نظــر

د بهرنیو چارو وزیر له بي بي سي په مرکه کې څه وویل؟

رحمت الله فیضان

د تاشکند غونډه ډیره ښه وه ۳۵ تنو ویناوالو وینا وي وکړې په دغو وینا وو کې یوازي دوه ویناوي یو څه منفي وي نوري ټولي د افغانستان په اړه مثبتي وي ، دا یو ښه کنفرانس وو ، په مخکينیو کنفرانسونو کې به د اوربند ، اور کم اود جنګ د خاتمې په موخه ویناوي کیدلې خو دا ځل دا کنفرانس د افغانستان د بیا رغوني ، افغانستان کې د اقتصادي پروژو د پیل اود افغانستان د انکشاف او پر مختګ په موخه جوړ شوی وو، د مختلفو هیوادنو د استازو نظرونه مثبت وو.

ښاغلي متقي د دې پوښتني په ځواب کې چي دې کنفرانس کې عملي ژمني څه درسره وشوې وویل: تر ډیره حده نړیوالو د افغانستان اوسني حالات درک کړي وو موږ هم پوره وضاحتونه ورکړل هغه پروپاګند او منفي تبلیغات چي د افغانستان په اړه کیږي په دې برخه کې مهمه او اړینه دا ده چي نړیوال له حقایقوڅخه خبر شي کله چي له حقایقو څخه خبر شي بیا هغوی زړه ښه کوي چي دلته پاګه ونه وکړي او له موږ سره تګ را تګ زیات کړي ، په دې برخه کې کافي پر مختګ وشوپه مجموع کې نظرونه مثبت وو.

ښاغلي متقي دا هم وویل: چي د کنفرانس دګډونوالو دلچسپي دا وه چي څنګه په افغانستان کې اقتصادي پروژي پیل سي ، ازبکستان ، منځنۍ اسیا جنوبي آسیا دوی غواړي چي افغانستان د سیمي لپاره د اتصال په یو مرکز بدل سي یو بل ته نږدې سي ترا نزیټ او اقتصاد وده وکړي.

د ټول شموله حکومت په اړه د بهرنیو چارو وزیر وویل:حکومت ټول شموله دی ، د افغانستان د ټولو سیمو او قومونو خلک په لوړ او ټیټو پوستونو کې خپل ځان لیدلی سي دا څنګه کیدای چي پرون له پنجشیره یو کس وزیروو دوی هغه ټول شموله حکومت باله نن چي د همدې پنجشیر وزیر په کابینه کې ونډه لري ټول شموله حکومت یې نه بولي ؟، همدا راز موږ په کابینه کې له بدخشان ، فاریاب کندهار ، ننګرهار او کابل څخه وزیران لرو ، که دوی د غني حکومت ټول شموله ګڼي نو له سقوط وروسته خو یوازي غني او صالح تیښته وکړه نور ټول حکومت پر خپل ځای پاته شو نو ولي ټول شموله نه بلل کیږي ؟، پنځه سوه زرو مامورینو ته معاشات ور کوو له مونږ سره کار کوي که پخوانی حکومت ټول شموله وو نو اوسنی حکومت ولي ټول شموله نه ګڼل کیږي؟.

ښاغلی متقي وایي ما د تاشکند غونډي ته په ډاکه وویل: چي نړۍ دي په تیر څلویښتو کلنو کې یو نمونه او ماډل حکومت موږ ته وړاندي کړئ چي موږ هم خپل حکومت هماغسي جوړ کړو ،ایا د کمونستان حکومت د کودتا او زور له لاري رانه غی ایا داسي دا ماډل حکومت را منځته کړو اوکه په بن کې چي لس کسان سره کښیناستل او د بي ۵۲ په زور یې په افغانستان کې حکومت تشکیل کړ که دا ډول حکومت جوړ کړو ؟، د بهانو لټولو پر ځای باید د ولس سوکالي او ارامي ته اهمیت ورکړل شي دا مهمه نه ده چي د نورو فرمایشات دلته عملي شي ، موږ د خپلو مصالو او ګټو په باب تر هرچا ښه پوهیږو.

د بهرنیو چارو وزارت ښاغلي وزیر هغو پر مختګونو ته اشاره وکړه چي د اسلامي امارت په راتګ شوي دي ښاغلي متقي زیاته کړه :په افغانستان کې د ډیرو ناخوالو مخه نیول شوي داعش چي نړیوالو ته یې خطر متوجه کړی وو دا خطر اوس له منځه تللی دی ،ټولي نړئ ته له افغانستان څخه مخدره مواد صادریدل هغه هم صفر ته راټیټ شول، نړیوالو په ملیاردونو ډالر مصرف کړل چي امنیت را ولي خو ونه توانیدل ،اوس کامل امنیت را منځته شوی.

د نړیوالو له لوري د اسلامي امارت د رسمیت پیژندلو په اړه ښاغلي متقي وویل: دنیا اوس د یو کلي او کور حیثیت لري طبعي دی چي خپلو کې به نزاکتونه سره لري له دې ور ها خوا د ۵۰ په شا وخوا کې هیوادونو له موږسره شل کاله جګړه کړي دا طبعي ده چي کله دوی را وړاندي کیږي یو څه خو به وروسته وړاندي ګوري ، هغوی هم مجبوریتونه لري خو له دې سره سره بیا هم ډیری هیوادونه راسره رسمي راشه درشه لري ، زموږ دیپلومات مني، زموږ لپاره کنفرانسونه جوړه وي ،تجارتي روابط راسره لرو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx