نظــر

د سرحداتو ساتنه؛ دروند مسؤلیت او ستر فضیلت

حسان مجاهد

افغانان په دې بختور دي، چې الله تعالی وخت په وخت د کفارو په خلاف په مختلفو اشکالو د مبارزې ډګر ته را ايستلي دي او هر طاغوتي لښکر رب د دوی په مټ له شکست سره مخ کړی ده. تر اوسه ددې لپاره چې د يرغل مخه ټوله او اسلامي نظام قایم شي؛ په سنګر کې پراته وو، اوس بیا له پرديو يرغلونو څخه د اسلامي خاورې، پولو او سرحداتو ساتنه کوي، چې دې عمل ته «رباط» ویل کېږي او د رباط په اسلام کې ځانګړی فضيلت بيان شوی ده: رسول الله (صلی الله عليه وسلم) وايي: ( رِبَاطُ يَوْمٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ خَيْرٌ مِنْ الدُّنْيَا وَمَا عَلَيْهَا ) البخاري (2678) . د الله (جل جلا له) په لاره کې د رباط يوه ورځ له دنيا او هغه څه چې په دنيا کې دي غوره ده. او د صحيح مسلم په روايت کې داسې راغلي دي: «رباطُ يومٍ وليلةٍ خيرٌ من صيامِ شَهْرٍ وقِيامِهِ. وإن ماتَ، جَرى عليهِ عملُهُ الَّذي كانَ يَعملُهُ، وأُجْريَ عليهِ رزقُهُ، وأمِنَ الفتَّانَ».
د يوې ورځې او يوې شپې رباط د يوې مياشتې تر روژې او قیام غوره ده. که مجاهد د رباط په حال کې مړ شي؛ د عمل ثواب يې بيا هم جاري وي او که ژوندی وي رزق به يې جاري وي او له «فتان» د قبر له عذاب يا له فتنو څخه به په امن کې وي.
امام نووي رح وايي: له مرګه وروسته بيا هم د عمل جريان يوازې د مرابط مجاهد خصوصیت ده، چې بل هيڅوک ورسره په دې کې شريک نه ده، بلکه له صحيح مسلم ماسوا په نورو کتابونو کې په واضحه توګه دا ليکل شوي دي: د هر انسان په عمل دده تر مرګ وروسته د اختتام مهر وهل کيږي، مګر يوازې مرابط مجاهد ده چې عمل به يې وروسته له مرګه هم جاري وي.( په صحيح مسلم د امام نووي رح حاشيه)

ابو عزام عراقي په يو وصيت کې مجاهدينو ته دا توري ليکلي وو: « د الله تعالی په لار کې ( رباط) د کعبې او بیت المقدس تر مجاورت(ګاونډيتوب) غوره ده، ابوهريره (رضي الله تعالي عنه) وايي: د الله تعالی په لار کې د رباط يوه شپه ماته د حجر اسود په څنګ کې د شپې تر صلاة تهجد ډيره غوره ده. ګورئ! ده (رضی الله تعالی عنه) په بهتره مکان تر بهتره عبادت د رباط يو شپه ښه وبلله.»

نو دا چې اوسمهال کوم حکومتي چارواکي د سرحداتو او پولو ساتنه کوي؛ ددې ترڅنګ چې له پورته فضيلت څخه برخمن دي، يو دروند مسؤلیت هم ور له غاړې ده؛ ځکه دوی د هيواد هغه مهمې نقطې کنټرولوي چې لومړی له يرغلونو سره مخ کيږي، دغه کسان باید خپل کار ته ځکه بايد کار ووايي؛ چې دوی په سرحداتو له بې ساري اسلامي نظام څخه دفاع کوي، دوي دنورو فوځي ځواکونو په شان نه دي چې له خپلو طاغوتي نظامونو څخه ددفاع په خاطر سرحدونه کنټرولوي، دوي بايد په دې لاره کې پوره استقامت اختيار کړي او خپل کار بايد دتېر عملي جهاد په څېر دځان لپاره مسوليت او ځانکړې فریضه وګني! ځکه ددوي په ذره قدر غفلت کله هيواد له لوی خطر سره مخامخ شي. ددوي د پوره بيدارۍ او ښه استقامت په صورت کې به نظام هم ټينګښت مومي او هيواد به هم له خطره په امن کې وي. ( ان شاء الله تعالی).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx