ادبي لیکني

هغه خوب چې سلامت تعبیر مې یې ولید

ابوبکر خپلواک

د نن څخه تقریباً دوه کاله مخکې هغه وخت چې زه د کابل پوهنتون د دریم کال محصل وم او د چارپای جمهوریت سلطه روانه وه، وطن اشغال او د اسلام زامن له کابل څخه لیري د باطل پښې وهلې، تخلص مې خپلواک اېښی و خو قلم مې بیا په پوره معنی سره خپلواک نه و، همغه وخت مې خپل فکر بیان کړی و، خو د کنایې جامه مې وراغوستې وې، بیا هم ډېرو راباندې خندلي و؛

د حق صف د پیرو یوه نښه همدا ده چې تل پر خپلې بریا باور او ایمان لري، تل همدا وایي چې نهايي بری زموږ او باطل ماتېدونکی دئ، دغه لاندې لیکنه چې کټ مټ یې اوس بیا رانقلوم، همغه وخت مې پر خپل فېسبوک نشر کړې وه، څرنګه چې د ملګرو لېست مې اکثریت د جمهوریت له کربوړو ډک و ځکه یې د خندا سټېکر ډېرې اخیستي وې.

تقریباً د دوه سوه تبصرو نچوړ او خلاصه همدا وه چې ته دیوانه یې، ځینو بیا ښکنځل کړي و، ځینو خیاطانو بیا ویلي و چې نه هېڅکله به د جمهوریت پښې سستې نشي، برګ بیرغ به هسک او امریکه به زموږ مله وي، ځینو له اخطاره ډکې تبصرې کړې وې، خیر په هر صورت تاسو د همغه لیکنې لوست ته یوار بیا رابولم، موږ ځکه خوښ یو چې هر خوب مو په حقیقت بدل شو، هر لوري ته چې ګورو هغه نیک بدلون وینو کوم چې مو آرمان و. الحمدلله حمداً كثيراً.

ته غوږ ونیسه، پرون شپه مې نادره خوب لیدا، چې اختر تېر او په هیواد کې د کرونا ویروس او له امله یې رامنځته شوی ګرځ‌بندیز په پوره معنیٰ ختم شوی وي، آنلاین درسونه دریدلي او پوهنتونونه په شروع کیدو وي؛ ما هم پوهنتون ته د تلو تکل کړي وي، بل آخره د شپږم سمستر د پاتې درس لپاره کابل ته لاړم.

یوه ورځ وروسته سهار پوهنتون ته له خپل ملګري او همصنفي سره روان وم، ساعت ته ګورم، ټاکلي وخت ته کمه موده پاتې وه، ملګري ته مې ور غږ کړ، تیز راځه چې استاد خو بیا درمعلوم دئ بیا به اجازه نه راکوي، وېل سمه ده درځه!

د پوهنتون په لور مو قدمونه لږ څه اوچت کړل، له دهبوریو پارکه تیر او د پوهنتون د دېواله پیادروی ته مو ځانونه ور سم کړل، روان وو، خو وضیعت د تېر په څېر نه وو هغه دا چې، یوازې نارینه محصلین پوهنتون ته روان وو موږ هم تکلیف نه احساسولو، ځکه سترګې مو د نامحرو له لید او بدن مو یې له ټچ کېدو خوندي و، له دې حالته خوښ خو په اصل کیسه لا خبر نه وو، د پوهنتون شمالي دروازې ته ورسیدو، دلته هم حالت بدل وو.

ډیری پښتانه محصیلن په خپل اصل پلرني او درانه لباس کې راغلي وو، نورو محصلینو او د دروازې پولیسو ورته برګ برګ نه کتل، د شرعیاتو محصلین مې په پوره معنیٰ په سنتو برابر ولیدل، د غرب ځپلو له خوا ورته د تروریست او پس پاتې القاب نه کاریدل، په تلاشی کې ورسره پخوانی جدیت نه وو، موږ هم له تلاشی وروسته پوهنتون ته دننه شوو.

د عمومي سړک د چپ لوري پیادروۍ ته روان وو، د پوهنتون داخل کې هم وضیعت بدل وو، د هنرهای زیبا پوهنځۍ پارک مې بخي په یو بدل حالت کې لیدا، هغه پخوانی شکل یې نه وو کوم چې ځوانانو به له نامحرمو زنانو سره ګرمې ګفې او ګډې سلیفی اخیستې.

له پارکه تېر او پوهنځۍ ته ورسېدو، صنف ته داخل شوم، خو دا ځل داخلېدل د تیر په څېر نه وو هسکه غاړه دننه شوم ځکه؛ مخامخ به چې پخوا کومې ښځینه محصلینې ناستې وې نن له نیکمرغه هغه نه وې، نو موږ هم ښکته کتو ته مجبور نه وو، له ټولګیوالو سره مو روغبړ وکړ، ځینې یې لدې حالته خوښ خو ډیری یې خپه بریښېدل.

خپه هغوي وو؛ د چا چې یارانې شکیدلې او اوس یې د پخوا په څېر په مینَټ کې سترګې سره نه لګیدلې، خپله له دې حالته خوښ وم ځکه روح او وجدان مو آرام، په رسا غږ مو له اوستاده پوښتنه او له ټولکیوالو سره ګفه کولای شوی، د خوب کار دی نو، درسي ساعت ختم او موږ هم د تفریح لپاره بیرون ته راووتو.

په خوب کې کفتریا (چېرته به چې برګر، ایسکریم او خرڅیدل) او د پوهنتون مرکزي کتابتون ته لاړو، خو په داواړه ځایونو کې هغه پخوانی د نر او ښځو اختلاط نوو، د څنګ ملګري ته وایم، اوس پوهنتون بېل خوند کوي ځکه له هرې تجمع څخه د انسانیت، عفت او حیاء بوی راځي، په ادیتوریم کې هم هغه غونډې لغوه اعلان شوې وې چې په یو او بل نامه به یې بې حیایی ته زمینه سازي کوله، او هدف به یې د غرب د ړانده تقلید ترویج وو.

بل آخره د شرعیاتو د پوهنځی مخې ته له یو همفکره او نژدې ملګري(عبدالعلی محمدی)  سره مخامخ شوم له روغ بړ وروسته مې ترې وپوښتل کیسه څه ده، وېل لا خبر نه یې، ما وېل کیسه کوه، نوموړي هم په خوشحاله سره کیسه شروع کړه.

وېل میاشت مخکې بین الافغاني خبرې پیل او بلاخره منتجې شوې، او اوس له نیکمرغه د یو اسلامپال قائد او بشپړ اسلامي نظام او خپلواکۍ خاوندان یاستو، فیصلې مو یو ځلې بیا آسماني کتاب (قران) کوي، د اساسي کتابچې او ډیموکراسۍ نوم هم اوس څوک نه اخلي، له غربه راغلي دوه تابیعته چورواکې یو ځلې بیا خپلې اصلي مېنې ته ستانه شوي.

نوره یی هم اوږده کړه؛ اخر کې یې وویل خپلواکَ ډیر اصلاحات راغلل، حکومت د علماو په مشوره د هیواد پوهنتونونه دوه ټایمه کړل، ښځینې محصلین اوس پس له وخته د حکومت په حجاب لرونکو بسونو کې تر پوهنتون راوړل کیږي او په پوره معنیٰ ورته د درس ویلو شرایط برابر شوي.

ما هم د سکون ساه واخیسته، ملګري ته مې د خیر دوعا وکړه، او ورته مې د هغو شازلمو کیسې وکړې چا چې د هیواد د خپلواکۍ او… لپاره خپل سرونه نظرانه کړل، ده یې صبر، عزم، احساس او مبارزه وستایله، ما ورته د رب جله جلاله د هغو وعدو یادونه وکړه کوم چې له متقیانو سره یې کړې دي،

هغه چې كرايي قلموالو به یې په اوریدلو سره خندا کوله، بیا مې ورغبرګه کړه اوس خو مو هیواد ته د امپراتوریو دریمه هدیره ویل کوم افراط او غلطي نده، ویل نه اوس نړۍ هم منلې، ورته مې ویل، که چیرې بیا کوم پردی دې خاورې ته په یرغل راغلو همدا ډول چلند به ورسره کیږي.

په همدې وخت کې مو ورور را غږ کړ وېل پاڅه د پشلمي وخت دی، دوستانو که مو لیکنه پوره لوستې وي آمین ولیکئ چې الله جله جلاله مو دا خوب په حقیقت بدل کړي، دا زما خوب نه بلکې د ډیر شمېر افغانانو هیله او خوب دی.

د یو خپلواک، سوله يیز، پیاوړي او سرلوړي هیواد په هیله!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx