
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ زمری، ۱۴۰۱ل): راتلونکي اسيا جام او نړيوال شل اوريز جام لپاره د چمتو والي په موخه د افغانستان کرکټ بورډ د ايرلينډ پر وړاندې راتلونکو پنځو شل اوريزو سياليو لپاره ۱۶ کسيزه لوبډله اعلان کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د ايرلينډ په کوربه توب به دغه سيالۍ په بيلفاسټ ښار کې د اګست له نهمې نيټې پېل شي.
کرکټ بورډ د يادو سياليو لپاره ۱۶ کسيزه لوبډله اعلان کړه، چې څلور احتياطي لوبغاړي هم ورسره شامل دي.
په دغه نوملړ کې لاندې لوبغاړي شامل دي:
محمد نبي (لوبډلمشر)، رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځی، ابراهيم ځدران، حشمت شهيدي، درويش رسولي، نجيب الله ځدران، افسر ځاځی، راشد خان، عظمت الله عمرزی، کریم جنت، شرف الدين اشرف، نور احمد، فضل حق فاروقي، نوين الحق، او فريد احمد ملک.
په احتياطي لوبغاړو کې عثمان غني، مجيب ځدران، نجات مسعود او قيس احمد شامل شوي دي.
Presenting you our lineup for the five-match T20I series against Ireland, starting August 9 in Stormont. #AfghanAtalan | #IREvAFG pic.twitter.com/NIWj6T7VZ3
— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) August 1, 2022
عثمان غني د روان شپږيزې ليګ اتم پړاو سياليو يو له غوره توپ وهونکو څخه دی، دغه راز قيس احمد په دغه ليګ کې تر ټولو زياتې ويکټې اخيستونکی لوبغاړی دی، خو لا هم ۱۶ کسيز نوملړ ته نه دي غوره شوي.
د غوراوي کميټې مشر نور ملکزي د مجيب الرحمن په اړه وويل چې تر دې دمه يې د ويزې ستونزه نه ده حل شوې، په همدې خاطر په احتياطي لوبغاړو کې غوره شوی، چې د ويزې ستونزه يې حل شي ۱۶ کسيز نوملړ ته به زيات شي.
ابراهيم ځدران له درې کلن ځنډ وروسته يو ځل بيا د شل اويزې لوبډلې په نوملړ کې زيات شوی، په داسې حال کې چې حشمت شهيدي، نوين الحق او فريد احمد له ۲۰۲۱ کال په لومړي ځل شامل شول.
په ياد نوملړ کې ۱۷ کلن نور احمد چې سږکال د نولس کلنو نړيوال جام کې هم و، خپل ځای ساتلی. نوموړي د زمبابوې پر وړاندې په جون مياشت کې غوره کارکردګي نندارې ته وړاندې کړه، او په يوه لوبه کې يې په ۱۰ منډو ورکولو سره ۴ لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان کرکټ بورډ دوه اونۍ وړاندې د انګلستان مخکښ لوبغاړی جانتن ټراټ د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په حيث وټاکه چې لوبډلې سره به يې دغه لومړی سفر وي. دغه راز د پاکستان عمر ګل به د توپ اچونې روزونکي په حيث لوبډلې سره يوځای شي.
ټاکل شوې ده افغان لوبډله د راتلونکې اونۍ په پېل کې ايرلينډ ته سفر وکړي.
د يادونې وړ ده چې دغه لوبې د اګست په ۹، ۱۱، ۱۲، ۱۵ او ۱۷ نېټه د ايرلينډ په بيلفاسټ کې ترسره شي.