نظــر

د تاشکند په کنفرانس کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر تاریخي وینا

رحمت الله فیضان

د افغانستان په اړه د ازبکستان په تاشکند کې د دغه هیواد په کوربه توب د جولای په ۲۵مه یو ورځني کنفرانس جوړ شو په دغه کنفرانس کې د امریکا، بریتانیا او اروپايي ټولنې په ګډون د نژدې ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو برخه اخیستې وه.، د افغانستان په نمایندګي په دغه کنفرانس کې د بهرنیو چارو وزارت د وزیر ښاغلي مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د مالیې د وزیر او نورو لوړ رتبه مامورینو په ملتیا برخه واخیسته ،غوندې ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وزیر په دوو پړاوونو کې خبري وکړې ښاغلي متقي د خپلو خبرو په لومړي پړاو کې د افغانستان او ازبکستان د مخیني او روابطو په اړه وینا وکړه او د ازبکستان جمهوریت له حکومت څخه د دغې ناستې د کوربه توب او د هيوادونو د استازو د رابللو له کبله مننه وکړه ، همدا راز یې د افغانستان د اسلامي امارت د لاسته را وړنو ،سیاسي او نظامي مخالفینو ته د عفوي ، امنیتي او اقتصادي موضوعاتو په باب خبري وکړي همدا راز ښاغلي متقي د خپلي وینا دوهم پړاو د مخدره موادو د کښت او تولید په باب ،د افغانستان د داخلي عوایدو د را ټلولو او مصرف په باب،د بشر د حقوقو ، لوړ زده کړو ،ټول ګډونه حکومت ،او له نړیوالو سره د تعامل په باب تاریځي وینا وکړه.

ښاغلي متقي د کوکنارو د کښت په اړه وویل: په ۲۰۰۰میلادي کال کي موږ په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر ته را ټیټ کړ خو په تیرو شلو کالو کې افغانستان په نړۍ کې د مخدره موادو اول نمبر تولیده وونکی هیواد شو ، اوس موږ بیا دکوکنارو کښت صفر ته را ټیټ کړی دی د دې کار باید ستاینه وشي.

ښاغلي متقي په دې برخه کې له نړیوال ګیله وکړه چي موږ مخدره توکي صفر ته را ټیټ کړل خو هیچا له موږ سره د بدیل معیشت په برخه کې مرسته ونه کړه افغانستان یو بیچاره هیواد دی باید په دې برخه کې مرسته ورسره وشي.

د افغانستان د داخلی عواید په اړه ښاغلي متقي وویل: د افغانستان ټول عواید به پخوا د زور واکانو جیبو ته تلل خو اوس په منظم ډول را ټولیږي او د بانکونو له لاري د مامورینو معاشات له همدې عوایدو ورکول کیږي دا د روڼ شفافیت ښه مثال کیدای سي چي موږ په خپله کمزوري بودیجه او عوایدو خپل نظام چلوو د دې هم باید ستاینه وشي.

په حقیقت کې د بهرنیو چارو د وزیر دا خبره د اروپایې ټولني استازي نکلانس د هغې خبري ځواب دی چي په کنفرانس کې یې ویلي و د افغانستان اقتصادي ستونزو هواري لپاره مهمه ده، چې طالبان په بودیجه کې شفافیت رامنځته کړي.
د بشري حقوقو په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وویل: د بشري حقوق په برخه کې ډیر پر مختګ شوی نور به هم کوشش کوو چي پر مختګ ولرو ، خو یو څه ته مو پام را اړه وم هغه دا چي د اګست د میایشتي له ۱۵مي وړاندي به د ورځي دوه ،دری سوه انسانان وژکیدل ،زندانو ته به اچول کیدل ،اوله لس زره کیلومتره څخه لري یو څوک را غلی وو زموږ په کورونو به یې چاپې اچولې او زمونږ د بي دفاع ولس سپین ږیري ، ځوانان ، ماشومان او حتي میرمني یې ګوانتنامو ، بګرام او پل چرخي ته انتقاله ول ایا دا د بشر د حقوقو خلاف عمل نه وو ؟، نن چي موږ د قانون په چوکاټ کي غل ، مجرم او داعشی را نیسو دا بیا د بشر د حقوق خلاف ورزي ګڼل کیږي زما په آند دا له انصاف څخه لري ده ، هغوي چي موږ د بشر د حقوقو په نقض متهمه وي موږ ته دي ارقام او اسناد وړاندي کړي موږ به یې هرو مرو پوښتنه وکړو ، دا مهال موږ په افغانستان کې سیاسي بندي نه لرو موږ په ټول افغانستان کې ښځینه بندیاني نه لرو، موږ د افغانستان په ۴۲۵ ولسوالیو کې محاکم فعاله کړي دي ترڅو کوم څوک پر چا ظلم او تیری ونه کړي دا په حقیقت د بشر د حقوقو ۴۲۵ کمیسونونه دي چي موږ فعاله کړي دي دا د بشر د حقوقو په برخه کې د پام وړ بهترین پر مختګ دی.

زموږ په هیواد کې که کومه بد امني را منځته شوي وي دا دهغو داعشیانو له لاسه ده چي موږ په جوزجان کې محاصره کړل خو د کابل د وخت اداري په هلیکوپترو کې کابل ته انتقال کړل او نجات یې ورته ورکړ.

د تاشکند په کنفرانس د ځینو لخوا د ټول شموله حکومت د تشکیل خبره هم را پورته شوي وه او داسي غوښتنه یې کړي چي سرپرست حکومت دي افغانستان کې یو داسې حکومت جوړ کړي چې په پراخه کچه د خلکو استازولي وکړي.
دې اعتراض ته هم ښاغلي متقي په کنفرانس دا ډول مفصل ځواب ور کړی : که د اشرف غني حکومت ټول شموله وو نو یوازي اشرغني او امرالله صالح تیښته وکړه نور خو ټول حکومت پر خپل ځای پاته شو پنځه سوه زرو مامورینو ته معاش ور کوو او له موږ سره کار کوي که د غني حکومت ټول شموله وو نو زموږ دا ولي نه دی ؟، پرون په کابینه کې بدخشاني وزیر برخه درلوده نن یې هم لري پرون پنجشیري وزیر برخه درلوده نن یې هم لري پرون د فاریاب وزیر وو نن هم شته د کندهار ، ننګرهار ،لوګر کابل او پکتیا وزیران شته بیا نو ولي زموږ حکومت افغان شموله نه دی او د هغوی حکومت افغان شموله وو؟، ایا په بن کې چي د لسو کسانو حکومت جوړ شو هغه افغان شموله وو ؟.

له موږ سره د ټول ولس ملاتړ دی او راسره ولاړ دی او د همدې ولس په مټ افغانستان په یوولسو ورځو کې آزاد شو ایا دا ولسي ملاتړ نه دی ؟ ایا دا حکومت افغان شموله نه دی ؟دا چي اوس زموږ مخالفینو ته د مقاومت تر نامه لاندي پراخ تبلیغات کیږي ایا دا د افغانستان په چارو کې مداخله نه ده او بد امني ته لمن وهل نه دي ؟راځئ په منفي اړخو کې قدم وانه خلو مثبتو کړنوته ترجیح ورکړو او مثبت لور ته قدم واخلو یو له بل سره همکاري او تعامل وکړو.

د حکومت د ډول په اړه باید ووایم چي په تیرو څلویښتو کلونو کې داسي ماډل حکومت موږ ته را په ګوته کړئ چي موږ هماغه لار تعقیب کړو د کمونستانو حکومت ، د رباني حکومت د کرزي او غني حکومتونه ایا دا حکومتونه افغان شموله وو ؟تاسي ونه لیدل چي په انتخاباتو کې یې درغلۍ او وژني وشوې او تاسي ونه لیدلي چي د انتخاباتو نتیجه به یې اووه میاشت وروسته را وتله ، د انتخاباتو له پایته رسیدو وروسته بیاهم د انتخاباتو نتایجو ته نه تسلیمیدل بلکي جوړ جاړی یې سره کاوه.

د امنیت له ګاونډیو هیوادونو سره د روابطو په اړه ښاغلي متقي وویل: په افغانستان کې د امریکا په ګډون پنځوسو هیوادونو عملاحضور درلود ایا هغوی په دې ملک کې امنیت را وستی وو ؟، ایا د همسایه هیوادونو پولي خوندي وې ؟، ایا هغه وخت افغانانو شپه او ورځ سفر کولی شوای ؟،خو نن ورځ افغانان داخلي توریزم ته مخه کړي له یوې سیمي بلې سیمي ته آزادانه سفرونه کوي ، اوپه تیر و یوولسو میاشتو کې د هیڅ خارجي توریست مخي ته څوک نه دي دریدلي ، ایا په ملیاردونو ډالره بشري مرستي زمونږ وخت کې په شفاف ډول ونه وېشول شوې ؟،دې کار ته باید پاملرنه وشي او وستایل شي.

د تاشکند په کنفرانس د تعلیم خبره هم را یاده شوي وه او ویل شوي وو چي اسلامي امارت دي زده کړو ته لاس رسی پراخ کې کړي ، په دې برخه کې د بهرنیو چارو وزیر د کنفرانس ګدونوالو ته وویل: د لوړو زده کړو او عالي تحصیلاتو په برخه کې دا مهال ۱۴۱ شخصي پوهنتونونه ۳۹ دولتي پوهنتونونه چي شا وخوا څلور نیم سوه زره محصلین پکې زده کړي کوي په فعالیت بوخت دي ، د دې پر ځای چي زموږ د عالي تحصیلاتو وزیر ته ستاین لیک ورکړل شي برعکس په سفرونو یې بندیز ولګید ایا دا اوس د تعلیم ملاتړ دی که یې مخالفت ؟، په تیر رژیم کې د تعلیم او تحصیل ساحه ۳۰ سلني اراضي ته غځیدلي وه خو نن موږ د تعلیم او تحصیل اراضي سل سلني ته وغځوله ، افغانستان کې دا مهال لس ملیونه شاګردان په زده کړو بوخت دي چي باید مرسته ورسره وشي افغانستان د څلویښت کلني جګړي له امله ډیرځپل شوی باید د انصاف معامله ورسره وشي ،کوم اصلاحات چي نن موږ په ډیرو کمو امکانات را وستي دي ایا د اصلاحات په تیر رژیم کې وو ؟.
د عمومي عفوي په اړه ښاغلي مولوي امیرخان متقي د غونډي برخوالوته په ډاګه چي کله په ۲۰۰۱کال کې امریکا او نا تو پر افغانستان یرغل وکړ زموږ د حکومت څو زره کسان چي دوی ته تسلیم شول په کانتینرو کې په شهادت ورسول شول ، هغه مهال زموږ یو عادي فرد هم د ژوند کولو حق نه در لود یابه ګوانتنامو او بګرام ته وړل کیده یا به وژل کیده او یا به له هیواد څخه تیښتي ته اړه کیده ، هغو کسانو چي شل کاله یې موږ ووژلو پر موږ یې چاپي واچولې بیا هم موږ دوی وبښل موږ د هغوی د کورونو د امنیت ساتلو په موخه پهیرې کوو د هغوی ساتنه کوو ، هغوی ته مو د وزیرانو په کچه کمیسیون جوړ کړی او خپلو هیواد ته یې را دعوته وو ،عجیبه ده بیا هم موږ د بشر د حقوقو مخالفین بلل کیږو او دوی د بشر د حقوقو مدافعین بلل کیږي دا ډیر ستر توپیر دی.

د امریکا له لوري د افغانستان دملي سرمایې د کنګلتیا په اړه ښاغلي متقي وویل: نن زموږ سرمایه کنګل شوي بندیزونه را باندي لګول شوي کار او اصلاحات هم را څخه غواړي دا داسي مثال لري لکه پر یو باغ چي اوبه بند شي او د باغ مالک ته وویل شي چي خپل باغ په ګیلاس اوبه کوه دا ډول کړنه عقیلانه نه ده ، بس دی افغانان هم بشر دي ، ډیر و ځوریدل ډیر ووژل شول ډیر وربړول شول زندانونه پرې ډک شول مهاجرتونو ته اړ شول نور باید پر دې بشر رحم وشي راځي د فشار او تهمونو پر ځای همکاري سره وکړو ټولي دنیا ته مو غیږ خلاصه کړي ټولي نړۍ ته مو د مثبت تعامل وړاندیز کړی راشئ تعامل سره وکړو، افغانستان د آسیا زده دی که دا زړه په امن کې وو ټوله اسیا به په امن کې وي که آسیا په امن کي وه نو ټوله دینا به په امن کي وي.

د وینا په پای کې مولوي امیرخان متقي ملګرو ملتونو او یوناما ته هم پیغام ورکړ او ورته یې وویل: موږ له ملګرو ملتونو او یو ناما څخه غوښتنه کوو چي د افغانستان حالات په خپلو سترګو وویني زموږ د مخالفینو خولو ته مه ګورئ د منفي میډیا تر اغیز لاندي مه را ځئ د افغانستان حکومت ژمن حکومت او د افغانستان حالات یې کنټرول کړي دي ، دافغانستان خاوره نه د چا پر ضد استعمالیدلی شي او نه هم چاته اجازه ورکوو چي افغانان په اور کې و سیزي دا مو په عمل کې ثابته کړي هغو کسانو چي د ازبکستان په باب یې بد نیت درلود هغوی مو د خپلو اعمال په سزا رسولي دي.
پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx