ټولنیزه برخه

مسلمانان باید د یهودو مذهبي او غیر مذهبي دسائسو په وړاندې څه وکړي؟

ميا نوراغا
حقیت دا دی چې مسلمانان په اوسني عصر کې د فرق ضاله وو ( یهود, نصارا, مشرکینو ) په واړندې کمزوري دي, بالخصوص یهود تر ټولو خطرناک دي او سخته دښمني پالي, له رنګارنګ دسائسو څخه کار اخلي او فتنې ایجادوي, د ګمراهۍ او سلطې لنډ مهاله او اوږد مهاله پروګرامونه لري, تر دې چې ځینې خطرناکې پالیسیانې دوه سوه کال مخکې طرحه کړي , چې په پوره حوصله, قوت او اتفاق سره پرې کار کوي چې ځینې پروګرامونه یې هدف ته رسیدلي او د ځینو په لټه کې دي.

مسلمانان د دفاع په موقف کې هم کمزوري دي, له اقدام او تعرض څخه خو بیخي لرې دي, د کمزوري یې دا حالت دی چې اکثره د دوی له ښکاره فتنو څخه نا خبره دي, او په حکومتي لیول یې د دفاع سوچ هم نشته, په غرب کې چې په کوم اندازه اسلام خپریږي هغه د اسلام خپل حقانیت دی چې غربیانو له ځینو وجوهاتو څخه وروسته اسلام مطالعه کړی او حقانیت یې درک کړی, د مسلمانانو کمال نه دی.
په ډیر کم شمیر علماء لګیا دي د خپل وس او توان په اندازه دفاعي حرکت کوي.
کثر الله سوادهم وقوی شوکتهم و سدد رمیهم!
سره له دې چې د امت اجابت حالت په دعوت کې ولیدلی حالت دی, خو بیا هم باید داعیان لاس تر زنې کې نه ني,
1:- باید یو منظم منسجم حرکت ولري.
2:- د امت دعوت بالخصوص د یهودو خباثتونه ښکاره کړي او عام مسلمانان ترې خبر کړي.
3:- شکوکو او شبهاتو ته یې منطقي جوابونه ووایي.
4:- له دفاع سره دې تعرضي حرکت هم شروع کړي, د مثال په ډول: عیسویانو ته دې ووایي: مونږ مسلمانان عیسی علیه السلام ته احترام لرو, په پیغمبري یې او په دوباره راتګ یې ایمان لرو.
خو یهود ولد زنا ورته وایي ( نعوذ بالله من ذالک!) او د قتل اراده یې کړې وه یا ستاسې په ګومان یې قتل کړیې دی.
1:- نو بیا ولې د یهودو په چوپړ کې یاست؟
2:- ولې یې د دسائسو ښکار یاست؟
3:- ولې د مسلمانانو په خلاف د یهودو طرف کوی؟
ما دا خبرې د سپین یوه عیسوي ته وکړې, ډیر چوپ شو, له ډیره چوپتیا وروسته یې ایله دومره وویل: دا د امریکایانو سیاسي کار دی.
بدبختي دا وه چې افغاني ترجمان زما د خبرو له ترجمه کولو ډاریده, ما ورته وویل: مه ډاریږه هیڅ خبره نشته, ډیره په زړه نا زړه یې دا څو خبرې ورته ترجمه کړې.
مطلب دا چې په داسې انداز په استدلال سره اقدامي موقف غوره کړی شي امید دی دوی مصروف شي او ځینې حق طلب کړي حد اقل غیر یهود به د یهودو په اړه سوچ کولو ته مجبور شي.
همدا رنګه مسلمانان باید:
1:- معاشي راکړه ورکړه کې د دوی منافع وسنجوي او مانع یې واقع شي.
2:- که په حکومتي لیول ځینې کارونه حُکَّام نه کوي, عام مسلمانان دې د دوی بینکونو کې خپلې سرمایې نه ساتي, اوس هم په imf کې زیاته سرمایه د مسلمانو بالخصوص د عربو ده.
3:- داسې زیاتې لارې چارې شته چې د دوی منافع او دسائس چیلنج کیدای شي, باید د هرې لارې ماهرین عام مسلمانان وپوهوي.
ان شاء الله د الله مرسته له مونږ سره ده, مونږ یو عامه پوهاوی او منسجم حرکت ته ضرورت لرو.
حسبنا الله ونعم الوکیل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx