نظــر

‏د چين او افغانستان اړیکې

عبدالرحيم ترين

ډير ملګري او د اسلامي امارت خواخوږي دا ويره لري چې اسلامي امارت بايد له چين سره په اړيکو کې محتاطانه قدمونه واخلي ځکه چين د اقتصادي اشغال ستراتيژي لري او اوسنی ملاتړ او همکاري يې له اسلامي امارت سره د خپلو ګټو لپاره ده، سیده دا نظريه کاملاً صحي ده ‏ځکه چین عملاً د اقتصادي اشغال ستراتيژي لري چې دوه اسيايي هيوادونه پاکستان او سريلانکا يې عملي مثال ده او د چين په مرستو يې اقتصادي حالت کنترول کيږي، که د چين مرسته او همکاري يوه ورځ نه وي، د دغو هيوادونو اقتصاد سقوط او بانکي سيستم له منځه ځي او د خوراکي او نورو توکو بيې به‏ اسمان ته پورته شي چې ولس به د نظام پرضد را پورته شي چې ژوندۍ مثال تيره يوه مياشت د سریلانکا حالت و، چې د ولسمشر په تېښتې او نوي ولسمشر په ټاکلو سره یې دغه کړکېچ د چين په مرستو پای ته ورسېده.

پاتې شوه د افغانستان اړوند افغانستان اړوند هم چين له هغې اولې ورځې چې اسلامي امارت واک‏ ته رسیدلی د همدې ستراتيژي په لټه کې ده چين حتی ما ځينې داسې نا تایید شوي راپورونه هم واوريدل چې چين اسلامي امارت ته وړاندیز کړی وو چې د افغانستان د اقتصادي حالت لپاره چمتو دي تر 40 ميلياردو ډالرو مرسته وکړي خو اسلامي امارت دې چين ته په افغانستان کې په هره برخه کې د سرمايه ګذاري‏ اجازه ورکړي او عملي ددې سرمايه ګذاري لپاره لسګونه چينايي سرمايه ګذاري شرکتونه افغانستان ته له وړاندې را رسیدلي او يوازې د ا ا يو امر ته په تمه دي چې خپل کار پيل کړي، خو ا ا په هره برخه کې پراخو بحثونو غوښتونکی ترڅو ډاډه شي چې ايا چين افغانستان کې کيدونکي سرمايه ګذاري څخه‏ څومره ګټه افغانستان ترلاسه کوي او څومره چين او چين په دې برخو کې د سرمايه ګذاري سره د کومو موخو په لټه کې ده چې دا دلايل دي چې تيرو يوولسو مياشتو کې اسلامي امارت هيڅ توافق د افغان کانونو او نورو برخو کې ونه کړ او لا هم تاوده بحثونه روان دي.

بله موضوع دا ده چې د پاکستان‏ او سریلنکا حالت د افغانستان لپاره ژوندۍ مثال ده، اسلامي امارت ځکه په ډیر احتیاط سره له چين سره مخ په وړاندې قدم اخلي ترڅو خدای مکړه افغانستان هم د پاکستان او سريلانکا په برخليک اخته کړي، وخت تيريدل او ستونزې زغمل د افغانستان لپاره تر هغه زر ځلې غوره دي کوم چې مونږ له اقتصادي‏ اشغال سره مخامخ کيږو او زموږ اقتصاد او حالت د چين په داسې مرستو په مخ روان يا حرکت کې وي کوم چې نه مرو او نه ژوندي کيږو، چې تر ډيره اسلامي امارت دې حالت څخه د وتلو اړوند له چين سره په پيچلو او سختو بحثونو بوخت دی.
افغان اقتصاد اوسمهال د تيرو يوولسو مياشتو په پرتله ورځ‏ تر بلې په ښه حالت کې او د ښه کيدو په حال کې ده، او دې حالت د اسلامي امارت چارواکي هيله من کړي دي او جرأت یې ورکړی دی چې مونږ له هر بهرني هيواد هغه که چين يې يا کوم بل سخت او اوږد مهاله بحثونو وکړو، که داسې اقتصادي حالت مو چې اوس ده او د ښه کيدو په لوري نه وای روان‏ د مالياتو، صادراتو او نورو عوايدو کچه مو ټیټه نو د افغان اقتصادي نظام د ژغورنې لپاره به مونږ پخوا په ډيره کمه بيه لسګونه قرادادونه له چين، ترکيې، روسیې او نورو اسيايي هېوادونو سره کړي وای خو الحمدلله مونږ اوس له هغې مرحلې راوتلي يو چې اقتصادي نظام مو سقوط وکړي يا د بهرنيو‏ په مرستو پرمخ لاړ شي، خپل يوه روپۍ عوايد د بهرنيو له سلو ډالرو زر ځلې بهتره دي.

نو د پورته ټولو خبرو مطلب مې دا ده چې چين او نورو هيوادونو سره کيدونکي تړونونه به د افغان ولس په خير وي او هيچاته به پکې د افغانستان د اقتصادي اشغال يا بلې کومې پلمې او ګټې وخت ورنکړل شي‏ افغانستان الحمدلله اوس وخت له پخوا په ډیر ښه اقتصادي حالت کې ده او ورځ تر بلې د ښه کيدو په طرف روان ده ان شاء الله چې ډير ژر به ددې حالت د لا ښه کيدو لپاره افغان کنګل شوې شتمنۍ یوه برخه هم له امريکايانو سره له کاميابو ډيپلوماټيکو خبرو وروسته ژر آزاده شي چې اقتصادي حالت به‏ ډير ورسره ښه شي.

د يو بډايه، پر ځان بسيا، په پښو ولاړ اقتصادي خپلواک افغانستان په هيله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx