شعـــــرونه

‏د ویاړ ځای دی د کابل پر دنګو غرونو/ ناوک

‏داد محمد ناوک

د ویاړ ځای دی د کابل پر دنګو غرونو
چې نه ډوزې د کارپوه نه یې غورا شته

خلک اوس ایله پر خپل فکر روان شول
تلویزون کې نه تولسي او نه پرینا شته

د کابل کوڅو قدم د طالب ښکل کړ
دلته ژوند شته خوشحالي شته او خندا شته

پر طلوع هم د کږو پګړیو راج شو
نه سندیا شته او نه لوڅه اریانا شته
‏اوس تحلیل د سیاست خپله وطنوال کړي
نه قانع شته نې هغه د مېرز دربا شته

حالات بلکل برابر دی برادره
شته ناوک ، نه مفکر نه امرولا شته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx