نړۍ

په عراق کي فدايي برید 66 پولیسو ته مرګ ژوبله اړولي

iraq-blast-نن ټکی آسیا: د موټر په ذریعه یو فدايي برید نن په عراق کي لږ تر لږه ۱۵ پولیس ووژل او ۲۵ يې نور ټپيان کړل. دتفصیلاتو سره سم دغه پيښه د شیعه ګانو په سیمه هیلا ښارګوټي کي را منځته شوې.

ویل کیږي چي په برید کي د پولیسو یو مرکز په نښه شوی، کله چي یو فدايي خپل د چاودیدونکو توکو څخه بار موټر د پولیسو د مرکز په دروازه کي وچوه.

یو جګ پوړي افسر ویلي چي د مړو شمېر 16 او د ټپيانو شمېر 50 تنو ته پورته سو.

ويل كيږي چي چاودنه هغه وخت را منځته سوله، کله چي د مرکز پولیس د شفټ د بدلیدو لپاره وتل او را ننوتل، او زیات شمېر پولیس هم د ګیټ دباندي ولاړ وه.

هیلا ښارګوټي د عراق د پلازمیني بغداد جنوب ته په ۶۰ کیلو متری کي پروت دی، او ویل کیږي چي په دغه سیمه کي اکثریت د شیعه مذهبه وګړو دی.

د امریکا د ولس مشر باراک اوباما له خوا د اسامه بن لادن د مرګ د اعلان وروسته دا اول غټه پيښه ده چي په عراق کي ترسره کیږي..

ګمان کیږي چي که د اسامه بن لادن مرګ یقیني سی، نو د القاعده شبکې سره تړلي ډلي به په عراق کي د هغه د انتقام په موخه د عراقي حکومت پر ودانیو او مسولینو بریدونه زیات کړي.

چي د همدې له وجي نن صبا په عراق کي امنیتي تدابیر خورا په کلکه نیول شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x