نظــر

واخان او ستراتیژیک موقعیت یې

امین وردګ

واخان د افغانستان هغه ستراتیژیکه، غرنۍ، اسرارآمیزه، اقتصادي او تاریخي سیمه ده؛ چې د بدخشان ولایت په ختیځه برخه کې د یوې اوږدې ترازې یا تړانګې په توګه افغانستان له چین سره تړي او شاوخوا شپږ نیم میلیونه جریبه، یا دیارلس زره پنځه سوه (۱۳۵۰۰) کیلومتره مجموعي مساحت لري.
د واخان شمال ته د پامیر ، سوېل ته یې د قرارقرم او غرب ته یې د هندوکش غرونه پراته دي.
د واخان ځینې دنګې څوکې آن تر اووه زره پنځه سوه (۷۵۰۰) مترو پورې لوړوالی لري.
په واخان کې د افغانانو درنې، مېړنۍ او د ټینګو ارادو والا قبیلې اوسیږي.
هلته داسې وګړي هم شته؛ چې لا تر اوسه پیسې نه پېژني او نه په انقلابونو خبر دي؛ هغوی موټر او موټرسیکلونه لا نه دي لیدلي، تلیفون، کېمره او رادیوګانې لا سمې نه پېژني، هلته ټلیفون او انټرنېټ کار نه کوي.
واخانیانو بختورانو خو نه چاپې لیدلې او نه بمبارونه، هغوی لا پر دې هم نه دي خبر چې؛ هېواد یې یوویشت کاله وړاندې غربیانو اشغال کړی ؤ او هېوادوالو یې وروسته له شلو کلونو بېرته آزاد کړ او ستر نړیوال چپاولګر پیمان (ناټو) یې پکې مات کړ او همپیمان ځواکونه یې د خپلو ټینګو وسپنیزو ارادو او مقدسو عقیدو په زور له دغه ځایه وشړل.
بلې! د هغوی ستونزې که د تأسف له زاویې ګورو، نو خوشبخۍ یې هم نشو هېرولای او هغه دا چې؛ د اشغال له ترخه جام څخه یې څاڅکی اوبه هم و نه څښلې، ځکه چې نشول خبر.
واخان افغانانو ته حیاتي ارزښت لري او په قدر یې ښه پوهیږي.

په سیاسي لحاظ واخان د افغانانو (ثالث باالخیر) هویت تثبیتوي! ځکه چې انګلیس او تزاري روسیه یې په نولسمه زیږدیزه پېړۍ کې یو له بله لیرې کړل؛ تر څو سره و نخوري.
زموږ ګاونډیان دې موږ ته د ویدو او ناپوهو فکر نه کوي! موږ د همغو مېړنیو مصلحینو اولاده یو؛ چې د دوو ابر قدرتونو (روس او انګلیس) تر منځ یې سوله او امنیت لا تر اوسه تضمین کړي دي.

زموږ په ټولو مرزونو کې همدغه د واخان مرز نسبتاً عاقلانه تعین شوی! ځکه چې له طبیعت سره ډېر په ټکر کې نه دی او هغه داسې : تر کومه ځایه چې اوبه پر موږ را ماتې دي هغه سیمې زموږ دي، د پاکستان خواته چې ځي د هغوی او چین ته چې روانې دي هغه ځمکې یې چین ته ورکړې.
موږ هم د واخان پر سیاسي ارزښت ښه پوه یو، هم یې پر اقتصادي.
ټول باید پر دغې خبره پوه شي چې: موږ به د واخان یو انج خاوره د ګاونډیانو پر یوه ګرام زرو هم ورنکړو.
واخان به موږ په اقتصادي او سیاسي بعد کې (پنځوس کاله وروسته) له اماراتو هم مخته کړي.
موږ ته اوس په تجارتي او ترانزیتي لحاظ همدغه یو واخان راپاتې دی! نو ولې به رانه پردی کیږي.
که مو واخان له لاسه ووت؛ نو هېڅکله به هم پر خپلو پښو و نه دریږو! ځکه چې هم به د ورېښمو ارزښناکه مواصلاتي لاره له لاسه ورکړو، هم به منځني ختیځ ته د پاکستاني او هندي تاجرانو ترانزیټ رانه پردی شي، هم به له چین سره له مستقیم تجارت څخه خلاص شو او هم به د ارزښتناکو معادنو او نامحدودو اوبلنو زېرمو منابع رانه پردۍ شي.
نو خلاصه دا شوه چې: د واخان پر یوه انج غصب شوې خاوره به د غاصب یو څاڅکی وینه ارو مرو تویې شي، نو ځکه خو وایم چې: غوږونه دې راته بوڅ بوڅ نه کوي! اوس خو الحمدلله مستقل هم یو! نو ډېر زر د غاصبانو سابه ور په مالګه کولای شو.
ان شاءالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx