
مينه/ شرر ساپی
شرر ساپی
مينه نه هوس ده نه کوکۍ، نه د وصال تمه
نه د چا د زلفو، نه د شونډو نه د خال تمه
مينه د يو روح غني کول په ښکلا د رب
نه د چا ښکلا نه خپل هوس لره د سوال تمه
مينه مقدسه ده، معصومه ده، سپېڅلې ده
نه ځايږي دې کې د ګناه او د وبال تمه
***
سترګو چې د زړه په خوښه واخيسته نو مينه شوه
دا خبره غوڅه شوه او دا خبره سپينه شوه
***
مينه هوس نه دی، هوس نه دی مينه مينه ده
مينه غريزه او هوس مه ګڼه ساده ياره
مينه د ويشتلې هوسې کړېکه ده په ژوند پسې
مينه فاصله ده، فاصله ده، فاصله ياره
مينه يو جوهر دی خو وروستۍ خبره غوڅه ده
مينه د روحونو فيصله ده فيصله ياره
***
زړه ته کوزېدل د يار د مينې د کمال نښه
دا د پای ټکی دی او نه لري د سوال نښه
***
ما درته د مينې د پاکۍ خبره کړې وه
ته ترې نه راتلو لپاره جوړه کړه بانه ياره
وينځې ترې غبار د هوس ستا دمينې سرې اوښکې
هغه زړه کې څه خيری چې وي لکه اينه ياره
مينه دې همدغسې سپيڅلې وي سپيڅلې وي
ستا شرر ساتلې ده وصال کې فاصله ياره
***
مينه د تيارو دښمنه مينه ده اسره د ژوند
مينه که ژوندون نه دی خو مينه ده ډيوه د ژوند