ادبي لیکني

بغلان ادبي بهیر «د اغزیو ګرېوان» کتاب مخکتنه وکړه

راپور: بغلان ادبي بهير
بغلان ادبي بهیر چې له تېرو دیارلسو کلونو په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې فعالیت لري، نن یې د چاپ شوي اثر د لنډو کیسو ټولګې « د اغزیو ګرېوان » مخکتنه د درنو علماو، د پوهنتون استادانو او د لسګونه فرهنګي ځوانانو په شتون کې د یوې غونډې په ترڅ کې ترسره کړه.

« د اغزیو ګرېوان » اثر د عبدالوهاب مومند د لنډو کیسو ټولګه ده چې د کره کتنې حقوق یې بغلان ادبي بهیر پورې اړوندېږي، چې مخکتنه یې ترسره شوه.

د مخکتنې په پیل کې عبدالمبین صافي د غونډې ټولو برخه والو ته د ښه راغلاست ویلو سربېره د بغلان ادبي بهیر پر چټک فعالیت او فرهنګي بې پرې کارونو خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې دغه ادبي بهیر به لا قلموال ځوانان وروزي.
د مرکزي بغلان متنفذ سپین ږیری (انجینیر صاحب زلمي ظهیر) د ځوانانو د وخت په ارزښت باندې خبرې وکړې او پر ده یې ټینګار وکړ، چې ځوانان دې د کتاب لوست سره ځان عادت کړي.

استاد عبدالکریم حکیمي د اغزیو ګرېوان پر کتاب ګټوره او هر اړخیزه سپړنه وکړه او د خپلو خبرو په لړ کې یې وویل، چې یاد کتاب د ټولنې پر واقعیتونو ولاړ اثر دی چې د ځوانانو په ذهني رغوونه کې لا مفید تمامېږي.

عبدالوهاب مومند چې د (اغزیو ګرېوان) لیکوال دی، په خپلو خبرو کې وویل چې ددې ټولګې نوم هغه داستاني عبارت دی چې د کتاب له ټولو لنډو کیسو سره مستقیمه اړیکه لري. د یوه افغان غږ، غربت، پردېسي، زده کړه، ناسم شرایط، ناوړه رواج او نور… هغه موضوعات دي چې د دې اثر محتوا پر راڅرخي.
له تخار ولایت څخه راغلی مېلمه او د افغانستان د ځوانانو شبکې رییس (احسان الله عمران) وویل چې هیله لرم په راتلونکو کې مومند صیب (د ګلونو ګرېوان) تر نامه لاندې هم اثر ولري او د افغاني ټولنې هیله منې صحنې یې پکې خوندي کړي وي، همدارنګه عمران صاحب! د ځوانانو شبکې له لوري ۱۵ ټوکه بېلابېل کتابونه د بغلان ادبي بهیر کتابتون سره مرسته وکړه.

ددې ترڅنګ له کابل څخه اکسوس کتابپلورنځي هم د مخکتنې په غونډه کې د ډالۍ په ډول د بهیر یاد کتابتون ته ۵۰ جلده کتابونه رالېږلي وو.

د بغلان د اطلاعاتو فرهنګ رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د بغلان ادبي بهیر د غړي دغه هڅه وستایله او د یاد بهیر دولس کلن ادبي او فرهنګي فعالیت ته یې د بغلان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست له لوري ستاینلیک ډالۍ کړ، هاشمي صاحب د خبرو په لړ کې یادونه وکړه چې دا ځلي به مرکزي بغلان ته د یو عامه کتابتون د پرانېستلو هڅه کوي.

مصطفی هاشمي له لیکوالانو وغوښتل چې د ټولنې د اړتیا مطابق دې د واقعیتونو پر پوله داستانونه ولیکي چې د هر ډول بې عدالتیو، جبر، استبداد، تیري او د هر کفري ښکېلاک ظلمونه دې په ازادانه او نېغه توګه وغندي څو راتلونکی نسل ترې خبر او د خپلو مشرانو په اتلولیو ویاړ وکړي.

له کندز څخه راغلي لیکوال او د پردیس کلتوري او فرهنګي ټولنې مشر محمد اسلم رشیدي خوښي څرګنده کړه چې د هېواد په دې نازکو او حساسو شرایطو کې هم د بغلان ادبي بهیر غړي د کتابونو لیکلو په هڅه کې دي او پښتو ادب ته کار کوي چې دا د ویاړ ځای دی او پکار ده چې فرهنګیان د ورته همت په زیاتولو سره د فرهنګي ناستو جوړولو او د کتابونو لیکلو او چاپ ته دوام ورکړي.

د غونډې په دوام کې استاد سردار ګل قانع، استاد جمعه خان توخي، معلم وردک، مفتي ذهیر، سیاف زاخېلوال هم د یاد کتاب اړوند خبرې وکړې او قاري شېرعلي لیکڼ خپل خوږ ترنم ګډونوالو ته واوروه.

غونډه د بغلان ملي راډیو ټلویزیون امر مولوي صاحب سمیع الله یاسر نعماني په دعایې سره پای ته ورسېده.
درنښت
بغلان ادبي بهیر

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx