ادبي لیکني

فاعتبروا……. (کیسه گۍ)

حفيظ الدين پيرزاده

وزیر گل راته کړ‎ل: په لیني موټر کې ښار ته روان وم، پر چیک پواینټ پولیسو موټر ودراوہ. یو ملا صیب را پورته شو، له ټولو مسافرو څخه یې په خورا نرمه لھجه پوښتنې کولې، خو د ملا صیب اواز ھغه مھال اوچت شو چې په مخکې سیټ کې ناستې زنانه بې له شرعي محرم څخه سفر کاوہ!
ملا صیب ھغې ته وویل: ته پوھیږ‎ې، بې شرعي محرمه سفر ناروا دی! که بیرته کلي ته لاړ‎ہ نشې، سزا به ووینې!
ښځې عذر کاوہ، ویل یې: ناروغه دہ، محرم نه لري، ډاکتر ته روانه دہ!

د ملا صیب لھجه نورہ ھم تندہ شوہ، ښځې ته یې په لوړ‎ اواز وویل: که ھمدا اوس بیرته لاړ‎ہ نه شې، نو شرعي سزا به ورکړ‎ي!
د لیني موټر له شاته سیټ څخه یوہ د پاخه عمر کلیوال چې غالبا ملا صیب یې پیژاندہ، د ھغه د نوم پر اخیستو پر غږ‎ کړ‎ل:
یه ملا صیب پلانکیه!
دې خور ته باید دوہ ځل سزا ورکړ‎ې! دا یې لومړ‎ی ځل نه دی چې شرعي حدود ماتوي !
که تاته یاد شي! تیر کال د چاپې پر مھال، ھمدې بدبختې تا او ستا مجاھدینو ته پخپل کور کې پناہ در کړ‎ې وہ!
ھغه مھال ھم شرعي محرم ورسرہ نه وو!!!

تر دې اخوا په وزیر گل کې د کیسې کولو او په ما کې یې د اوریدلو توان نه وو! ما اوږ‎دہ سا را کاږ‎له او تیلفون مې بند کړ‎!
_______________________________________

حفیظ الدین پیرزادہ
د جولای ۲۳/ ۲۰۲۲ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ. حضرت

لبته په بل حساب دا ښځی پنځه ځله د ګناه! مرتکبه شوېده:
۱- ډاکټر ته تګ.
۲- مجایِد ساب ته په کور کی د پناه او خواړو ورکړه.
۳ – د ډاکټر د ځای یا همدا د کوزېدو له ځای څخه بیرته کور ته تګ.
۴ او ۵ – د امریکائی په وړاندی د انګریز د ګټو د خوندی ساتلو پخاطر چهاد! !!!!!!.
البته
د وزیر ګُل د خبرو په استناد.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx