شعـــــرونه

مات کړی مې د هر دور دستور دی که راځې/ ملنګ

دانش ملنګ

مات کړی مې د هر دور دستور دی که راځې
ستا هر شرط مې په سر سترګو منظور دی که راځې

ځواني مې د بیلتون سیلیو وخوړه رانه غلې
له ژوند راته جوړ شوی سور تنور دی که راځې

یو څو شیبې مې کینه د کټ سر ته ورکه یاره
د زړۀ زخم مې هغه سې ناسور دی که راځې

رقیب مې سر ته ناست دی او یاسین راباندې وايي
شیرین یار دې دعاؤ ته مجبور دی که راځې

کږې مې دروازې ته دواړه سترګې شوې جانانه
په لاس کې مې نیولی ستا انځور دی که راځې

په ژوند مې دیدن وکړه پس له مرګه دې بیا څه کړم
راځه دانش ملنګ یار دې رنځور دی که راځې

دانش ملنګ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx