
شعـــــرونه
تُخم یې وشینده په زړونو کې راشنه کړه مینه/ راشد
راشد مشفق
تُخم یې وشینده په زړونو کې راشنه کړه مینه
د نفرتونو پر نړۍ باندې خوره کړه مینه
چې د وحشت دهشت او کرکې نمونه ورکه شي
دومره یې عامه کړه او دومره یې خوږه کړه مینه
چې وي صفا لکه تر منځ چې وي د مور او ماشوم
داسي سپېڅلې داسي پاکه او ستره کړه مینه
د فحاشۍ او عریانۍ څانګې ترې و رژوه
په انوارونو رحمتونو یې درنه کړه مینه
د اور په غېږه کې یې ګل ځواني ایره ایره کړه
ط.ا لب ویدۀ اُمت ته دغسې ور زده کړه مینه
و مرور راشد ته نورې مرکې مه لېږه
ورته ثمن ورته لمن ورته جرګه کړه مینه