ قوي پړاو ته مؤقتاً په خپل ګوګل کې ریزرف وساتي.
دغسې امارت چې دنیا ورسره د مقاطعو او سیاسي جګړو په ژۍ ولاړه ده دا هغه وخت دی چې باید موږ دنیا سره د ملګرۍ ،تفاهم او همکارۍ خبره وکړو.
دنیا چې زیاته برخه یې د افغانستان سره   همکاریو پوروړې هم ده خدای خبر چې دا کاوبای امریکا په افغانستان کې ناکامه شوې نه وه چې په پاتې پلانو کې به یې سیاسي نخرو څه محشرونه جوړ کړي وای.
افغاني مشران باید په جرأت خپل ګاونډیان ،لرې ګاونډیان او ټوله نړۍ د افغانستان سره د همکاریو په غږ مخاطبه کړي او د اسلام په نمایندګۍ د دنیا سره د تللو او همکارۍ غږ پورته کړي ځکه اسلام او امریکا همدا تفاوت لري.
دنیا د امیرالمؤمنین له عنوان نه هغه څه فهموي او هومره ورسره حساسیت لري چې د افغانستان لومړنی عزیز امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد صاحب رحمه الله یې په فتنو او دسیسو کې یؤ باثباته افغانستان ته د رسېدو لپاره پرېنښود.

افغانانو؛ ته یوه وړه مشوره:

پنځوس کاله وشول چې موږ پکې د ډلو او رهبرانو احترام د پرستش حد ته پورته کړ او بیا په دې هېواد کې باضمیرو خلکو او د ملت هوښیارو او ویښو خلکو دا ډلې او رهبران خپل حجم ته راښکته کړل بلکې د صفر همسایه یې هم کړل او که طالبان د امریکا د ماتې پرته بله کارنامه لري هغه همدا ده چې په افغانستان کې یې د داخلي جګړو ټغر ورټول کړ.
یؤ څه چې پکې باید ووایو هغه دا چې د رهبرانو د اول او دویم نمبر رهبرانو پرته دا نور افغانان به کله د یؤ معیاري ملت تهذیب او روحیه بشپړوي.
همدغه شورا چې پرون یې وروستۍ ورځ وه دا واقعاً په افغانستان کې د قابل ملاحظه عدد محترمو علماوو، قومي مشرانو او داسې کم سیاسي مشرانو په حضور کې جوړه شورا وه.
مګر په درې ورځني بحث کې که ددوي ویناوې، ددوي جرأت او د خپل هېواد په اړه د اماناتو او د هېواد د ملي ګټو خبره چې معمولاً ددغه غونډې اجنډا وه په دې اړه هېچا مسایل جدي مطرح نکړل او نه هېچا جدي واورېدل.
که د شپږو میاشتو په تېرېدو په افغانستان کې وضعیت بدل نشي تاسې راته ووایئ چې د امارت د علماوو شورا او جرګه به له تېرو وړو او لویو جرګو سره څه تفاوت ولري؟
د تېرو جرګو خلک شرمېږي چې په خپلو سوانحو کې ددغو جرګو د غړیتوب خبره ولیکي.
د خدای په خاطر جرګو ته مسؤلانه راځئ او په ایماندارۍ ترې وځئ.
او ددغې جرګې نه د ولس طمعه دا وه چې کم له کمه د نجونو د مکتبونو له دروازو قلف او تنبې لرې کړي او یا د نیمګړي پخلاینې بلکې د راتلونکې تر دې قوي جرګې وعده ملت ته ورکړي چې اساسي مسایل به پکې د حل لاره پیدا کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Abdul Majid

مزمل صيب عمل او ويناوي دي هميشه دملت او وطن له درده کوي خو افسوس چه څوک ستاسي غوندي علمي شخصيتونو نه اوري تاسي خپله برخه کاردملت او وطن په خيرکوۍ دخداي نه مو سرلوړي، خوښ اوروغ غواړم اودلوي خداي په امان کي اوسۍ۰

عبدالوکیل ثاقب

دامیرالمؤمنین په پریکړه انتقاد نه کوو

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx