ټولنیزه برخه

د بهلول عدل

ژباړه: خوشال درانی

یوه ورځ یو کلیوال په بازار تېرېده. گوري چې یو دوکان کې خواړه پخېږي او ډېر ښه بوی یې کاوه. کلیوال خپله ډوډۍ له جېبه راوویسته او دېګ سره نږدې ودرېد او ډوډۍ یې ورسره وخوړه. کله چې له دوکان وتو، دوکاندار ورته وویل: تا زما د دېگ له بوی څخه گټه واخیسته او د دې پیسې باید ورکړې.
د دوی په لانجه ډېر خلک راټول شول. خلکو له بهلول وغوښتل چې دغه لانجه حل کړي.

بهلول دوکاندار ته وویل: دغه سړي ستا غذا خوړلې ده؟
دوکاندار وویل: نه، خو زما د دېگ له بوی نه یې گټه اخیستې ده.

بهلول له خپل جېب څخه څو سکې راوویستې، دوکاندار ته یې وښودې او بیا یې پر ځمکه وغورځولې. ورته یې وویل: دوکانداره! د پیسو د غورځېدو غږ دې تحویل کړه.
دوکاندار په حیرانتیا وپوښتل: د پیسو دغه ډول ورکړه دې څه ډول ده؟

بهلول وویل: ستا د عدالت په شان. څوک چې د خوړو بوی پلوري هغه باید د پیسو غږ واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx