ادبي لیکني

ابده کی

نياز محمد فيضي
تر شنه اسمان لاندې چاپېره غرونه او هواره تر ډېره په ښایسته چمنونو پوښل شوې، زرغون چمن، شنې ونې، نوجنه ځمڪه، سړې چینې او را تاو غرونه یې د ښڪلا رازونه دي، چې د سیلانیانو پام یې ځان ته اړولی.

دا سیمه د پڪتیا مرڪز ګردېز اړوند شمال ته پرته ده، چې شمالي څنډه یې د لوګر د التمور سیمې پورې نښتې، باراني اوبه یې د پڪتیڪا تر بند سردې رسېږي او د ڪوچیانو د مالونو یو ښه څړځای هم دی، دا سیمه پخوا نا امنه وه، خو اوس یو ښه میله ځای او د خلڪو په چڪر بدله شوې، د خلڪو ورتګ هغه وخت زیات شو، ڪله چې په ټولنیزو رسنیو ڪې د دې سیمې انځورونه خپاره شول.

اوسېدونڪي یې نیازي ڪوچیان دي، چې ګڼ شمېر ڪورنه یې پڪې اباد ڪړي، ژمی د ډېرو اورښتونو او واورو له امله دا سیمه لنډ ځایي څوڪیدارانو ته پرېږدي، چې هغوی د ڪورونو د ساتنې تر څنګ د بامونو واوره هم پاڪوي، په مقابل ڪې یې پیسې ورڪوي او دوی ترې خوست ولایت ته ځي، د ښوونځي او روغتون نشتون یې پر وړاندې لویه ننګونه ده، چې خلڪ یې د پوهنې او روغتیايي خدمتونو څخه بې برخې دي.

نیازمحمد فیضي

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx