ټولنیزه برخه

موږک او موږکه «تمثیلي کیسه، ګټوره او خندوره تجربه»

حامد افغان

پوهنتون کې د بیولوژي استاد د شاګردانو مخته لوی قفس کېښود، د قفس منځ کې نر موږک و، د قفس یوه سر کې یې ډول خوراکي توکی کېښود او په بل لوري کې یې ماده موږکه کېښودله، نو نر موږک یې خلاص کړ او هغه د خوراکي توکي لور ته منډه کړه! استاد موږ بېرته خپل ځای ته بوتلی، بیا یې بل ډول خوراکي توکی کېښود، چې موږک یې خلاص کړ هغه بیا د خوراکي توکي لور ته منډه کړه. لنډه دا چې استاد څو ځله خوراکي شیان بدل کړل، خو چې موږک به یې خلاص کړ هغه به د ماده موږکې لور ته نه تلی د خوراکي توکي لور ته به یې منډه کړه.

نو استاد شاګردانو ته وویل: له دې تجربې دا پایله ترلاسه کولی شو چې ژوندي سرو مخلوقاتو کې د جنس په نسبت له خوراک سره مینه زیاته ده! دې وخت کې یوه شاګرد لاس پورته کړ او زیاته یې کړه: استاد محترم هیله کوم دا تجربه بیا تکرار کړه او د ماده موږکې پر ځای بله موږکه کېږده، ځکه دا موجوده موږکه ماته د دې موږک خپله ښځه ښکاري!! راوي زیاتوي: نر موږک برېتونه شخ کړل او دې شاګرد ته یې ځیر ځیر وکتل! بیا یې ورته وویل: افرین ځوانه! ته يواځنی شاګرد یې چې د درس په مطلب پوهیدلی یې…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx