نظــر

تاشکند ناسته او د امارت لاسته راوړنې

ذاکر جلالي

۱ – د افغانستان په اړه تر دېرشو د حکومتونو او نړیوالو سازمانونو د استازو راټولېدل ښيي چې افغانستان د سیمې او نړۍ د توجه په محراق کې واقع دی؛
۲ – په داسې مهم نړیوال سټيج کې له افغانستانه یوازې او یوازې د امارت د استازیو حضور د افغانستان د ملي یووالي، سیاسي وفاق او د امارت د مقبولیت تر ټولو مهمه نښه ده؛
۳ – په ناسته کې د امریکا او اروپايي اتحادیې په شمول ټولو د ا. ا. ا. پر ډفاکټو شتون اعتراف وکړ؛ د نړیوالې ټولنې دا یوه خوله‌توب مهم پرمختګ دی؛
۴ – یوازې د اروپايي اتحادیې او امریکا استازو د امارت پر یو کلنې کارکردګۍ نیوکې وکړې، که څه هم امریکايي استازي راغلي اصلاحات وستایل؛
۵ – د اروپايي اتحاديې استازی ډېر یوازې پاتې شو او ټولو هېوادونو د افغانستان د واقعیتونو پر درک، افغان حکومت سره پر تعامل، او د افغانستان پر مهم جغرافيايي موقعیت او پر سیمه یې د پرمختګ مثبتو اغېزو ټینګار وکړ؛
۶ – ځینو هېوادونو د افغانستان په تړاو د امریکا سیاستونه په ډېرو سپینو ټکو نقد کړل؛ لکه روسیې، چین او قرغزستان…او ډېرو نورو په کنایو او اشارو د امریکا سیاست مرستندوی ونه باله او د افغانستان د وضعیت د درک غوښتنه یې وکړه؛
۷ – د بهرنیو چارو وزیر په واضحو ټکو وویل، چې موږ ته د اوږدې بې‌ثباتۍ او د تېر رژیم ډېرې ناخوالې پاتې دي او دا وخت نيسي چې ټولې ستونزې اوارې شي. متقي صاحب په لنډه موده کې په ګڼو برخو کې د امارت لاسته‌راوړنې او پرمختګونه وشمېرل چې ډېرو لوریو ته د منلو وړ وو؛
۸ – تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د سیمې او غربي هېوادونو ترمنځ د نظر پاموړ واټن ښکارېده. د سیمې کوچنيو او ستر هېوادونو چې د افغانستان ثبات ورته مهم دی او د افغانستان ثبات د سیمې په اقتصادي ښېرازۍ کې مهم بولي، ټولو په خپلو الفاظو د امریکا او اروپا له استازو وغوښتل چې د سیمې وضعیت درک کړي او د افغانستان په تړاو خپلو سیاستونو کې اصلاحات راولي؛
۹ – د امریکا استازي ټام ویسټ ا. امارت سره په بانکي سکتور کې پرمختګونو ته اشاره وکړه. تمه ده چې د دواړو لوریو د بانکي سکتور مسؤولین خبرې وکړي؛
۱۰ – د ناستې په څنډو کې افغان پلاوي له ګڼو لوریو سره دوه اړخیز ګټور مجالس درلودل؛
۱۱ – په تاشکند کې د ازبکستان د حکومت له خوا د افغان پلاوي ځانګړې مېلمه‌پالنه او دوه اړخیز مذاکرات هم د یادولو وړ ټکی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx