
د کابل-کندهار لویې لارې په معیاري توګه بیا رغولو چارې پېل شوې
نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ زمری، ۱۴۰۱ل): د ټولګټو وزارت ویلي چې د کابل-هرات ترمنځ د ۹۰۰ کیلو متره لوی سرک بیا رغولو چارې یې پېل کړې دي چې په څو برخو ویشل شوي او په لومړي سر کې د کندهار او زابل ترمنځ لار رغول کیږي.
یاد وزارت زیاته کړې چې دغه اوږده لاره یې ۹ بېلا بېلو شرکتونو ته په قرارداد ورکړې چې عواید به یې د ټول پلازې په شکل له خلکو راټولیږي.
د ټولګټو وزارت ویاند ویلي چې دغه سرک به له ۷ مترو څخه ته ۱۰ مترو ته پراخ شي چې د سترو موټرو تګ راتګ ته لا اساني رامنځته شي، او هم به یې کیفیت له پخوا ښه وي.
د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دغه لار به د افغانستان اسلامي امارت له خپلې بودیجې او د ځینو شرکتونو سره په قرارداد په معیاري توګه ورغوي.
د یادونې ده چې د کابل-کندهار لویه لاره د افغانستان د ګڼ شمېر ولایتونو څخه تیریږي چې د سیمو هېوادونو لپاره د اقتصادي اړیکو د ټینګښت له پلوه خورا مهمه بلل کیږي.
دغه لاره چې دوه لسیزې وړاندې په عادي توګه رغول شوې وه، د درانه وزن لرونکو موټرو او جګړو له کبله زیانمنه شوې وه، چې د ترافیکي پېښو رامنځته کېدو یو ستر لامل هم د لارې خرابوالی و.