شعـــــرونه

ماښامونه سبا کیږي، رڼایي مخته راځي/ احمدزی

خالقيار احمدزی
‏ماښامونه سبا کیږي، رڼایي مخته راځي
بیا د فتحې لمر راخیږي، واکمني مخته راځي

ګران هیواده ستا د بخت ستوری، ختلی په افق کې
طالب جان په څیر ویاړلي، ښه سړي مخته راځي

ستا د قبر خاورې واخلم بیا یې ښکل کړمه شهیده
ستا د وینو برکت دی؛ خپلواکي مخته راځي

‏له سنګر او له دفتر نه، زیري دادي افغانانو!
نور نظام او واک مو خپل دی، آزادي مخته راځي

شمله ور طالبه اوس دې، نو د فتحې آس را زین کړه
اوس دعاوې شوې قبولې، چې زلمي مخته راځي

کر د څانګو کړم، جانانه پسرلي مخته راځي
په ګلونو کې رانغښتي، څو اغزي مخته راځي

‏مونږ یې نه پریږدو، د چم په ځالګۍ کې
د پردیو پټې ګټې، چې ساتي مخته راځي

مه ویریږه نه ترې پټ شې، له همغه یوه تربور نه
چې کړي سمه منظمه، ښه سیالي مخته راځي

مه مې وژنه نه دې وژنم ته راخپل شه، زه درخپل یم
راځه ټینګه غیږه راکړه، چې یاري مخته راځي

‏مونږ یې نه پریږدو، د چم په ځالګۍ کې
د پردیو پټې ګټې، چې ساتي مخته راځي

مه ویریږه نه ترې پټ شې، له همغه یوه تربور نه
چې کړي سمه منظمه، ښه سیالي مخته راځي

مه مې وژنه نه دې وژنم ته راخپل شه، زه درخپل یم
راځه ټینګه غیږه راکړه، چې یاري مخته راځي

‏راځه تیره ورځ مې ورور وې، یو آذان یو مو جومات وه
دواړه تیرې کړو نور هیرې،چې دوستي مخته راځي

روس مو مات انګریز مو مات کړ؛ امریکا هم په دې درشل شوه
روغ راغلي مات رخصت شول، سلامي مخته راځي

‏نو سپین څرک مې دی لیدلی، خالقیاره ځکه خوښ یم
یو اواز د سوبې خپور دی،چې خوښي مخته راځي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx