نړۍ

مصر: د غیرمشروعه شتمنیو په اړه د حسني مبارک د زامنو سره تحقیقات وسوله

GamalMubarakنن ټکی آسیا (مصر): د عدليي په وزارت کي د غیر مشروعي لاري د مال را ټولولو په ضد د مبارزې ریاست د پخواني ولس مشر حسني مبارک ددوو زامنو علاء او جمال مبارک سره تیره ورځ د هغوی د شتمني په اړه تحقیقات وکړه.

دوی دوه په دې تورن دي، چي خپل د پلار د وظیفې څخه په ګټه پورته کولو یې په غیر شرعي توګه ډیره شتمني جوړه کړې.

په دغه اداره کي یو جګ پوړي قاضي ویلي چي علاء او جمال مبارک په وزارت کي ددغي ادارې دفتر ته نه دي را غوښتل سوي، ځکه چي د غیر شرعي شتمني سره د مبارزې دفتر د عدلیې وزارت په ۷ منزل کي دی، او که دوی دواړه هلته را غوښتل سوي وای، نو ویره وه چي زیات خلک خبر سي، او ددوي دواړو په ضد څه اقدام ونه وکړي.

نومړي وویل چي له همدې وجي ددوي څو نفره تحقیقات کوونکي د (طره) زندان ته ورغله او هلته يې تحقیقات ورسره وکړه.

مصر غواړي چي ټوله هغه اموال او شتمني چي د حسني مبارک په دور کي واکدارونو د اداري فساد او په نورو لارو ټولي کړي وې، بیرته تر لاسه کړي، چي دهغوی په سر کي د حسني مبارک کورني هم ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x