افغانستان

د نړیوال اتل علیحضرت احمد شاه بابا رحمه الله درې سومه کالیزه ولمانځل شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): د معاصر افغانستان د بنسټګر نړیوال اتل او مجاهد شخصیت علیحضرت احمدشاه بابا رحمه الله د زوکړې د درې سومې کالیزې په ویاړ په هرات کې دوه ورځنی سیمینار جوړ شو.
دغه دوه ورځنی سیمینار چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا د ولايتي اداري په مالي مرسته جوړشوی دی، له پرون راهیسې روان دی.
په دې سیمینار کې د هېواد وتلیو څېړونکو، علماوو او تاریخپوهانو خپلې مقالې او ویناوې واورلې.
په یاد سیمینار کې د ولسمشر حامد کرزي پیغام هم ولوستل شو، چې په یوه برخه کې یې راغلي دي: «…دغه ستر شخصیت وکولای شوای چې پخپلو پراخو فتوحاتو سره د هېواد پولې کلکې وساتي…»
په سیمینار کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د وزیر سید مخدوم رهین پیغام ولوستل شو چې پکې ويلي و: موږ په داسې شرایطو کې يو چې باید خامخا خپل تېر تاریخ مطالعه کړو.
د رهین په پیغام کې راغلي و چې علیحضرت احمد شاه بابا رحمه الله د معاصر افغانستان بنسټګر او د وخت یو مهم سمبالګر و.
په سیمینار کې د افغانستان د ملي راډیو تلویزون ریس زرین انځور بابا نه یواځې یو فعال او کامیاب سیاستوال وباله، بلکې د نوموړي په خبره بابا د یو عالي فرهنګ بې جوړې فرهنګپال و.
ویل کېږي چې د دې دوه ورځني سیمینار مقالې به په لیکلې بڼه خپرېږي او تر مینه والو به ورسېږي.
له بله اړخه په کندهار کې د بابا تاریخي اثار له ورکې سره مخ دي.
په داسې حال کې چې پرون د بابا د زوکړې په مناسبت په هرات کې د سیمینار د پیل ورځ وه، په کندهار کې د بابا تاریخي ځای د ملا جومات چې په کندهار کې د ملاشاجومات بلل کېږي، ونړول شو او پرځای يې د سوداګریز مارکیټ د بنسټ ډبره کېښوودل شوه.
دغه جومات چې د کندهار ښار د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې د بابا له کورسره نږدې دی. چې د سیمې د خلکو له قوله دغه جومات یو تن ایراني مېشتي افغان نجیب الله سروري ونړاوه او پرځای يې مارکیټ جوړېږي.
په کندهار کې مدني فعالان د دې ولایت په اطلاعاتو او کلتور ریاست غږ کوي چې د تاریخي ابداتو ساتنه دې وکړي.
لوی امپراتور او نړیواله هستې غازي علیحضرت احمدشاه بابا رحمه الله له نن پوره درې سوه کاله وړاندې په ۱۱۳۵ سپوږمیز کال کې په هرات کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې.
په پنځه ویشت کلنۍ کې يې پر سر د پاچاهۍ تاج کېښودل شو او پخپله پاچاهۍ کې يې څو ځلې پر هند یرغل وکړ، چې د پانې پت جګړه يې خوار مشهوره ده.
پر دې سربېره چې لوی امپراطور علیحضرت احمد شاه بابا رحمه الله یو زړور او با تدبیره سیاستوال و، ښه فرهنګي هم تېر شوی دی.
بابا د شعرنو یو دېوان لري او د تصوف اړوند هم د «علم ګنج» پرنامه یو اثر لري، پر دې سربېره يې عربي شعرونه هم ویلي دي.
ویل کېږي چې د بابا د زوکړې اړوند یواځې د هغه په ټاټوبي هرات کې دغه دوه ورځنی سیمینار د علومو اکاډمۍ له لوري جوړ شوی دی، چې هیڅ بسنه نه کوي.
افغان لیکوال او فرهنګیان په دولت غږ کوي، چې د داسې سترو هستیو په اړه باید په پلازمېنه کې د سیمې په سطحه سیمینارونه جوړشي، نړیوال يې پر شخصي او سیاسي استعداد خبر شي او باید بشپړه اوونۍ رسنۍ د بابا یاد او کارنامو ته ځانګړې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سباوون برئ

کرزیه ، مخدوم رینه ! شرم دی پر تاسو وی! تاسو حوک یاست چی به هغه افغانستان کی ،چس تهداب یی اټل احمد شاه بابا ایشې دئ او تاسو دهغه د دریسوه هم کال د زیږدو په ویاړ صرف بخپل هوایی بیغام اکتفاء وکړه؟ تاسو څوک یاست چی داسی ډرڼه غوندی ته د بیغام په استولو له درنښته لاندی اچوئ؟ شرم دی پرتاسو وی! تاسوته لازمه وه چی د یوه درنه او لوی هیات سره اصالتاً هلته تللی وایو پیغام مو څه معنی لری ؟ پیغام دهغه چا ارزښت درلود چی وزن یی درلودائ، دا څوارلس کاله ستاسو فاسد حاکمیت… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x