
شعـــــرونه
د سړيتوب معيار/ ترابي
شېراز ترابي
په ږيره, څڼو او پټکيو سړی مه پېژنئ
په کور, موټرو, شتمنيو سړی مه پېژنئ
لږ ترحم, پرهېزګاري ورته معيار وټاکئ
نور په ډالرو افغانيو سړی مه پېژنئ
چې دنظام پروا ونه لري پروا يې مه کړئ
په غټ اندام غټو باډيو سړی مه پېژنئ
چې خپله اهل نه وو دنده ورته مه ورکوئ
دمور او پلار په قربانيو سړی مه پېژنئ
د جمهوريت په مظالمو سترګې مه پټوئ
په کبابونو او ډو ډيو سړی مه پېژنئ