
ایران سره د ۳۵۰ زره ټنو نفتي موادو د واردولو هوکړه لاسلیک شوه
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ زمري، ۱۴۰۱ل): د ماليې وزارت وايي، له ایران سره د ۳۵۰ زره ټنو نفتي موادو د واردولو هوکړه د یو پلاوي په سفر کې لاسلیک شوې ده.
د دې وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د افغانستان د نفت او ګاز دولتي شرکت، د ماليې وزارت، د بهرنیو چارو وزارت، سوداګرۍ وزارت، د افغانستان بانک او نورم اوسټنډرډ ملي اداري استازیو ګډ پلاوي د نفتي موادو تر څنګ د ترانزیټ او سوداګرۍ اړوند هم خبرې اترې کړې دي.
د سرچینې په وینا د دې تر څنګ د دولت په دولت قرارداد، د نفتي موادو د پایپ لاین غځولو، ګډو تصفیه خونو جوړولو او اوږد مهاله هوکړو ترسره کولو اړوند هم بحثونه شوي دي.
په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د نفتي موادو د لوړې بيې له امله حتی ښاري ترانسپورتي چارو کې خلکو شکایتونه کول، د ماليې وزارت وایي دا هوکړه به د نفتي موادو د بيې په راټيټېدو مستقیم تاثیر ولري.
د اعلاميې له مخې په لنډو ورځو کې به د دې موادو را واردولو لړۍ پیل شي.