ادبي لیکني

جهادي خاطرې له چاپه را ووتې

رحمت الله فیضان

شل کاله په ښکیلاک کې) دا د هغې جهادي خاطرو ټولګې نوم دی چي د حیات الله زاهد زاده مهاجر فراهي په قلم کښل شوي ده ،غواړم دا ټولګه او په دې ټولګه کې راغونډي شوي څو خاطري درسره شریکي کړم خو تر دې وړاندي را ځي د ټولګې لیکوال حیات الله زاهد زاده مجاهر فراهي و پیژنو ، نوموړی په کال ۱۳۵۸ لمریز کي د فراه ولایت د فراه رود ولسوالۍ د محمد زاهد اخند زاده په یوه روحاني او دینپاله کورنۍ کې دنیا ته را غلی ، د کورنۍ مشران یې تر دریمه پوشته ټول دیني علما تیر شوي دي ، ښاغلي مهاجر دیني زده کړي د کندهار په بیلابیلو دیني مدرسو کې تر سره کړي دي ا ود فراغت سند یې د کندهار له فضلیه مدرسې څخه تر لاسه کړی .
ښاغلي مهاجر آرامه با ادبه او خاموشه شخصیت لري د دې ترڅنګ له شعر او ادب سره هم سرو کار لري په دې وروستیو کې یې د خپلواک په نامه یوه شعري ټولګه هم چاپ شوي ده، د شعر یوه نمونه یې دا ده :
د غربیانو د سیسې شولې ناکامې
د صلیب واړه حربې شولې ناکامې
د پیټریوس د نفاق تخم زرغون نشو
اربکیان او ملیشې شولې ناکامې
د ډایاګ او ډی ډي آر، نوم را په زړه شو
هغه واړه افسانې شولې ناکامي
دیوالي یې شو په نوم شرکت د سولي
هم د نیکلسن فتوې شولې ناکامې
د داعش او سنګوریانو ملا شوه ماته
د پرلت نارې سورې شولې ناکامې
ایم ، آی شپږ، اود سیا، نه لاره ورکه
د موساد، یې برنامې شولې ناکامې
نا ارام زړه د (زاهدزاده) قرارشو
امارت ته منصوبي شولې ناکامې
ښاغلی مهاجر عربي او اردو ژبو ته هم لاس رسی لري د (اوسني حالات او اختراعات او قرآنی علاج یې) ترنامه لاندي له عربي او اوردو څخه یو اثر ژباړلی او دریم اثر یې همدا (شل کاله په ښکیلاک کې ، جهادي خاطري ) دی چي په ۱۴۰۱ کال کې د زاهد خیریه بنسټ له لوري یې۱۵۰۰ټوکه چاپ شو.

د ټولګې منځپانګه :
په دې ټولګه کې را غونډې شوي خاطرې ټولي هغه خاطرې دي چي لیکوال په خپلو سترګو لیدلي او پر خپل وجود یې لمس کړي دي په دې ټولکه کې نقل قول نه دی شوی ، حاشیه روي یې هم نه ده کړي په اصلي موضوع یې تمرکز کړی چي دا یې ښه ځانګړنه ده ، ټول واقعات یې له تاریخ سره لیکلي چي دا یې هم بله ښه ځانګړنه ده ، او هغه څه چي دا ټولګه د نقد تر ګوزار لاندي را ولي هغه په ټولګه کي د تاریخ او کلونو د ترتیب نه رعایت کول دی ، د مثال په ډول ښاغلي مهاجر له ۱۳۸۰ کال څخه تر ۱۴۰۰ کاله پوري خپل خاطرات او واقعات را غونډي کړي دي خو کلونو او میاشتو ته یې ترتیب نه دی ورکړی او خپله لومړنۍ خاطره یې له ۱۳۹۵ کال څخه درج کړي او د ۱۳۸۰ کال خاطرات یې د ټولګې پایته لیږد ولي دي ، دا چي دا کار یې ولي کړی په دې اړه ښاغلی مهاجر وایې :ما ځکه په خپل اثر کې د تاریخ ترتیب ته اهمیت نه دي ورکړي چي موضوعات له یو بل سره تړاو نه لري دا ځواب یې ماته د یو لوستونکي په توګه قناعت بخش نه دی ، په هرصورت ښاغلي مهاجر په خپله اثر کې د له هغو زړه بوږنوونکي جنایاتو او وحشتونو څخه پر ده پورته کوي چي په شمال کې دوستم او دوستمي ملیشو له طالب بندیانو سره ترسره کړل او د بشر د حقوقو کاذب مدافعانو لا تر اوسه هم دې بشري ضد جنایاتو ته سرنه دی ور ښکاره کړی ، د نړیوال استکبار تجاوز او د هغوی پر لاس بشري ضد جنایات ، د مزدوري اداري له لوري د عام ولس وژنه تحقیر او توهین ، د جنرال پیتریوس په لاس جوړه شوي د اربکیزم فتنه ، له مجاهدینو سره د ولس خواخوږي او همدردي ،د هرات فتح او په دې فتح کې د پخواني جنګسالار محمد اسمعیل خان په ګډون د کابل د اداري د لوړ پوړو چارواکو اسارت او بیرته د هغوی محترمانه خوشي کول او دا سي نور واقعات را ټول شوي دي چي په لوستو یې د لوستونکي د وجود ویښتان نېغیږي ، دا ټولګه له پښتو څخه فارسي ته ژباړل شوي او چاپ شوي هم ده، د عربي او انګلیسي پر ژباړه یې هم کار روان دی.

ښاغلي مهاجر فراهي په خپل (جهادي خاطري) نومي اثر کې ۱۰۰خاطرې په ۲۵۹ مخونو کې را ټولي کړي دي نو اړتیا ده چي دا اثر تر لاسه کړئ او خپله تنده پرې ماته کړئ زه به یوازي د نوموړي دوې خاطرې چي د زندانیانو او اسیرانو په اړه دي له تاسو سره شریکې کړم یوه خاطره په ۱۳۸۰ کال کې چي د دوستم او د ده د ملیشو له لوري مجاهدین اسیران شول او په ډیر قساوت سره یې شهیدان کړل او دوهم خاطره په ۱۴۰۰کال کې چي هرات د اسلامي امارت د مجاهدینو له لوري فتحه شو او د کابل د ادارې لوپوړي چارواکي د قومندان اسمعیل خان په ګډون د جګړې په ډګر کې ونیول شول او له لیږ ځنډ وروسته بیرته محترمانه آزاد کړل شول.

لومړۍ خاطره
د ۱۳۸۰ لمریز کال د قوس دریمه
په کانټینرانو کې د اسیرانو انتقال
د ۱۴۲۲ قمري کال د روژې د میاشتې اتمه د ماښام لمانځه مهال یې د مزارشریف او بلخ ولسوالۍ ترمنځ غځیدلي سړک د زیني کلا په منځ کې د هغه لویو لاریو څخه چي د کندوز ولایت د یرګنک له دښتي نه یې اسیران را بار کړي وو را ښکته کړو …

دلته له وړاندي نه لوی بار وړونکي موټرونه چي اوږده کانتینرونه پرې با رشوي وو زموږ په انتظار کې ولاړ وو، د دوو یا دریو لاریو اسیران به یې یوه کانتینر کې تخته کول.
کله چي بندیان کانټینرونو ته داخل کړل شول یو دم هوا بنده شوه د اکسیجن او ساه کښلو له ستونزې سره مخ شوو .
اسیرانو په کړیکو او چېغو پیل وکړ ما هڅه وکړه چي بندیان آرام کړم او د هغو دریو کسانو کیسه ورته وکړم چي په کومه لاره روان وو باران پرې راغی او دوی یوې سمڅي ته پناه وروړه …..ما چي کله دا بیان ورته شروع کړ دوې دری خبرې مي ورته وکړې نور په ځان نه یم پوه شوی دا بله ورځ شا و خوا یوولس بجې په هوښ کې راغلم که ګورم اسیران یو پر بل د پاسه پراته دي څوک شهیدان شوي څوک د ځنکندن په حال کې دې او چا بیا له دېري نفس تنګي څخه کمیسونه ایستلي.

دومره تنده را باندي را غلي وه چي یې له حرکت څخه یې اچولي وو ، د ډیري ګرمۍ او حرارت له وجي د کانتینر څخه خولې څڅیدلې چي بندیانو به بیا همدغه په خولو لوند کانتینر له ډیر تندي څخه څټل.
غالبا همدا موټر خپل وروستي تم ځای ته وختي رسیدلی وو خو دوی د دې لپاره درولی وو چي که کوم بندي ژوندی پاته وي تر څو هغه هم ووژل شي.
شاوخوا د مازدیګر دری بجې وې چي کانتینر یې زندان ته داخل کړ او د کانټینر در وازه یې پرانستله زما په ګډون ښایې د پنځلسو په شمیر کې ژوندي کسان را ښکته شوي وي هغه هم په داسي حال کې چي له ناستې پاستي لویدلي وو .
لږ اوبه را کړل شوې وروسته زندان ته ور وستل شوو چي له موږ وړاندي ورته کافي شمیر زندانیان په همدې شکل را رسول شوي وو.

کانټینر یې بیرته د شهیدانو سره د بهر لور ته روان کړ چي وروسته بیا خبر شوو چي شهیدان یې د لیلي دښتي ته انتقال کړي او هلته یې په ډلییزه توګه تر خاورو لاندي کړي وو ، په دې ناورین کې یوازي زموږ له ډلګۍ څخه اتلس تنه شهیدان شول.

دوهم خاطره
د ۱۴۰۰لمریز کال د اسد ۲۲ مه
د ظفر قول اردو فتحه:
د هرات ولایت د فتحي په سهار شا و خوا اته بجې د ولایت مقام ته د والي صاحب حاجي روحاني لیدو ته ور غلم والي صاحب ولایت کې نه وو بیرته د تللو پر مهال د دعوت او ارشاد د حلقې غړي مولوي صاحب غلام حید سره مخامخ شوم له جوړ په خیر وروسته یې راته کړل : دا کس کامران علیزی نومیږي د ولایتي شورا ریس دی د ظفر قول اردو مسولین د امیر اسماعیل خان په ګډون د ده په توسط را سره په اړیکه کې دي د تسلیمي خبره هم روانه ده که تاسو هم راسره ملګري سئ.

د تلو ژمنه مي ورسره و کړه له ولایت څخه د قول اردو پر لور و خوځیدو د ګذرې ولسوالۍ اړوند سیمه کې ډیر شمیر ډلي ډلي د اردو خالي سلا شوي پوځیان روان وو چي ګام په ګام د مجاهدینو له لوري تلاشي کیدل.

کله چي قول اردو ته ورسیدو مولوي صاحب غلام حیدر او مولي شیر احمد عمار چي د هرات مرستیال والي وو مخته لاړل تر څو په قول اردو کې د کابل د اداري د مسولینو تسلیمي واخلي ، د هرات د اداري ټول لوړپوړي چارواکي همدلته را غوند شوي وو په دوی کې پخوانی قومندان امیر اسمعیل خان ، نبي احمد زی د ظفر قول اردو قومندان حسیب صدیقي د هرات د ملي امنیت ریس د کورنیو چارو د وزارت ارشد معین عبدالرحمن رحمان ، د هرات والي عبدالصبور قانع او ګڼ شمیر نور چارواکي هم شامل ول.

نوموړي کسان په مرمۍ ضد موټرانو کې سپاره ول شا و خوا مجاهدین ترې را تا وو د اکثرو کشرانو مجاهدینو هڅه دا وه چي دوی له نږدې څخه وویني او په دوی ټولو کې بیا امیر اسمعیل خان ته ډیر غوسه ځکه ول چي په وروستیو کې یې هڅه کړي وه چي د هرات ولسونه د اسلامي امارت په خلاف جګړې ته را و پاره وي او په څو استقامته کې یې د مجاهدینو سره سختي جګړې هم کړي وې.

مشوره داسي وشوه چي د امیر اسمعیل خان شخصي کورته به ځوکله چي د اسمعیل خان سرای ته ورسیدلو خورا مجلل محل وو په ډیره لوړه سویه جوړ شوی ووڅو کې را وړل شوې ټول کسان کښینستل د هرات والي صاحب حاجي روحاني ملګرو ته د ډوډۍ خبره وکړه خو په سیمه کې ډوډۍ ونه موندل شوه ځکه چي د ښار هټۍ او هوټلونه لا پوره نه وو پرانستل شوي.

د ماسپښین له لمانځه وروسته غونډه پیل شوه د هرات والي مولوي عبدالقیوم روحانی د والي مرستیال مولوي شیر احمد عمار ، د فرهنګي کمیسیون مرستیال مولوي احمد الله وثیق او ما لنډي ویناوي وکړي ، د ټولو ټینګار او تاکید د افغانانو په خپل منځي اتحاد ، ورور ګلوي او عمومي عفوې وو.

د دوي له اړخه تورن اسمعیل خان او د کابل د اداري والي عبدالصبور قانع خبري وکړي د غونډي فضا ډیره صمیمانه وه هیچا دا ګمان نه کا وو چي داکسان څو ساعته وړاندي د یو بل په مقابل کې سنګر نیولی وو د هرات والي مولوي عبدالقیوم روحاني دوی ته په خپله وینا کې وویل: همدا اوس تاسو خپلواک او ازاد یاست که دلته هرات کې زموږ سره پاتیږئ موږ مو خدمت کوو او کابل ته هم ځئ نو خپل اختیار لرئ.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx