شعـــــرونه

ګېډۍ زلفې/ امين وردګ

امين وردګ

یا ګڼې ګېډۍ زلفې یا پر سپین تندي نتکۍ
یا ټیک د سپینو زرو دی یا توره غاړکۍ

یا شور د شنو بنګړو دی یا شرنګی د پایزېبونو
یا وروځې کماني غوندې یا سرې شونډې مسکۍ

یا سپینه جګه غاړه ده یا تورې غټې سترګې
یا سپین سپین مړوندونه یا اوږدې ګوتې نرۍ

یا ګل غوندې ځواني ده یا برېښنا د سپینو غاښو
یا زېړ ساعت پر لاس او یا د سرو زرو لښتۍ

یا تک سپین کالي له شنه څادر سره خو دا چې
کږه وږه پګړۍ وي تورې څڼې ګرګوتۍ

چې ماته مو ناټو کړه او هېواد مو بېرته واخیست
نو اوس خوند کوي خال خط غزلې او لنډۍ

امین د مینې یار دی ځکه داسې یو آرمان کړي
چې ګل ځوانان خوشاله وي او لښتې جینکۍ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx