د افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته شوي سلګونه زره وسلې ورکې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان د بیا رغونې د څار امریکايي بنسټ «سیګار» په خپلو ورستي راپور کې ویلي، چې د امریکا د دفاع وزارت له لوري افغان ځواکونو سره مرسته شوې وسلې ورکې دي.

په راپور کې راغلي، چې د وسلو په ورکېدو کې افغان امنیتي ځواکونه او امریکايي قرارداي شرکتونه ګرم دي؛ خو د دفاع وزارت بیا بي بي سي ته ویلي چې دوی چمتو دي چې د ټولو هغو وسلو، تجهیزاتو او مهماتو په اړه، چې ناټو افغان امنیتي ځواکونو ته ورکړي دي، دوی يې حساب ورکړي او د دغو ټولو اسناد هم په لاس کې لري.

د سیګار په راپور کې ویل شوي، چې د امریکا د دفاع وزرات له ۲۰۰۴ ز کال راهیسې تر دې دمه له امنیتي ځواکونو سره ۷۴۷ زره میله وسلې مرسته کړی، چې ټولټال ۶۲۶ میلیونه ډالر ارزښت لري.

دا راپور زیاتوي، چې د ټولو مرسته شویو وسلو له منځه ۲۰۳ زره او ۸۸۸ میله وسله چې د ټولو وسلو ۴۳ سلنه تشکیلوي یا ورکه ده او یا دغه وسلې تکراري ثبتې شوي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي ول، چې د امریکا له خوا د افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته شوي وسلې ځينې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
د سیګار د دغه وروستي راپور په اساس د کورنیو چارو وزرات سره د وسلو د ثبت سستم هم د اعتماد وړ نه دی.

«دغه وسلې هغه مهال افغان ځواکونو ته ورکړل شوي، چې افغان ځواکونو د وسلو د ثبت لپاره داسې سستم درلود چې هيڅ د اعتماد وړ نه و».

د دوی په وینا په کورنیو چارو وزرات کې د وسلو د حساب کتاب لپاره هيڅ روڼ سستم نشته او هر څه یا خو د کاغذ پر مخ او یا د آفس پروګرام په اکسل کې ثبتیږي.

د دفاع وزرات ویان جنرال محمد ظاهر عظیمي د سیګار د راپور په اړه په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې دوی تیار دي، چې د ټولو تسلیم شوو وسلو په اړه له ناټو او امریکا سره حساب کتاب وکړي.

داسې هم ویل کیږي چې طالبان د اړتیا پر مهال د ملي اردو، پولیسو او آن اربکیانو وسلې په بیه رانیسي او هغوی یې هم په دویم یا درېیم لاس پرې پلوری ؛ نو ځکه دا قوي احتمال هم شتون لري، چې ښايي په دغو ورکو شوو وسلو کې ډېری يې یا طالبانو د جګړو پر مهال نېولي او یا هم افغان ځواکونو له منسوبینو نه په بیه تر لاسه کړي وي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د