شعـــــرونه

کوترې بام ته راغلې/ کاروان

پير محمد کاروان

کوترې بام ته راغلې
خبرې پام ته راغلې

دوې سترګې غلې غلې
یوه سلام ته راغلې

تنده پرېمانه شوله
میخانې جام ته راغلې

په اوښکو نه بلېدې
ډیوې لیلام ته راغلې

ها شفقي معشوقې
غمګین ماښام ته راغلې

غوڅ د سندرو وزر
غلي کلام ته راغلې

بلبلې پام په نغمو
چې دانې دام ته راغلې

کاروانه ستړی مه شې
د غزل قام ته راغلې

۹ اسد ۱۴۰۱ هجري شمسي خوست توره وړۍ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx