ادبي لیکني

د استاد شپون (د مهاجر خوب) په نظم کې د خوب څېړنه

څېړنه ـ سید اصغر هاشمي

لنډيز
دغه لیکنه د استاد شپون په یو نظم کې د خوب څېړنه ده، خو د خوب له څېړنې پرته په تور رنګه هم خبرې لري، شپه توره ده، خوب په توره شپه کې لیدل کېږي نو ځکه د خوب په څېړنه کې د تور رنګ یادونه هم شوې ده. د خوبونو په څېړنه کې د اهورايي او اهریمي خوبونو یادونه شوې ده او دا واضح شوي چې (د مهاجر خوب) نظم د خیر خوا لري او که د شر. د خوبونو په اړه بله مهمه موضوع د سېمبولیک او ساده خوبونو موضوع ده چې په یاد نظم کې خوب ساده او ښکاره خوب ښودل شوی دی.

سریزه
استاد شپون ښه څېړونکی او پنځونکی دی، پښتو ادب کې د ده داستاني ادبیات او د داستان ژبه د ارزښت وړ ده خو شعرونه او نظمونه یې هم د یادونې وړ دي، د ده په منظومو لیکنو کې د وینا د الفاظو او معنا تر منځ برابري او توازن موجود دی، ځینې داسې لیکوال شته چې الفاظ له معنا څخه او یا معنا له الفاظو څخه قربانوي، چې د ده په لیکنو کې د دې دواړو خواوو تر منځ برابري شته. نظمونه یې ډېرې ټولنیزې خواوې لري، څېړونکي کولای شي له نوي اړخه د ده پر پنځونو څېړنې وکړي. په لیکلې مقاله کې د استاد یو نظم د کارل ګوستاو یونګ د تیوري له لیده د خوب څېړنه شوې ده.

د موضوع نویوالی:
په شپون صاحب کمې لیکنې شوې دي او په ځانګړي ډول د ده په نظمونو کې د خوب څېړنه به لومړنۍ لیکنه وي. ادبیات له ارواپوهنې سره اړیکې لري، چې دغه مقاله یې ښه بېلګه ده. دا چې د څېړنې لارې چارې نویو خبرو ته اړتیا لري او د یوې فرضيي د ثابتونو لپاره د تخصص پرته پر نورو علومو پوهیدل اړین دي، په حقیقت کې همدا د کار نویوالی ثابتولی شي.

د موضوع موخې:
(د مهاجر خوب) نظم د ارواپوهنې له اړخه د خوب څېړنې ته اړتیا، خوبونه په شپه کې لیدل کېږي، شپه توره تیاره ده او تور رنګ لري، نو د خوب په څېړنه کې تور رنګ یادونه.

د موضوع پوښتنې:
ـ ایا (د مهاجر خوب) نظم د یونګ له نظره د خوب له څېړنې سره اړیکه لري او کنه؟
ـ ایا د خوب او تور رنګ اړیکه د خوب په څېړنه کې اړینه موضوع ده؟

د موضوع کړنلار:
په دې څېړنه کې د کتابتوني څېړنیز ډول او له تشریحي او تحلیلي مېتود څخه ګټه اخیستل شوی دی.

متن:
شپږ کاله په خوب کې او په ویښه په وطن کې یم
ورځ بیا ګذران وشي، بېچاره شمه چې شپه راشي
شپه توره بلا ده، شپه خپسه توره دوړه ده
غم راشي، کړاو راشي، سودا راشي، غوسه راشي
شپه د بې دردیو، نامرادیو، اسوېلیو مور
کټ راته تنور شي له بړستنې سره لمبه راشي(۱)
د انقلاب او بېلابېلو ستونزو له امله د هېواد د نورو پوهانو او شاعرانو په ډول سعدالدین شپون هم مهاجر شو، محتاجه شو، سپین ږیری، ناتوان، او د تېر ارمان په ستونزې اخته شو. د ده په شعرونو کې د کور، کلي، ملګرو، مور او د ماشومتوب د وخت یادونه لېدل کېږي. نوستالیژیک ارمان یې د داخلي تاثراتو پر بنیاد پیدا کېږي او په ویښه او خوب کې یې زوروي.
د ده په شعرونو کې د تور رنګ یادونه ډېره شوې ده او دا چې زما لیکنه د ده په یو نظم کې د خوب څېړنه ده نو خوب هم ډېر وخت په توره شپه کې لېدل کېږي او د خوب، شپې او تور رنګ درې اړخیزه اړیکه یې د څېړنې وړ ده. په پورتنیو بیتونو کې هم د خوب یادونه شوې ده، د شپې په راتګ سره تور رنګ پیدا کېږي، د بېلابېلو ستونزو له امله د لیکوال خوب تښتي، خراب خوبونه ګوري.

د رنګونو په څېړنه کې د رنګ ارواپوهنه پر بېلابېلو رنګونو بحث کوي او د انسان پر شخصیت او روان باندې د هر رنګ اغیز ښيي.

د رنګونو استعمال له پخوا زمانو څخه په مصر، هند او نورو ځایونو کې موجود وو، د مصر په لرغونو عبادتخانو کې به له داسې رنګونو کار اخیستل کېده چې د انسان روح او نفس ته به یې ګټه درلوده او ناروغان به یې دغو عبادت ځایونو ته د درملنې لپاره راوړل.

د مصر ملایانو په دې نظر وو چې رنګونه ژوند ژغوري او بې له رنګه ژوند بې رنګه وي، همدا رنګونه دي چې د روغتیا قدرت او جادو لري. په چین او هند کې د انسان درملنه د (کروماتراپي) رواج وه. ځینې پوهان لا په دې باور دي چې د انسان د بدن هره داخلي او بهرنۍ عضوه د یو ډول رنګ سره اړیکه لري او د همدې رنګ په وسیله هماغه غړی فعالیږي او که همدا رنګ ورته ونه رسید نو فعالیت یې کمېږي.(۲)
د تور رنګ په اړه راغلي دي:
زه د شپې له تاریکۍ سره اشنا یم
زه د تورې تروږمۍ سکنی ورور یم(۳)
+++
موږ به د دښتې خاټول بیا سور کړو
خو په زړګي کې بې تور داغ نه وي(۴)
د شپون صاحب شعرونه او نظمونه چې ولوستل شي نو پوهېږو چې دی ډېر خپه دی، خپل هېواد یې یادیږي، کله کله د خپلې مور غېږ ته ولاړ شي او مور یې په سر کې لاس وهي، د انقلاب او مرګونو څخه شکایت کوي، د خپل کلي په باغونو، پټیو او ویالو په غاړه ګرځي، د ماشومتوب ارمان کوي.
تور د خپګان رنګ دی، متل دی (زړه مې ور څخه تور دی). تور رنګ ډیپریشن پیدا کوي چې لوی لامل یې دا دی چې د دې رنګ په استعمالولو سره رواني انرژي له لاسه ورکول کېږي او په شاعرۍ کې د سمبولونو په ډول له رنګونو کار اخیستل کېږي چې تور رنګ د مړینې سېمبول هم دی.
د مثال په توګه سره او شنه رنګونه د خوښۍ رنګونه دی، زیړ، خړ او تور رنګونه ساړه او بې روحه رنګونه دي چې غم او خپګان تداعي کوي.(۵)
څېړنو ښودلې چې ناروې شمالي قطب ته نږدې ده، په ژمي کې شمالي ناروې ډېرې اوږدې شپې لري، هلته د خپګان سلنه له جنوبي ناروې زیاته ده چې لامل یې په جنوبي کوریا کې د شپو لنډوالی او په شمالي کوریا کې د شپو اوږدوالی ښودل شوی دی.

د شپون صاحب په شعرونو کې د تور رنګ یادونه په دې دلالت کوي چې ډېر مایوسه او خپه دی. د تور رنګ معنا یعنې (نه) او د سپین رنګ معنا یعنې (هو). تور رنګ د منفي ارادې او منفي ګرايي سره اړیکه لري او سپین رنګ له مثبتې ارادې او مثبت ګرايي سره.

د استاد شپون شپه نه خوښېږي، نو ځکه یې له تور رنګ نه خوښېږي او خوبونه هم په توره شپه کې وینې. د ده په یو شعر کې چې (د مهاجر خوب) په نوم سرلیک لري، خوب ګوري، خپل کور او کلي ته ځي. وايي:
خوب وینم عالمه که یې څوک راکړي معنا
پروت یم سر مې ایښی د خپل یار په زنګانه
سر په بالښت ایښی تش کالبوت په واشنګټن کې و
روح مې په مزو مزو روان په خپل وطن کې و(۷)
پورته بیتونو کې د روح او جسم یادونه ده، جسم کالبد دی، د خوب په وخت کې له کاره ولویږي، ژوندی وي خو کار کولای نشي. د خوب په وخت کې لاشعور کړنې سرته رسوي او کله کله د ټولنیز لاشعور ذخیره شوي شیان هم په خوب کې لېدل کېږي. کله چې په ویښه انسان د ځینو کارونو اراده ولري او د ځینو ستونزو له امله یې کولای ونشي، یا هر انسان ارمانونه لري او په روزمره ژوند کې نه پوره کېږي او یا هم ډېرې داسې موضوعګانې او حادثې شته چې د انسان په ژوند کې په انسان تېرې شوې دي، چې کله کله همدا موضوعګانې په خوب کې ګوري. د خوب ژبه په حقیقت کې د لاشعور ژبه ده او د رنګونو او سېمبولونو په ډول ښکاره کېږي.
ډنډ د شمالي ته شوم انګور میزان وهلي
تاک شینکي زېړچکی شو تالان پرخو پرېوللي
کوز تګاو ته لاړم د اغوزو لویې ونې
پاس وختم غره ته د څېړیو پاڼې پلنې
خلک وو، بازار و، شور ماشور و، تله راتله وو
نه د ویر وه نښه، نه د غم وه نښانه
خوب وینم عالمه که یې څوک راکړي معنا(۸)
پورته شعر کې د تېر ارمان دی، په لیکوال کې نوستالیژیکه ستونزه لیدل کېږي، په روزمره ژوند کې د خپل تېر یادونه کوي، ارمان کوي خو ورته رسیدلی نه شي، له وطنه لېرې دی نو ځکه په خوب کې د ويښې حالات ګوري. دغه حالات د شپون صاحب په داخلي نړۍ کې شته او کله کله د ځینو ستونزو، حالاتو او بهرنیو حسونو په وسیله ورته تداعي کېږي خو چې کله ویده شي نو په خوب کې یې ویني.
د خوبونو په اړه ویل کېږي چې یو ډول یې اهورايي (خیر) خوبونه دي او بل ډول یې اهریمي (شر) خوبونه دي، د انسان تېر ژوند او شخصیت په خوبونو کې ښکاره کېدای شي، هغه خلک چې شرارتي دي، په تېر ژوند کې یې د خیر پر ځای د شر کارونه ډېر کړي وي نو د ده خوبونه هم خراب وي، ځکه چې د ده لاشعور د همدغو خرابو حوادثو څخه ډک دي او هغه څوک چې ښه خوبونه ګوري نو د ده تېر ژوند د انسانیت او اسلامیت پر ګاڼه سمبال وي. (۹)

د پورته خبرې تایید لپاره د زردشت هغه لارښود چې په دین کې یې مهم دی او وايي چې هر انسان باید ښه وینا، ښې کړنې او ښه فکر ولري. یعنې د هر انسان فکر کول، له کړنو سره اړیکه لري، وینا یې بیا له فکر کولو او عمل کولو سره اړیکه پیدا کوي. د هر انسان فکر، عمل او کردار یو پر بل اغیز لري. (۱۰)

د هر انسان لاشعور د ده له فکر سره اړیکه لري، کله چې انسان په روزمره ژوند کې کوم ډول فکر کوي، همدا فکر د ده په ویناوو او عمل کې ښکاره کېږي او په لاشعور کې یې زیرمه کېږي، ټولې کړنې یې بیا د فکر سره اړیکه لري، همدا فکر دی چې د ده کړنې رهبري کوي، وینا یې هم له فکر څخه سرچینه اخلي چې په عمل کې ښکاره کېږي.

د انسان خوبونه د ده له فکر، وینا او عمل سره اړیکه لري او څه چې په خوب کې ګوري، د ده خپل فکر، عمل او وینا ده. شپون ښه خوبونه ګوري نو دا په دې دلالت کوي چې د ده تېر هېر ذخیره شوي حالات ښه دي او د ده د شخصیت نمایندګي کوي.

د همدې نظم په پای کې وايي:
خوب مې په وطن کې دی، خوردن مې په وطن کې دی
خوب کې چې هم مرمه، ځنکندن مې په وطن کې دی
قبر په وطن کې، جنازه مې په وطن کې ده
تن مې په وطن کې دی، کپن مې په وطن کې دی
ماته تابوت مه جوړوئ، ما ته ګلان مه راوړئ
روح مې په وطن کې دی او تن مې په وطن کې دی
ګوندې یو شپونکی وطن قبول کړي نذرانه
خوب وینم عالمه که یې څوک راکړي معنا(۱۱)
په شپون وطن ډېر ګران دی، ډېر وخت په خوب کې وطن ګوري، لوی لامل یې مسافري ده او له وطنه لریوالی دی، وطن پسې خپه دی او پخواني یادونه یې په زړه ګرځي نو ځکه په خوب کې هم وطن ګوري.

د خوبونو په اړه ویل کېږي چې یو ډول خوبونو ته سېمبولیک خوبونه ویل کېږي، د داسې خوبونو په تعبیر هر څوک نه پوهېږي، خوب لیدونکی پرې هم نه پوهېږي، پخوانیو شاهانو په دربار کې د خوب تعبیر لپاره د خوب ویلو عالمان ساتل او د خوبونو تعبیر یې پرې کاوه او بل ډول خوبونو ته ساده او ښکاره خوبونه ویلای شو چې د هغې تعبیر ښکاره وي. شپون صاحب خوب ښکاره او واضح دی، د وطن ارمان کوي او خپل کور او کلی یې یادیږي.

پایله:
ادبیات له ارواپوهنې سره اړیکه لري، په پښتو ادب کې یوه نوې برخه د خوب څېړنه ده. د خوبونو په اړه ډېرو پوهانو خپل نظریات ورکړي دي، خو په لیکلې مقاله کې د یونګ د نظريي پر بنسټ د خوب څېړنه شوې ده او د خیر او شر، سېمبولیک او ښکاره خوبونو یادونه شوې ده او دا ښودل شوي چې د شپون صاحب انتخاب شوی نظم کوم ډول خوب سره اړیکه لري.

د شپون صاحب دغه نظم له خوب سره اړیکه لري او دا ثابته شوه چې خوبونه ولې لېدل کېږي؟ لامل یې څه دی؟ له کومه کېږي؟ او دا خوب کوم ډول خوب دی.

ماخذونه:
۱. د لعل پاچا ازمون په زیار، په کاڼو کې غمي، د استاد شپون منظوم کلیات: د بلخ او کندوز پوهنتون، په علمي او ټولنیزو چارو کې د جمهوري ریاست مشاوریت، ۱۳۹۸ ل کال، ۳۹مخ.
۲. حبیب الله ځدراڼ، د رنګونو نړۍ: دانش خپرندویه ټولنه، کابل، ۱۳۸۹ل کال، ۲۰مخ.
۳. د استاد شپون منظوم کلیات: ۱۳۹۸ ل کال، ۲۶مخ.
۴. پورتنی اثر، ۴۶مخ.
۵. محمد اکبر کرګر، غني د شګو په محل کې او ما ته یو دریاب د نور را: هاشمي خپرندویه ټولنه، ننګرهار، ۱۳۹۵ ل کال، ۲۴۱مخ.
۶. حبیب الله ځدراڼ، د رنګونو نړۍ: دانش خپرندویه ټولنه، کابل، ۱۳۸۹ل کال، ۱۹۰ـ ۱۹۱مخونه.
۷. د استاد شپون منظوم کلیات: ۱۳۹۸ ل کال، ۹۰ مخ.
۸. پورتنی اثر، ۹۱مخ.
۹. پوهنمل سید اصغر هاشمي، د حماسې رواني څېړنه: هاشمي خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۹ ل کال، ۱۲۱مخ.
۱۰. شیدا ریاضی هروی، نگاهي به انسان‌شناسي زرتشت و استنتاج دلالت‌هاي تربيتي آن: پنځم کال، دویمه شماره، پرله پسې 18، 1393ل کال، ۲مخ.
۱۱. د استاد شپون منظوم کلیات: ۱۳۹۸ ل کال، ۹۲مخ.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx