شعـــــرونه

دا موږ څومره زړه ور يو!

مولوي محمدصادق طارق

دا مـوږ څومـره زړه ور يو
چې خوبونه مو تعبيـر کړه!
ستر مزلونـه مو تر شا شوه
رباطـونه مو تفسيـر کړه!

دا مـوږ څومـره زړه ور يو
چې غمونه لا زغمى شو!
د ناخوالو په کيږدۍ کې
مراندې بيرته ټېنګوى شو!

دا مـوږ څومـره زړه ور يو
د سرو ويـنو په تالاب کـې
لار مو پرانيسـته بدلون ته
د ســرونـو انقلاب کـې!!

دا مـوږ څومـره زړه ور يو
چـې د وينـو په باران کې
رانه لارې ورکـى نه شوې
د تيارو په تور آسـمان کې

په تيارو کې مو څرګند کړل
خپـل د هيـلو څراغـونه!
لا مو ژوند ورته ډالـۍ کړ
لا مو ويښ کړل زندانونه!

خـو راځـئ چې سـره ګالو
د وطـن پاتـې غمــونه!
سره يو کړو سره پوه کړو
دا پـاشـلې ولـسـونه!

داسې نه چې سره ورک شو
د غـرور په جـګو غـرو کـې
د خپل ځان په ځان ځانۍ کې
د خـپل نفْـس په غلـبلو کې

داسـې نه چې سره ورک شو
هر يو څـاري نفـسي چارې!
هر يو ځان ته من په من دى
ځـان ته بيلـي کانـدي لارې!

راســئ وګـورئ ملـګـرو!
لا آسـمان پرې ښائستـه دى
لا د ستور قـطار جــوړ دى
لا شيـطان پکې بستـه دى

لا په دښـته کې شنـې کيږي
صحرايې بوټـي او ترخـې
لا د لمر په وړانګو خـپور شي
د ځوځـانو سر کې پـرخې!

لا تـر اوســه ببـر بوټـي
شنه کيداى شي سپين سندريږي
شـنه نشـتر به جـګې غـاړې
د ګــودر پـه سـر دريــږي!

لا وطـن په هيـلو بار دى
لا فرصت د خپلواکۍ شته
راشـئ بيرته راستانه شئ
خـوږ مـفهوم د آزادۍ شته

راشـئ مـينه امتـحان کـړو
د ألفـت کـانکـور روان دى
د يـووالي پوهــنـځي کـې
د ورورۍ مضمــون آسان دى

راشـئ بيا مـقام تازه کـړو
د غزل په سـور او تال کـې
د خپل ژوند غـرور به څـارو
د تنديـو په شـنه خـال کې

دا وطـن زمـا او ستـا دى
داسې نه چې زما د پلار دى
بخت او تخت خو ويشل شوي
دغـه ژرنـده کـې هـم وار دى

راشئ بيا طارق ميلمـه کړو
د رنـدانو ميـــخانې تـه
محتسب او قاضي دواړه
رابلــو يـوې پــيالې تـه

فراه_مرکز (کوره ګز)
1443_ذوالحجه_24

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx