ټولنیزه برخه

خوشالي څه ته وايي؟ او په څه کې ده؟

دکتور اظهار الحق عزيز

خوشالي په ایمان کې ده:
خوشالي یو معنوي شی دی چې په سترگو نه لیدل کیږي او نه په تله تلل کیږي، نه په خزانو کې ځایېږي او نه په دینار او درهم اخیستل کیږي، چې غنیان یې واخلي او فقیران پاته شي.

بلکي خوشالي یو داسې شی دی چی انسان یې په سینه کې دننه محسوسوي، لکه د نفس صفا والی، د زړه اطمئنان، د تندي پراخوالی او د ضمیر راحت او سکون.

خوشالي په دې کې ده چې د نورو زړونه خوشاله کړې او په شونډو یې موسکا خپره کړې، ولو که ستا ژوند د غمونو ډک وي.

خوشالي د الله په ذکر کې ده، خوشالي د الله په شکر کې ده، خوشالي د الله په عبادت او اطاعت کې ده، خوشالي جنت ته په داخلیدو کې ده او خوشالي د دوزخ نه په نجات کې ده.

خوشالي بازاري مال نه دی چې خرڅیږي او اخیستل کیږي، بلکي خوشالي د قناعت او رضا یو ژور احساس دی.

خوشالي د الله ورکړه ده، چاته یې چې خوښه شي د نېکو او غوره اعمالو په بدل کې یې ورکوي. خوشالي یو داخلي شی دی چی د انسان له داخل څخه راوځي او د انسان د خارج سره تړاو نه لری.

وایي یوه سړي خپلي میرمني ته په قهر او غوسه وویل: خفه به دې کړم، ښځي یې په ارامه لهجه ورته وویل: خفه کولی مې نشې او همدارنگه خوشالولی مې هم نشې.
میړه یې په تیزي سره ورته کړل: څنگه دې نشم خفه کولی؟!
میرمني په اطمئنان وویل: که چیري خوشالي ستا په پیسو کې وي، راباندې بندي به یې کړې، او یا په سپینو او سرو کې وي ترې محرومه به مې کړې، خو خوشالي په داسې شي کې ده چې نه یې ته لرې او نه نور خلک.
میړه یې په تعجب وویل: دا نو څه شی دی؟!
ميرمني یې وویل: زما خوشالي زما په ایمان کې ده او ایمان می په زړه کې دی او د زړه مالک او واکدار مې خپل رب دی، د هغه څخه پرته بل څوک تسلط نه پرې لري.

دې ته رښتینې او خوندوره خوشالي وایي، نه یې کوم بشر چاته ورکولی شي او نه یې ترې اخیستلی شي، له داسې خوشالي څخه هرڅوک خوند نشي اخیستلی، مگر مؤمنان او نېکان خلک خوند ور څخه اخلي، لکه یو نیک عمله او صالح سړی چې وایي: موږ په داسې عظیمه او خوندوره خوشالي کې ژوند کوو که پاچاهان راباندې خبر شي نو د تورو په زور به یې را څخه واخلي.

د چا چې داسې خوشالي نصیب شوې وي، هغوی الله ته په کامله معنی رجوع کړې وي، او د دنیا مؤقتي مصیبتونو باندې صبر کوي او په اخرت کی یې د الله څخه د اجر امید لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx