
د دکاندارۍ اخلاق
حامد افغان
یو مصری لیکوال لیکي: پخوا زمانه کې د مصر بازارانو کې رواج و چې کله به سهار مهال دکاندار خپل دکان خلاصوه نو له خلاصولو وروسته به یې د دکان مخته یوه چوکۍ کېښودله، کله به چې د سودا لپاره څوک ورته راغی، هغه ته به یې سودا ورکړه؛ نو چوکۍ به یې راواخیستله او دکان کې دننه به یې کېښودله! یعني په دې طریقه به یې د ورځي کاروبار پیل کړ.
له دې وروسته به چې دویم کس د سودا لپاره ورغی او څه شی به یې وغوښتل، دکاندار به بهر ووت او بازار کې به یې یو بل لور ته وکتل، چې د کوم دکان مخته به یې چوکۍ ولیدله پیرودونکي ته به یې وویل: هغه وړاندې چوکۍ چې مخته ورته ایښې ده، هغه دکاندار ته ورشه، هغه سره دا شی شته، هغه نه یې واخله، مطلب به یې دا و چې د هغه دکاندار لا سودا نه ده شوې، چې د هغه کار هم پیل او روان شي!
پایله: دا لوړه درجه انساني غوره اخلاق دي! ده خپله هم د دې لپاره دکان خلاص کړی چې زیاته سودا وکړي او ښه ګټه وکړي، خو خپل ضرورت پرېښودل او د بل مسلمان کار روانول؛ د مسلماني هغه ستر صفت دی چې قرانکریم داسې یاد کړی دی {وَيُؤْثِرُونَ عَلَىٰ أَنفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ ۚ}. یعني هغوی پر خپلو ځانونو نور غوره کوي، که څه هم دوی خپله ضرورت ورته لري.