
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ زمری، ۱۴۰۱ل): د اسیا جام کرکټ شورا د راتلونکي ټورنمنټ سیالیو مهالویش اعلان کړ چې له مخې به یې افغانستان او سریلانکا په لومړۍ لوبه کې مخامخ کیږي.
د افغانستان او سریلانکا کرکټ لوبډلو ترمنځ د اسیا جام لومړۍ سیالۍ به د اګست میاشتې په ۲۷مه نېټه په عربي اماراتو کې ترسره شي.
د اسیا جام شل اوریزې سیالۍ د سریلانکا په کوربه توب په عربي اماراتو کې ترسره کیږي، دغه لوبې په سریلانکا کې له سیاسي او اقتصادي کړکیچ وروسته عربي اماراتو ته انتقال شوې.
افغانستان او سریلانکا لوبډلې به د عربي اماراتو په دوبۍ نړیوال لوبغالي کې له افتتاحي مراسمو وروسته مخامخ شي.
د یاد جام یوه بله جالبه لوبه د پاکستان او هندوستان ترمنځ ده چې د اګست میاشتې په ۲۸مه نېټه به ترسره شي. ددغو سیالیو پایلوبه به د سپتمبر په ۱۱مه نېټه ترسره شي.
Cricketing fans! Get ready to witness Asia's best, battling it out to become Asia's best!🔥👊 Here's how this year's Men's Asia Cup is lined up. Mark your calendars📆 Tell us in the comments, which team are you supporting?#ACC #cricketlove #cricket #AsiaCup2022 pic.twitter.com/DYTBjXnFke
— AsianCricketCouncil (@ACCMedia1) August 2, 2022
د اسیا جام ۶ لوبډلې دوه ګروپونو ته ویشل شوي چې هندوستان، پاکستان او د کوالیفایر څخه یوه لوبډله، او دوهم ګروپ کې افغانستان، سریلانکا او بنګلدیش لوبډلې دي.
هره لوبډله به ګروپ کې د خپلو سیالانو پر وړاندې یوه یوه لوبه ترسره کوي، چې دوه مخکښ لوبډلې به دوهم پړاو ته لار مومي، په دوهم پړاو کې به دوه مخکښ لوبډلې پایلوبې ته لار ومومي.
د یادو لوبو په لومړي پړاو کې به عربي امارات، سینګاپور، کویت او هانګ کانګ لوبډلې کوالیفایر لوبې کوي چې ګټونکې لوبډله به د اسیا جام اصلي لوبو ته لار مومي او هند او پاکستان سره به ګروپ کې یوځای کیږي.
ټاکل شوې وه د اسیا جام سیالۍ لومړی په سریلانکا کې ترسره شې خو په دغه هېواد کې سیاسي او اقتصادي کړکیچ ددې لامل شو چې دغه لوبې عربي اماراتو ته انتقال شوې او کوربه توب به یې هم سریلانکا کوي.