نظــر

ملکي تلفات د جنګي جنایت وحشتناکه نښه – د بښنې نړیوال سازمان په راپور باندې تبصره

لیکوال: دوکتور م ، عثمان تره کي

د بښنې نړیوال سازمان د اسیا پسفیک څانګه د دوشنبې په ورځ  ( ۱۱ـ ۰۸ ـ ۲۰۱۴ ) په کابل کې یو راپور خپور کړ او مسئوولینو یې وویل چه په تیرو پنځو کلونو کې یې یوازې د نړیوالو ځواکونه لس عملیاته څیړلي چې په هغو کې  په تیرو پنځو کلونو کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴۰ بې ګناه افغانان  د امریکایي او ناټو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.
د بښنې نړیوال سازمان د اسیا پسفیک برخې رئیسې  “ریچارډ بنټ”  وویل، چې د دوی د راپور تمرکز په دې کې دي چې د نړیوالو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي کسان عدالت ته لاسرسي ولري . « د آزادي رادیو ویب سایت »

*      *      *     *

افغانان د بښنې نړیوال سازمان راپور  ته چه په کې  نړیوال نظامي ائتلاف  ته په خطاب ویلې چه  د افغانستان نه د خپل لښکرو  د وتلو نه مخکې باید د افغانانو سره حساب او کتاب وکړي د قدر په سترګه ګوري. خو راپور د افغانستان په دیارلس کلنه جګړه کې  د جنګي جنایتونو په مختلفو اړخونو او پراختیآ  باندې په کافي اندازه پام ندې اړولې او د حیای حضور د اخلاقي فورمول تر تآثیر لاندې د موضوع نه سطحی تیر شوې دي .
دلته د داعیي د تازه ساتلو په مقصد او په موضوع باندې  د ذی علاقه اړخونو د پام د راجلبولو په موخه په څو معدودو مواردو باندې تمرکز کوو.

ــ  د  « ویکي لیکس » سایت د ګاردین ، نویارک تایمز او شپیګل په ګډه د افغانستان د جګړې په اړه ۹۰ زره محرمانه سندونه چاپ ته سپارلې دي. راپور د ۲۰۰۴ ـ ۲۰۰۹ کلونو پیښو ( یعنې د اوباما د نوې ستراتژی د اعلان نه مخکې ) تر پوښښ لاندې نیسي.  راپور د جګړې په ساحه کې د  نوې چاودیدونکو توکو د آزموینې ، په ملکیانو باندې ډزې او د  امریکا او پاکستان ( د امریکا متحد ) د راپورونو تر منځ تناقضاتو ته اشاره کوي.
« ویکی لیکس » لیکي چه محرمانه راپورونه د ختیز آلمان د پولیس ( ستازي ) وحشیانه پټو عملیاتو سره ورته والی لري چه په کې انسانیت حاشيي ته لویدلې وو .
امریکا پدې پلمه چه راپور د  ده  د سرتیرو ژوند ګواښ سره مخ کوي د هغه د خپریدو سره کلک مخالفت وکړ .
شپیګل مجله د بندیانو او جنګې اسیرانو د شکنجې په اړوند  د پنځه میاشتې د څارنې په نتیجه کې ۴ زره انځورونه او ویډیوګاني راټولي کړې وې. د امریکایی چارواکو د مخالفت له کبله د هغې جملې نه یوازې  معدود شمیر چاپ ته وسپارل شو. ( لوموند  ۲۶ / ۰۷/ ۲۰۱۰ )
( www. Legrandsoir.info  )

ــ  امریکایی الوتکو په ۲۰۰۰ کال کې ۳۰ زره جنګې عملیات ترسره کړل چه  په سلو کی اتیا مړې ملکیان وو.  عملیات د کال په دوهمه نیمیايي کي په هره میاشت ۱۰۰۰ ته ورسید  ، چه په ترڅ کې يې  بې پیلوته الوتکو ، او په ځانګړې دول ( ام ـ کیو ژې راپر ) وکارول شول . ( ام ـ کیو ژې راپر ) لایزر سیستم کاروي او د راکت او بم سره سمبال دي .  د ۱۲۰۰۰ کیلومتر د واتن نه د      « نوادا » د ایالت نه د دوه کسانو ( یو پیلوت او یو تکنیسین ) له خوآ اداره کیږي. د دغه واتن نه د محارب او غیر محارب توپیر نه کیږي. ( د فرانس پرس راپور ۰۹ / ۰۳ /۲۰۱۳ )
ــ   په ۲۰۰۱ م کال د امریکا د یرغل په درشل کې  اټکل ۳ زره طالبانو ځانونه د جګړې بلې لورې ته  پدې تمه تسلیم کړل چه  هغوي  نړیوال سره صلیب ته وسپاري . د جګړې د اړخونو تر منځ  پدې برخه کې  مخکې توافق شوې وو. د مخکني ضمانت په خلاف جنګي اسیران په کانتینرونو کې په وحشیانه توګه د ووژل کیدو نه وروسته په لیلي دښته کې په ډله ایزه هدیره کې تر خاورو لاندې شول.

نویارک تایمز پدې پیښه کي د امریکا فوج ، سی، آې ، اې ، رشید دوستم او عطا محمد نور ښکیل ګني. اوباما د « سي ، ان ، ان » سره په مرکه کې  وعده وکړ چه پیښه  تعقیبوي. خو تر اوسه پورې نه دفاع وزارت او نه هم اف ، بي ، آي موضوع ته پام اړولې دي.

درې زره جنګې اسیران د نړیوالو قوانینو خلاف  پدغسې شرایطو کې  ووژل شول چه د نړي په کچه د امریکا په وړاندې مقابله وزنه له منځه تلې وو . امریکا یکه تاز او نړیوال حقوقي نظام  د  بوش د ادارې د خپلسريو اصلي  قرباني  وو . ګومان نکیږي چه پدغه برخه کې امریکا د پیښې په اړه چه د نړي په ګوت ګوت کې د امریکا په وړاندې حساسیتونه راپاروي خپل مسئولیت ته غاړه کیږدي.

په افغانستان کې د تاکنو تر نامه لاندې اوسني ډرامه د امریکا اوناټو د پوځونو د جنایتونو سره تړاو لري :  امریکا د خپل تولو امکاناتو نه  په ګته اخیستنې سره د انتخاباتو تر پلمې لاندې د یوې مزدورې  واکمني د جوړیدو په لته کې ده . لاسپوسې حکومت باید د جنګي ډلو تپلو نه جوړ شي تر څو چه امریکا سره د یو واحد دریز له مخې د  جنګي جنایت کارانو نه د بازخواست مخه ونیسي .

دوستم او نور جګړه ماران د همدغه مقصد د پاره فرمایشي ټاکنو پروسې ته تړل شویدي.
ــ  په ۲۰۰۸ م کال د اګست ۲۲  مه په عزیز آباد ( هرات ) کې  د امریکایي الوتکو د بمباریو له کبله چه په کې د طالبانو يو قوماندان په نښه شوې وو ۹۰ ملکیان په شهادت ورسیدل.                Wikipedia.org )  (

ــ  په ۲۰۰۹ کال د مې په ۴ مه د ملګرو ملتونو د راپور له مخې  د ایساف د ځواکونو له خوآ  د بالا بلوک په بمباریو کې ۹۰ ملکیان ، د ۶۰ ماشومانو په شمول ووژل شول. په پیښه کي ۱۰ تنه وسله وال مخالفین هم په شهادت ورسیدل.

ــ د مخکني پیښې ریکارد په ۲۰۰۹ کال د سپتامبر په ۴ مه مات شو : د آلمان فوځ د تیل په دوه  تانکرونو باندې امریکایی الوتکو ته د هوايي برید قومانده ورکړ. تانکرونه د کندز په حومه کې د وسله والو مخالفینو له خوآ په غنیمت نیول شوې وو. ۱۴۲ تنه  ملکیان په شهادت ورسیدل.

ــ  په ۲۰۰۹ کال د نوامبر په میاشت کې بریدمن « کبلن ژیبلس » په کندهار کې د خپل څلورو ملګرو سره د  « مرګ باند » جوړ کړ. باند د تفریح او ساعت تیري په مقصد ملکیان د ډزو او لاسي بمونو په وسیله په نښه کول. د قربانیانو سره په خندا یادګاري فوتوګانې اخیستې . د مړو د بدن غړې پرې کولې او ځانته یې د جګړې د یادګار په توګه ساتلې. باند ته منسوب د دوه کسانو د کوتې نه د نظامي هیآت د تلاشي په ترڅ کې ګوتي ، غاښونه ، ککري او لنګي تر لاسه شو.

( پاري ماچ  ۰۹ / ۰۹ / ۲۰۱۰ )

ــ  په ۲۰۱۱ کال د مارچ په ۴ مه امریکایی الوتکو د واشنګتن نه د ۱۲ زره کیلومتر نه لرې ، ۹ تنه ماشومان په شهادت ورسول. ماشومان د خپل کلي په نږدیوالی کی د بوټو  په راتولولو بوخت وو. په همدغه سیمه کې لس ورځې مخکې  ۶۵ ملکیان د بمباریو په ترڅ کې شهیدان شول.

غچ اخیستنه :

د سزا نړیوال دیوان اساسنامه ( ۱۷ اګست ۱۹۹۸ ) په ۷ مه او ۸ مه ماده کې ، د جنګي جنایت او بشریت ضد جنایت په بحث کې  ، جنګي جنایت داسې تعریفوي : « په ارادي او شعوري دول د یو وژونکې او ورانونکې برید استقامت هغې خوا ته ټاکل چه په کې د ملکیانو مرګ ژوبله حتمي وي. ملکي شته منیو او طبعي چاپیریال ته نه جبران کیدونکې  تاوان ورسیږي او د دغو ټولو په بدل نظامي لاسته راوړنه د پام وړ نه وي ».

په ۲۰۱۳ کال د اپریل په ۷ مه په کنړ کې  د ناټو او وسله وال مقاومت تر منځ په جګړه کې ۱۰ ماشومان او ۶ ښځې ووژل شول.

عبد القهار بلخې د وسله وال مقاومت سمپتایزر د خپل ټویټر په پانه کې د پیښې د تلفاتو شمیر ۲۲ کسان ښئي . د ده په قول ۱۵ تنه يوه کورني ته منسوب وو.

جګړه هغه وخت پیل شو چه لږ وخت مخکې یو امریکايي ملکي د طالبانو له خواه ووژل شو. امریکايي نظامیان د همدغه ملکي د وژلو په ځواب ، د غیر متحاربینو نه په « غچ اځیستنې  » لاس پورې کړل چه په ترڅ کې يې هغه کور په نښه کړل چه  په کې ماشومان د جګړې د ویرې نه راټول شوې وو .

د یادونې وړ ده چه  په جګړه کې غچ اخیستنې د ژنو د څلورم کانوانسیون ( ۳۳ ماده ۳ مه فقره ) له خوآ په کلک الفاظ منع شویدي.

که فرضآ مخالفین نوموړې کور د ډال په حیث کارولې وي ، بیا هم بمباري  یې د توجیه وړ نه ګنل کیږي. د ژنو ۱۹۴۹ کال کانوانسیون ۴۸ مه ماده څرګندوي چه : « د جګړې خواوې باید د پوځي او ملکي عملیاتو په بهیر کې د پوځي او ملکې موسسو او وګړو توپیر وکړي. د جګړې موخې باید پوځي بنستونه او وګړې وي » . ( په افغانستان کې د جګړې د جنایت کارانو محاکمه ـ دوکتور عثمان تره کي ـ ص. ۵۶ ) .

په هر حال ! د کونړ پیښې ورته  قضیه چه  د ملکیانو نه غچ اخیستنې د جنګی جنایت د رامنځته کیدو لامل شوې  په کرات او مرات په نورو سیمو کې هم لیدل شوې چه به په مساعد وخت ورباندې بحث وشي.

afghans captured by us army

*     *     *

بانکیمون د ملګرو ملتونو سرمنشی  په خپل  کلني راپور کې عمومي اسامبلې ته وویل : د افغانستان د جګړې  په ۲۰۰۷ کال  کې۸۰۰۰ ملکیان وژل شویدې. (مارچ  ۲۰۰۸ )

یوناما د ۲۰۰۹ کال نه وروسته د افغانستان په جګړه کې د ملکي تلفاتو شمیر ۱۴ زره ښئي .

د ملګرو ملتونو د احصائیي له مخې په ۲۰۱۲ کال  کې ۸۶۸ ملکیان تلف او ۱۶۶۳ کسان  ژوبل شوې وو.

ملګرو ملتونه د ۲۰۱۰ کال تلفات ۲۷۷۷ تنه ښئي.

د افغانستان په جګړه کي د جنګي جنایتونو مرتکبین پیژندل شوې کسان او دولتونه دي. بې وزلې افغانان د کورني او بهرني دښمنانو سره مخ دي. د دواړو ګتې پدې کې نغښتې ده چه د جنګي جنایت کارانو  د محاکمې مفکوره  زموږ د حافظې نه  پاک شي . د دې مقصد د تآمین د پاره د دیموکراسي او انتخاباتو لوبه د ذهنیتونو د انحراف په موخه  افزاري رول لوبوي. پدغه خونړي لوبه کې جګړه ماران د اشغال او جګړې  د دوام د ستنې په حیٍث تر هغه وخته پورې  برلاس پاتې کیږي چه بهرني اجنتان سیاسی قدرت په قبضه ولري.

د ټاکنو د توطئې په کامپاین کې هیڅ یو نوماند جرائت ونکړ چه د انسانیت په خاطر د اشغالګرو ځواکونو په واسطه  د بیګناه افغانانو په وژنو باندې اعتراض  خو پریږده لږ تر لږه يوه اشاره ورسوې.

واقعیت دا دي چه نوماندان بهرنیانو سره د جنایتونو د دوام ګډ دریځ غوره کړې دي. دواړه کاندیدان د ستراتیژیک تړون د لاسلیک په  سیالي یو بل وهي او ټکوي . خو د ملکیانو د وژلو په اړه پدې خاطر باندې چپه خوله ناست دي چه د امریکا په لاس ارګ ته دننوتو چانس له لاسه ورنکړي. بې ننګه مزدورانو خجالت وباسئ!

بحٍث ته ادامه ورکوو:

راتلونکې موضوع د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمسیون په دریځ او د جنګي جنایت کارانو د محاکمې په عملي امکاناتو ځانګړي شویده.

فرانسه
۱۲/۰۸/۲۰۱۴
دوکتور م ، عثمان تره کي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x