ټولنیزه برخه

د مطالعې ارزښت

مولوي نورالحق مظهري

د مطالعې تعريف:
مطالعه هغه خالص فکري کار دی چې لوستونکي ته پر داسې ښه لوستلو قدرت ورکوي چې وروسته يې پوهه او نقد حاصليږي.

د مطالعې ارزښت:
مطالعه د انسان لپاره ډېره مهمه ده او د علم او پوهې په ډګر کې نه تنها دا چې د انسان لپاره حيثيت د استاد لري بلکې په مټ يې انسان د علمي کمال لويې درجې ته رسېدلای سي، د مطالعې کولو ارزښت ددې آيت څخه له ورايه معلوميږي چې الله پاک د لومړي ځل لپاره خپل پيغمبر صلي الله عليه وسلم ته فرمايي: اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ.
ژباړه: لوستل وکړه په نوم د خپل رب هغه چې ته يې پيدا کړی يې.

پيغمبر صلي الله عليه وسلم خپله امي و، ليکل او لوستل يې نه وه زده او بې له دې چې تعليم وکړي د الله پاک په قدرت يې د اعجاز په حيث ټولې وحيي زده کولې او تلاوت کولې، خو په امت کې بيا د هر چا لپاره لوستل هغه وخت ممکن وي چې درس ووايي او مطالعه وکړي.

نو د سم لوستلو سره مطالعه کول لازم دي که څوک کوم شی سطحي او بې له مطالعې لولي هغه ته موږ سم لوستل نشو ويلای او نه هم لوستونکی ګټه ورنه اخيستلی شي.

په بل حدیث شریف کې راځي:
مَثَلُ الْقُرْآنِ مَثَلُ الإِبِلِ الْمُعَقَّلَةِ، إِنْ تَعَاهَدَهَا صَاحِبُهَا بِعُقُلِهَا أَمْسَكَهَا عَلَيْهِ، وَ إِنْ أَطْلَقَ عُقُلَهَا ذَهَبَتْ.[سنن ابن ماجه 3783] ژباړه: د قرآن مثال داسې دی لکه د تړل شوي اوښ، که يې خاوند څارنه وکړي او اوسار يې ونيسي نو د ځان لپاره به يې وساتي او که يې اوسار ايله کړي ځينې ولاړ به سي.
يعنې که څوک له قرآن سره رابطه ولري، د قرآن تلاوت کوي، زدکړه او مطالعه يې کوي نو قرآن به يې نه هېريږي خو که مطالعه يې ونکړي او رابطه ورسره ونلري نو بيا به يې هېريږي.

علماو ليکلي دي: دلته که څه هم مثال د قرآن ورکول سوی دی خو خبره عامه ده، د هر علم سره چې سړی رابطه ونلري او مطالعه يې ونکړي د سړي هېريږي او له هر علم سره چې رابطه موجوده وي بيا د انسان په ذهن کي تر ډېره پورې پاتيږي.

د پورته حديث په تشريح کې په التمهيد کتاب کې راځي:
وفي هذا الحديث دليل على أن من لم يتعاهد علمه ذهب عنه أي من كان لأن علمهم كان ذلك الوقت القرآن لا غير وإذا كان القرآن الميسر للذكر يذهب إن لم يتعاهد فما ظنك بغيره من العلوم المعهودة. [التمهيد لمافي الموطأجزء 14 ص 131] پدې حديث کې پر دې خبرې باندې دليل دی چې هر څوک خپل علم ته پام ونکړي (تعليم او تعلم يې ونکړي او له مطالعې سره رابطه ونه لري) نو علم يې ورڅخه ځي، د هر شي علم چې وي ځکه هغه وخت علم يواځې قران و، نو قران چې د يادولو لپاره اسان هم دی که څوک ورته متعهد نه وي ورڅخه ځي نو د نورو علومو په اړه ستا څه ګمان دی؟ (چې هغه به بيا ورته پاتيږي؟).
په غزوه کې د بدر چې مشرکين اسيران شول، رسول الله صلي الله عليه وسلم د دوی د آزادولو لپاره دا شرط پرېښود چې هر مشرک به لسو مسلمانانو ته ليک لوست زده کوي. دا خپله د ليک لوست د زدکړې ارزښت ښکاره کوي.

د مطالعې ګټې او فايدې:
1 – په مطالعه باندې انسان له ډېرو مشکلاتو سره د مقابلې او د هغو د حل لارې چارې زده کوي.
2 – مطالعه د معرفت او پېژندلو مهمه ذريعه ده ځکه د مطالعې په مټ انسان د پخواني او اوسني انساني علومو او معارفو سره آشنايي پيدا کوي.
3 – د مطالعې په ذريعه انسان د نورو انسانانو د فکرونو او عقلونو سره رابطه پيدا کوي لکه څنګه چې مطالعه د روح او عقل لپاره غذا او کمک کوونکې ده او د ټول عالم په وړاندې د علم او معرفت د حاصلولو لپاره خلاصه کړکۍ ده.
4 – په مطالعه باندې انسان خپل مرتبطه او مؤمن بها عقيده سمه پيژني، د آزادۍ او حريت په اصلي مفهوم يې سر خلاصيږي، د امت قيادت کولای سي، خپل وطن جوړولای سي او ځان او خپله ټولنه سمه پيژندلی سي او اړتياوي يې درک کولای سي.
5 – نوو مطالعاتو ښودلې ده چې د ذهني انحطاط کچه په هغه افرادو کې چې مطالعه کوي 32% نسبت و هغه خلګو ته چې مطالعه نه کوي ټيټه وي سره له دې چې د مطالعه کوونکو افرادو سن هم ډېر و همدا راز د ډاکټر روبرتس ويلسون په باور مطالعه کول او د سختو عباراتو حلول په الزایمر ناروغۍ د اخته کېدلو احتمال هم ډېر کموي.
6 – مطالعه انسان د معرفت او ثقافت خاوند ګرځوي او د ډېرو معلوماتو په ورکولو سره دده مرسته کوي خو پدې شرط چې سالمه او سمه مطالعه وسي تنها ځغلنده لوستل نه وي.
7 – د ډېرو علمي شيانو په زده کولو د انسان مرسته کوي او پوهه يې ورسره ډېريږي.
8 – د انسان د لغاتو او خبرو زېرمه ډېريږي او قوي کيږي، خبرې او د خبرو طريقه يې سميږي هغه چې پر خبرو او مناقشې باندې د انسان د قدرت په ډېرولو کې ډېر فعال رول لري.
9 – په مطالعه باندې د انسان په ځان باور او اعتماد بالنفس ډېريږي او ذاتي احساس يې قوي کيږي.
10 – مطالعه د انسان عقل ته اضافه ليد ورکوي چي په مټ يې د شيانو تر مينځ پر ربط او تحليل باندي قدرت پيدا کوي او ډېري نتيجې لاسته راوړلای سي.
11 – په مطالعه باندي د انسان وخت دداسي شيانو څخه ډکيږي چي د ته ګټه رسوي او د ستړيا څخه يې خلاصوي.
12 – په مطالعه باندي په هره برخه کي نوي نوي شيان زده کيږي او انسان د نوو علمي اصطلاحاتو سره بلدتيا پيدا کوي چي په مټ يې د انسان څخه جهالت، خرافاتي والی او تنګ نظري ورک کيږي.
13 – په مطالعه باندي د انسان حافظه قوي کيږي او پر تمرکز باندي پوره قدرت پيدا کوي.

مطالعه څنګه وکړو؟
مطالعه هم د نورو کارونو په څېر يو کار دی لکه نور کارونه چي تر ځينو حالاتو او ځايونو پوري تعلق لري مطالعه يې هم لري، مطالعه بايد په لاندي حالاتو او ځايونو کي وسي:
1 – د مطالعې لپاره بايد ښه فارغ ځای او آرام حالت وي په ګڼي ګوڼه کي او د رفتار په حالت کي بايد د مطالعې څخه ډډه وسي البته ځينو خلګو ځانونه د ګڼي ګوڼي د حالت سره آموخته کړي وي د هغوی لپاره بيا هيڅ پروا نه لري ځکه دوی همداسي عادت نيولی دی خو د رفتار په حالت کي مطالعه د انسان سترګو ته تاوان کوي او يو ډول سردردي ورته پيدا کوي نو ځکه يې بايد پداسي حالت کي ونکړي.
2 – د مطالعې لپاره بايد داسي ځای انتخاب کړل سي چي هلته رڼا وي او د کتاب ليدلو امکان وي تر څو د کتاب عبارت هم سم وويني او په اخيستلو کي د معنی او مراد هم غلط نسي.
3 – پداسي سورلۍ کي چي سترګي پر کتاب باندي آرام نه نيسي بايد د مطالعې کولو څخه ډډه وسي تر څو سترګي هم خرابي نسي او د سردردۍ څخه هم انسان وساتل سي.
4 – د مطالعې په کولو کي بايد د تيزۍ او چټکۍ څخه كار وانخيستل سي ځكه له يوې خوا د انسان اعصابو ته تاوان کوي او د بلي خوا په تيزي مطالعې باندي انسان مطلب او مقصود لاسته نسي راوړلای.
5 – کوښښ دي وسي چي مطالعه په ناسته باندي وسي ځکه په ولاړه او پروته باندي ممکن انسان ته روغتيايي ستونزي پيښي سي.

کوم کتابونه مطالعه کړل سي؟
پدې خاطر چي په مطالعه کولو کي د انسان وخت مصرفيږي او وخت د انسان عمر دی چي بايد يې په ښه شيانو کي ولګوي نو د مطالعې لپاره بايد داسي کتابونه غوره سي چي کتل يې په لومړيتوب کي وي او ګټه ولري.
په لومړي قدم کي دي انسان هغه کتابونه مطالعه کړي چي دده ديني معلومات ورباندي ډېريږي او شرعي احکام په تفصيل باندي پيژني؛ هدف مو د ديني معلوماتو څخه عام دی که عقيدوي کتابونه وي که د فرعي احکامو کتابونه وي او که اسلامي سياسي کتابونه وي.
که مطالعه کوونکی ديني عالم وي؛ د ښه او بد توپير کولای سي او د هيچا څخه نه متأثره کيږي نو دی د هر چا کتاب مطالعه کولای سي ځکه په کتاب کي ښه او بد، قوي او ضعيف، سم او غلط سره جلا کولای سي چي ښه يې را اخلي او بد يې پريږدي.
که مطالعه کوونکی ديني عالم نه وي بلکي طالب العلم يا محصل وي نو هغه دي د کتاب د مطالعه کولو مخکي د يوه تکړه ديني عالم سره مشوره وکړي چي دی د چا کتابونه او کوم کتابونه مطالعه کړي؟ که کوم کتاب خوند ورکوي د هغه د ليکوال په اړه دي ارومرو د يوه تکړه ديني عالم سره مشوره وکړي تر څو خدای مکړه د کتاب په مطالعه کولو باندي خپله لار ورڅخه ورکه نسي او په فکري يا سياسي انحراف باندي اخته نسي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx